معاش
کيڼه پښه مې له وطن او اسلام څخه د دفاع په لاره کې پرې شوې وه .
خپلې معيوبۍ ډېر ځورولم ، خو ددې لپاره نه چې ځواني يې را خرابه کړې وه ، ځورېدم په دې چې کار راته نه پيداکېده او سوال مې غرور نه منه .
ښه شوه ، اوسني حکومت کې د جهادي مشرانو له برکته موږ ته هم پام وشو او د هداو معلولينو په وزارت کې مې نوم ثبت او ٣٠٠ افغانۍ مياشتنۍ معاش را حواله شو .
خپلې درې مياشتني معاش پسې څو ځلې په ټکسي کې تر وزارته لاړم ، خو هره ورځ يې په نن سبا تېر ويستلم .
دا ځل بيا يوه ميز ته ، چې پر سر يې د يوه جهادي قوماندان عکس په ښيښه يې چوکاټ کې بندو ، ودرېدم .
د ميز تر شاه ناست کس ، ېر ځنډ وروسته راوکتل ، زړه يې غوښتل څه وه وايي خو ماخبره ورپرېکړه :
دا څو ومه اونۍ ده چې وزارت ته ځم راځم اخر زما معاش راکوئ او کنه ؟
هغه ځواب راکړ : تاسو ګوډان په خبره نه پوهېږئ .
ما ويل په کومه خبره ؟
_ دا جهاد او مقاومت ماهم کړى ، ستا چې په معاش ګو زاره نه کېږي ، زموږ هم پرې نه کېږي .
_ له ما څه غواړې ؟
قلم يې راوخيست ، د ميز پر سر په پرته پاڼه يې ٥٠٠ وليکل او بيا يې وويل :
دا راکړه چې معاش دې درکړم .
ماسره له دېخوا د کرايې پيسې نه وې پاتې ، وړيا چا وړلم نه مجبور وم ياد شوې رقم مې ورکړ او پاتې معاش مې په کرايه کې لاړ .
کابل د غبرګولي ١٥مه