د جرمني د ( دي ويلت ) ورځپاڼي د ٢٩ می
٢٠٠٨ د خپروني څخه
د جرمني د دفاع وزير ”يونګ“ د ” دي ويلت ورځپاڼي“ سره په مرکه کي په
افغانستان کي د جرمني ځواکونو د برياليتوبونو او لويو کړکيچونو په هکله ږغېدلی دئ.
فرانڅ يوزيف يونګ د جرمني د ملي دفاع وزير
دي ويلت: په تيره سه شنبې بيا و کندوز ته نږدې د جرمني ځواکونو پر ډينګو نومي زره پوښ
باندي يو بريد سوی دئ . آيا تاسي د افغانستان دا وروستي حالاتو په تشويش کړي ياست ؟
فرانڅ يوزيف
يونګ : د خدايه شکر چي په دې بريد هيڅوک نه دئ خوږ سوئ. مګر په دې ورستيو مياشتو کي د شمال وضعه سخته سويده.
څرنګه چي امنيتي وضعه کړکيچنه سوېده، نوموږ هم و کندوز ته ٢٠٠ نفره نور کومک وروليږه، دوي هم هلته ترهګر
ونيول او دوسلو زيرمي يې پيدا کړلې چي په راکټونه او د ټانک ضد په مرميو يې درې لارۍ ډکي سوي.اوس په ډاګه ښکا
ي چي د طالبانو ترهګر فعاليتونه د جنوب څخه شمال ته را اوږده سويدي، دغه حال مي نو خود په تشويش کي
اچوي.
دي ويلت: جرمني قواوي د دا شپږو کالو راهيسي په افغانستان کي دي. فکر کوی چي دا به د نااميدۍ عمليات وي؟
يونګ: مو ږ د يوه داسي مخالف سره مخامخ سوي يو چي خورا ځيرک تشکيلات لري. د طالبانو ډلي د منسجمو جنايتکارانو سره اړيکي لري او د مخدره موادو په کار وبار هم ترهګر تمويليږي. او په نهايت کي پاکستان هم يوه مهمه موضوع ده. د هغه ځاي څخه تازه دمه ترهګر راروان دي اوهر وخت کولاي سي چي بيرته و پاکستان ته ځانونه ورسوي.
د پاکستان سره پر ٢٥٠٠ کيلو متره پوله هره ورځ
٦٠٠٠٠ کسه اوړي او رااوړي او څوک يې نه څاري.
دي ويلت: نو داسي ښکاري چي دا مسئله د حل وړ
نه ده.
يونګ: ما په دې هکله د ولسمشرانو کرزي او مشرف سره خبري کړيدي. اوس د افغانستان او
پاکستان له خوا په ګډه د سرحدي چارو کميسيون تشکيل سويدئ، چي د تلاښۍ د پوستو په جوړولو به لاس پوري کوي. موږ
هم ودې ته چمتو يو چي لازم تخنيکي وسايل ورکړو، لکه د کوتلونو د څارني لپاره د سکين ( ويډيويي تخنيک)، څو د څا
ني په مرکزي اداره کي وکولاي سي سرحد په مؤثره توګه و څارلاي سي.
دي ويلت: په پاکستان کي چي اوس اسلامي سرزوري پکښې مخ پر زياتيدو ده،تاسي دغه هيواد د مسئلې دحل يوه برخه ګڼئ او که د خنډ يوه برخه؟
يونګ: ولسمشر مشرف په دې ورستيو کي دغه را ياده کړه چي دترهګرۍ پرضد او هم
دارنګه په سرحدي سيمه کي يې ١٠٠٠ سرتيري بايللي دي.موږ ته ښايي چي د مشرف سره او همدارنګه په اسلام آباد
کي ددې نوي حکومت په را ښکېلولو سره په خبرو اترو د حل لار پيدا کړو. مطلب دادئ چي بايد پاکستان و هلوځلو ته
راښکېل کړو.
دي ويلت: د افغانستان جمهور رئيس حامد کرزئ د نړيوالي ټولني غوښتني پرځاي کولاي
سي؟
يونګ: موږ د کابل څخه د ښه حکومت کولو يا“good governance” تمه لرو. جمهور رئيس کرزئ بايد د يوې کاري او مؤثري ادارې په لټه کي سي،د اداري فساد سره جدي مبارزه وکړي او د راتلونکي کال د جمهوري رياست د انتخاباتو لپاره معقول شرايط رامنځته کړي.
