د ستونزو ډېرېدل او د افغان مشر د ستوري لوېدل (هاري)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18732
هاري - واشنگټن
دخبریدو نیټه : 2008-06-07

د ستونزو ډېرېدل او د افغان مشر د ستوري لوېدل

 د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د جون د مياشتي پر ٧ له واشنگټن څخه  په يوه تحليلي رپوټ کي يکي:  که څه هم، پدې  وروستيو شپږو کالو کي  حامد کرزى دمتحده ايالاتو  او  متحدينو انتخاب وو، خو داسي برېښي چي د هغه د طالع ستورى مخ پر لوېدو دى. 

بله اونۍ  به ښاغلي کرزى په فرانسه کي د بسپنه ور کونکو  هيوادونو په غونډه کي برخه واخلي.  هغه به د افغانستان پنځه کلن انکشافي پلان لپاره  ٥٠ ب يونه ډالره وغواړي، څو په  زراعت او نور واقتصادي سکتورونه  کي ولگول سي.

مگر په اروپا، ملگروم تونو، او حتى د بوش په اداره کي  دا اندېښنه او فکر  راپيدا سوى دى چي که څه هم ښاغلى کرزى  ښه شهرت او  رنگيني جامې لري، خو د افغانستان د بېشمارو  ستونزو د حلولو کفايت او صلاحيت نلري. 

د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت يو عالي رتبه مامور يوه  پوښتنه مطرح کوي او  وايي: "ايا ښاغلي کرزي ددغه ماموريت  د لاسته راوړلو جاغور او صلاحيت لاره او کنه؟"
 
د خارجه  وزارت دپلومات چي نه غواړي نوم   ذکر سي،  وايي:" مسلما هغه ښه سړى دى، او تر هغه وخت پوري چي جمهورريس دى موږ به يې ملاتړ کوو.  مگر هم دا اوس د بوش  په اداره کي پدې باب ډېري خبري رواني دي چي ښايي ددې وخت را رسېدلى وي چي پر کرزي باندي د ښو او مناسبو کارونو د کولو په غرض څه فشار زيات سي."

يو اروپايي دپلومات چي نه غواړي نوم يې واخيستل سي، وايي: "موږ  د يوه پخواني او معياري  مشکل سره مخامخ يو او هغه دا چي د بوش اداره  د يوه نېمگړي او کمزوري مشر د تقويه کولو په طلسم او جادو کي را ايساره  سوې ده."

امريکايي مقامات وايي ښاغلي کرزي د مخدره موادو د قاچاقبرانو د توقيفولو په اړه هيڅ ندى کړي.  د بهرنيو چارو او د دفاع په وزارت کي يو لړ مامورين وايي جمهور يس بوش بايد د امريکاد اقتصادي او مالي مرستو د کوتک په زور له کرزي څخه وغواړي چي د افغانستان په حکومت کي  ادارې فساد او رشوت ختم کړي.

د بوش د ادارې يو لوړ پوړى  چارواکى وايي :  اوس  هم کرزى پر ښاغلي بوش باندي گران دى.  نور مامورين  بيا وايي  گومان نه کوي چي پداسي  وخت  کي دي د بوش اداره پر کرزي بايدي  دباوو  زيات کي چي له يوې خوا په افغانستان کي د طالبانو ښورښ زور اخيستى دى، او د بلي خوا د افغاني مشرانو په مينځ کي تر کزري بل ښه د امريکا طرفداره شخص نسته. 

خو بياهم، ښاغلى بوش هڅه کوي چي پر ځينو شکايتونو باندي غور وکي.  دوې مياشتي کېږي چي هغه دوه ځله دمياشتي د ښاغلي کرزي سره د ويډيو کانف انس  له لاري خبري کوي. 

کله چي د سپيني ماڼۍ له وياند، گورډن جانډرو، څخه د ښاغلي کزري په باب تبصره وغوښتل سوه، هغه وويل:" جمهورريس بوش  په افغانستان کي د هغه  د کارونو   قدرداني کوي، مگر  ټول پوهېږو چي د ډېرو نورو کارونو کولو ته اړيتا سته."

په واشنگټن کي د افغانستان سفير، سيد طيب جواد، د ښاغلي کرزي دفاع کوي او وايي:" د ملامتۍ گوتي يو بل ته نيول غير ضروري کار دى."

د  امريکايي او اروپايي دپلوماتانو په وينا،  اوسني تاوتريخوالي هله زور واخيست چي په کابل کي د يوې  ستري رسوايي وروسته  ښاغلى کرزي د يوه بدنامه اوزبک مليشامشر، جنرال عبدالرشيد دوستم، له توقيفولو څخه ډډه وکړه.  دې پېښي ته  د افغانستان څخه بهر چندان توجه نده سوې.

جنرال دوستم د خپل رقيب اکبر باى پر کور باندي ناځوانمردانه حم ه وکړه ، او د وهلو او ډبلو تر څنگ د بوتلونو څخه کار  هم اخيستل سوى وو.  د افغانستان امنيتي قواوو کولاى سواى چي هغه توقيف او د قانون منگلو ته يې وسپارى، خو د ښاغلي کرزي حکومت همدا کار و نه کى.