دي ويلت: دغه خبري به د ښاغلي کرزي تر غوږ نو هم ورسيږي؟
يونګ: موږ دغه وحامد کرزي ته بيخي واضح ويلي دي. او دوي هم په يوه يا ب
ه موضوع کي جديت ښودلی دئ، مثلاً د پوليسود يولړ فاسدو جوړښتنو په وړاندي. او دا مو هم ورته ويلي دي ، چي د بش
ي حقوقو مراعاتول په عامو خلګوکي زموږ د مأموريت په هکله د اعتماد او باور پر روحيه ډير تأثير لري.دانسي
کيداي چي يوسړی دي تش په دې تور په اعدام محکوم سي چي د انټرنيټ څخه يې داسي يومتن راکښته کړي وي چي د اسلام په
هکله انتقادي بلل کيږي.
دي ويلت: دا به کله تر سره سي چي وايي د افغانستان امنيتي چاري
بايد افغاني سي؟
يونګ: د پوليسو د روزني په هکله لا بايد ډير کار وسي. زه خوشاله په دې يم
چي اروپايي اتحاديې د پوليسو د روزونکو شمير دوه چنده کړی او د ٤٠٠ روزونکو پريکړه يې کړيده. او د افغاني اردو
په هکله زه د کابل د حکومت د پرمختګونو څخه ډير راضي يم.
اوس د افغان ملي اردو د سرتيرو شمير ٥٠٠٠٠ ته رسېدلئ دئ او د ايساف په ټولو عملياتو کي، که په شمال کي تر سره کيږي، که په جنوب ، غرب او يا شرق کي، افغان ملي اردو پراخه برخه پکښې لري او طبعاً د ايساف له خوا هم حمايه کيږي.
دي ويلت:
ناټو په بخاريست د ٠٠٠ ٨٠ افغاني سرتيرو او ٨٢٥٠٠ پوليسو د روزلو هدف ټاکلی دې. که دغه هدف تر سره سو، نوبه
دايساف قطعات ددې هيواد څخه وزي؟
يونګ: موږ بايد عملاً په دې لټه کي و اوسو چي د افغانستان
منتخب حکومت د خپلي اردو او پوليسوپه مرسته وکولاي سي چي خپل امنيت ټينګ کړلاي سي او و هغو شرايطو ته د و
ښويدلو مخ ونيولاي سي چي ترهګربه پکښې روزل کيدل او په دې ډول اروپا ته خطر وو. که چيري هلته داسي يو پرځان م
تکي امنيتي سيسټم رامنځته سو، بيا به د خپل مأموريت د تر سره کيدو په هکله فکر کوو.زموږ هدف دا نه دئ چي خپل ا
وپايي سيسټم هلته ور صادر کړو.
دي ويلت: دا ګړی خو بايد د جرمني سرتيرو شمير ډير سي. د
جرمني پارلمان چي د راتلونکي اکټوبر په مياشت کي به ددې مأموريت په هکله پريکړه کوي، د دې مأموريت د سرتيرو
مير به څومره وي؟
يونګ: فعلاً هلته زموږ د سرتيرو نهايي شمير ٣٥٠٠ تنه دئ. دغه موضوع موږ
ښه دقيقه څيړلې ده چي د راتلونکي اکتوبر تر مياشت پوري به دغه شمير سرتيري د وظايفو د ترسره کولو لپاره بس وي
اوکه نه. البته تر ددې کال تر اکټوبر پوري موږ ته د پارلمان له خوا وکالت راکړل سويدئ. په دې هکله ماته د ج
مني ځواکونو عمومي مفتش شنايدرهان پوره اطمنان راکړيدئ. د اکتوبر تر ١٨ نيټې دمخه به نه دغه مأموريت اوږ
ديږي او نه به ډيريږي.
دي ويلت: په دې وختونو کي د جرمني ځواکونوڅخه بعضي سرتيري څو و
ځي وروسته ( د افغانستان څخه )بيرته راغوښتل سويدي، دا هم ځکه چي هلته اضافه بست وه.
يونګ:
هو، دغه پيښ سويدي او زه په پلان کي د دغسي تيروتنو څخه سخت ناراضه يم ،زموږ د سفربرۍ قوماندانۍ هم دغه احساس
کړيده. تاسي د هغه سرتيري حال په نظر کي ونيسئ، چي د څلورو مياشتو مکلفيت په خاطر د خپلي کورنۍ سره د خداي په
اماني کوي، خپل وصيت کوي اوخپلي وظيفې ته روانيږي، خو درې ورځي وروسته بيرته د خپل کور دروازې ته ولاړ وي. د
دغسي تيروتنو مخ به حتماً نيول کيږي.
دي ويلت: موږ به په راتلونکي کي و افغانستان ته څوم
ه سرتيري په نظر کي نيسو؟
يونګ: د جولاي په لومړيو ورځو کي چي د بيړني غبرګون
ځواکونه (Quick Reaction Force )په خپل مأموريت پيل کوي،هغه وخت به موږ وځانته معلوموو، چي د راسپارل سوي مأموريت
پاره نور څومره سرتيرو ته اړ يو. يعني د دومره سرتيرو پريکړه به کوو، چي هم خپله دفاعي دنده تر سره کړلاي سي
اوهم خپل تحرک او هراړخيز توب وښودلاي سي. خو داسي به نه وي چي مأموريت به په هر قيمت چي وي، موږ به يې پ
اخوو.
دي ويلت: په دې څو محدودو اونيو کي به نوامنيتي وضعه په دوامداره توګه څرنګه تغير
وکړي؟ سړي ته داسي فکر پيدا کيږي چي ددې مأموريت په هکله مباحثه قصداً ځنډول کيږي چي د سپټمبر په ورستيو ورځو
کي د بايرن پر ايالتي انتخاباتوباندي (منفي) اغيزه ونکړي.
يونګ: نه، دا موضوع په
ايالتي انتخاباتو اړه نه لري. ايالتي انتخابات په سپټمبر کي کيږي او موږ به شايد په جولاي کي لا خبر سو او
په عامه توګه به ووايو چي څومره سرتيري غواړو. د ځواکونو عمومي مفتش به خپل وړانديز وکړي. کله چي دوي ووايي چي
موږ x شمير نور سرتيري غواړو، نو زه به هم د پارلمان څخه دغه غوښتنه وکړم.
دي ويلت:
دغه x شمير سرتري به تقريباً څومره وي ؟
يونګ: په دې هکله موږ د سپټمبر په مياشت کي پرېکړه
کوو. خو په عمومي توګه به دا معقوله وي چي د اوله سره لا د ډيرو سرتيرو اجازه تر لاسه کړو. وروسته به دا ضرورت
نه وي چي د سلو يا څه کمو يا زياتو سرتيرو په خاطر پارلماني مباحثې رامنځته کړو. دا چي موږ به د خپل ټول ظرفيت څ
خه کار اخلو يانه، دا بله خبره ده.
دي ويلت: ايټالويان او هسپانويان چي د افغانستان د
ويديځ ذمه واره دي، په کافي اندازه کارکوي؟ اوس ٦٥ جرمني سرتيري لا د دوي ومرستي ته وراستول سويدي.
يونګ: موږ د ايټالويانو، هسپانويانو او دايساف د ځواکونو د قوماندان څخه کره او جدي پوښتني کړيدي چي دوي ولي هلته په ورسپارل سوې سيمه کي بيله زموږ له مرستي خپلې وظيفې تر سره نسي رسولاي. ددوي جواب دا دئ چي ايټالويان او هسپانويان د جنوب وعملياتو ته وربلل سويدي.نو په شمال غرب کي را منځته سوې خلا بايد په موږ ډکه سي.
دي ويلت: ددې بيړني غبرګون ځواکونو (QRF) لومړني سرتيري افغانستان ته رسېدلي
دي. هلته به هرڅه دپلان سره سم روان دي؟
يونګ: د جولاي پر اوله به هلته زموږ ٢٠٠
کسيزه قطعه و خدمت ته تياره وي. زه به راتلونکې اونۍ دغه قطعه تصويب کړم. يوه ٣٠ کسيزه مخکښه قوماندو اوس ه
ته رسېدلې ده. اصلي قطعه به د جون په نيمايي کي وراستول کيږي.
د مرکې پاي