امريکايي او اروپايي دپلوماتان وايي  کرزى يې  د دوستم توقيفولو ته وهڅوى، خو  وايي چي کرزي ورته وويل چي نه غواړي د دوستم سره جنگ پيل کړي ځکه  پدې کار به د دوستم پلويان له هغه څخه خوابدي او خپه سي.

په ملگرو ملتونو کي، د امريکا پخوانى سفير، ريچارډ هولبروک، وايي په کابل کي د دوستم تر رسوايي سمدستي را وروسته  مي له ک زي څخه وپوښتل:" څرنگه   دي يو قاتل جنگسالار  د ډانگيانو او بدماشانو له ډاره ازاد پرې ښود؟"  ښاغ ي هولبروک وايي چي په جواب ښاغلي کزري صرف خپلي اوږې پورته واچولې.

يو لوړ پوړى افغان مامور وايي  ښاغلي کرزي غوښتل چي جنرال دوستم توقيف کړي، مگر  لمړى په شمال کي جنرال دوستم ته د وفادارو مليشاوو په خاطر او  دوهم  د ناټو د ځينو غړو د اندېښنو په خاطر يې د دوستم له نيولو څخه صرف نظر وکى.. 

ښاغلي يچارډ هولبروک په يوې مرکې کي وويل:" همدا پېښه د يوه کمزوري حکومت ښکارندويه ده. حال داچي  په افغانستان کي د کاميابۍ لپاره يوه موثر حکومت ته اړتيا سته.  زه گومان نه کوم چي طالبان دي  افغانستان وگټي، ځکه د هغوى دوره  د خلکو په ياد ده او  پوهېږي چي څه غواړي.  مگر  که چيري حکومت په همدا ډول روان وي، حکومت يې هم نسي گټلاى."

د افغانستان جمهورريس د ارگ په ماڼۍ کي خزه او کار کوي.  هغه تر اوسه پوري يو قاچاقبر او جنگسالار ندى توقيف کړى، خو په عين زمان کي ېې د بين المللي ټولني د يوه داسي ناظم له مقررۍ سره مخالفت وکى چي په افغانستان کي يې وظيفه د اقتصادي، سياسي، او پوځي هلوځلو نظارت او څارنه وه.  ښاغلى کزرى ټينگار کوي چي د افغانستان کمزورى حکومت ته بايد د بين المللي مالي مرستو د مصرف او لگولو اختيار ورکړه سي.

د بوش د ادارې او دغه راز د برتانيې مامورين تر اوسه پوري د هغه پېښي په باب په غوسه دي چي ښاغلي کرزي د برتانوى دپلومات ،پډي اشډاون، دمقررۍ سره مخالفت څرگند کى.   غرب غوښتل چي ښاغلى اشډاون په افغانستان کي د بين المللي ټولني  د خاص استازى مقام تر لاسه کړي او هم د افغانستان پر بياودانولو باندي پوره څارنه وکي.

افغاني مقامات وايي ښاغلى اشډاون د منفي پريس،  تبليغاتو او د عامه عکس العمل په خاطر رد سو.  ځکه افغانان د خارجي مداخ و سره حساسيت لري، په تېر بيا د انگريزانو د استعمار او مداخلو سابقه هم سته.

اروپايي او امريکايي دپ وماتان وايي کرزي غوښتل چي دانتخاباتو  تر مخه خلکو ته دا وښيي چي  د غرب په مقابل کي هم درېدلاى  سي.  دپلوماتان شکايت کوي او وايي: په افغانستان کي همدا اوس ٦٢٠٠٠ خارجي عسکر پراته دي، بين المللي ټولنه حق لري چي د خپلو گټو دساتلو لپاره يو قوي ناظم ولري.

په افغانستان کي، د متحده ايالاتو يو عالي رتبه نظامي افسر وايي  د متحدينو او ايتلافي ملگرو د پوځي او ملکي مقاماتو په شمول ټول خارجي مامورين د کرزي له ح کومت څخه خواتوري دي.  هغه زياتوي:" هغوى يو پيغام لري. هغه دا چي کرزى يو کمزورى او ضعيف مشر دى." 

د کرزي  په حکومت کي ادارې فساد، بډي، او بې کفايتي ډېره سوې ده.  غربي دپلوماتان وايي قاچاقبران او جنگسالا ان  د کزري مامورينو ته رشوت ورکوي او  ازادنه خپل کاروبار چلوي.

په افغانستان کي د  ناټو د واوو پخوانى قومندان، جنرال جېمز جونز، وايي: " که څه هم، په افغانستان کي د ناټو عسکربرياليتوبونه تر لاسه کوي، خو  د نورو اضافه خارجي عسکر  استول د افغانستان د حکومت خلا او کمزوري نسي ډکولاى.  افغان حکومت بايد پخپله اداري فساد او قاچاق راا يسار کي.  د کرزي حکومت چي زموږ په وينو او خزانې باندي چلېږي، بايد د بين المللي ټولني توقعاتو او غوښتنو ته هم غوږ کښېږدې.  د مخدره موادو څخه د هيواد  د اقتصاد ژغورل، په ح کومت کي د اداري فساد او بډو سره مقابله کول، او په قضايه قوه کي اصلاحات را وستل د افغانستان د  ملي امنيت مسايل دي."