ونه او ماشوم

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 18935
ژباړه: امين الله عادل
دخبریدو نیټه : 2008-06-15

ونه او ماشوم
  ليكنه: شيما
ژباړه: امين الله عادل
ډېر پخوا د مڼو يوه ډېره ستره ونه وه. ددې ونې ترڅنګ به يو واړه ماشوم هره ورځ لوبې كولې... هر وخت به يې لوړو ښاخونو ته ور خوت، هلته به د ونې په نريو څانګو ناست و، مېوې او مڼې به يې په ډېر خوند خوړلې...كله كله به يې په لوړ غږ بدلې بللې. ټوله ورځ به د همدې ونې شاوخوا خوشاله تاوېده. كله به يې په ښاخونو و او كله به چې ستړى  شو د همدې ونې په سيوره كې به آرام ويده شو... دماشوم له دې ونې سره ډېره جوړه وه، ونې به هم ډېره مينه ورسره كوله اوتل به د هغه لوبو ته تږې وه.
وخت دى تېرېږي... ماشوم را لوى شو... له ونې سره يې لوبېده لږ شول او ان ترې لرې شو...يوه ورځ بيا همدغه هلك ونې ته ډېر غمژن راغى.. ونې ترې وغوښتل چې راشه، بيا همغسې لوبې وكړه... خو هلك ورته وويل: "نه، زه اوس ماشوم نه يم، چې ستا ترڅنګ لوبې وكړم... زه اوس ډېرې لوبې نه خوښوم... زه اوس د پيسو په ګټلو پسې ګرځم... "
ونې ورته وويل چې ګرانه ه ماسره خو پيسې نشته، چې در يې كړم... خو ته كولاى شې زما مېوه (مڼې) را وشكوې او  خرڅې يې كړې، په دې سره به پيسې ت لاسه كړې... هلك په دې خبره ډېر خوشاله شو... همداسې يې وكړل... د ونې ټولې مڼې يې را وشكولې او له ونې څخه لاړ ترڅو مڼې وپلوري او پيسې ترلاسه كړي... تر ډېرې مودې ونې ته را نه غى ونه هم د هغه په نه راتلو سره ډېره خفه وه....تل به يې ليدو ته تږې وه...خو هلك تللى و.
بله ورځ دا هلك بيا ونې ته راغى... خو اوس هغه پخوانى هلك نه و... اوس پوره سړى و... ونه يې په راتلو او ليدو ډېره خوشاله او تازه شوه او بيا يې له هغه څخه د ساتېرۍ هيله وكړه، چې د پخوا په څېر ورسره وبې وكړي... خو نوموړي هلك ورته ويل: "نه، زه خو اوس پخوانى ماشوم نه يم... اوس زه ستر سړى شوى يم... كور را دې غاړې دى... دكورنۍ مسئول يم... اوس زه د كور جوړولو غم پر سر اخيستى يم... د ځان لپاره كور جوړول غواړم... ته څه مرسته اسره كولاى شې؟ "
ونې ډېر افسوس وكړ!!
"زه خو ستا لپاره كور نلرم، زما په سيوره به دې هم ښه ونه شي، خو داسې كو اى شې، چې زما ټول ښاخونه او څانګې  پرې كړې او د كور په جوړولو كې ترې ګټه واخلې او دځان لپاره يوه سرپنا جوړه كړې... "
دغه سړي هم خپل تبر او ترښځ را واخيسته او د ونې ټول ښاخونه او څانګې يې په ډېره خوشالۍ سره را پرې كړې او خپل كور يې پرې جوړ كړ... ونې هم چې د هغه خوشالي او رضايت ليده ډېره خوښېده او دا هيله به يې كوله چې اى كاش چې نوره مرسته مې په وس پوره واى او له نوموړي سره مې كړې واى! ترڅو يې لا ډېره هوساينه په برخه شوې واى. 
سړي د ونې ټول ښاخونه او څانګې راپرې كړې او ونه يې همداسې لپه لغړه پرېښوده چې تل به د خفګان سيلۍ ځوروله...
بله ورځ په ټكنده ګرمۍ كې... نوموړى سړى بيا را پېښ شو، ونې يو ځل بيا د هغه بې وفايي هېره كړه او په ليدو يې ډېره خوشاله شوه... ونې ورته وويل: "راشه ځما ترڅنګ د پخوا په څېر لوبې وكړه... " خو نوموړي سړي ورته وويل: "زه دومره ستړى او ستومانه يم، چې نور نه پرې جوړېږي... غواړم له دغه سيند څخه اخوا لاړ شم كوندې وي، چې داسې ځاى پيدا كړم، چې ستړيا مې پكې لرې شي... هيله ده، چې د سيند څخه په تېرېدو كې راسره مرسته وكړې... ستا مرستې ته راغلى يم... " ونې په مهربانۍ سره ورته وويل... بس دا زما تنه (ساقه) پاتې ده كولاى شې همدغه پرې كړې او د ځان لپاره يې په سيند كې د سپرلۍ وسيله وګرځوې... سړى بيا د خوشالۍ په جامو كې نه ځايېده په بيړه د ونې تنې ته اړم شو او هغه يې په بيخ اره كړه او د ځان لپاره يې بېړۍ كړه او له سينده پرې تېر شو... ډېر لرې سفر يې وكړ او تر ډېرو كلونو ورك و...
له ډېرو شپو ورځو وروسته بېرته راستون شو او بيا په هيله منه څېره ونې ته ودرېد... ونې ورته وويل...
-  " ګرانه... ډېر افسوس... چې نور هېڅ نلرم، چې ستا څخه يې ق بان كړم... اوس مې هغه مڼې نشته چې تا به په خوند خوړلې... "
- سړي ورته وويل... "بس مننه، زما هم هغه پخواني تازه او تېره غاښونه نشته، چې په خوند يې وژويم او ځان پرې موړ كړم..."
- اوس مې هغه تنه او لوړ ښاخونه هم نشته چې ور وخېژې او ساتېرى وكړې...
- نه زه اوس زوړ او كمزورى شوى يم...زه اوس د ځمكې پر سر سم نه شم ګرځېدلى ستا لوړو ښاخونو ته به څنګه خېژم...
- ونې بيا په ډېر ژړغوني غږ وويل: زما سره خو هېڅ نشته چې ستا د اوسني حالت درمل شي... اوس زما يوازې مړې شوې ريښې شته... نورهېڅ نلرم...كه واى نو ستا نه درېغ نه و.
- سړي هم په خپله بې وسه لهجه وويل، هېڅ مې نه دي په كار ، يوازې د آرام كولو ځاى لټوم... زه اوس ډېر ستړى او ستومانه يم... نور د ژوند سېك نه دى راپاتې...
- ونې و ته وويل: "زما زړې ريښې ستا لپاره تر ټولو غوره ځاى دى، چې د آرام ساه پكې واخلې...راځه راځه، زما سره كښېنه او د آ ام ساه واخله... د خپلو ستړياوو پېټى دې همدلته كښته كړه...
-  سړى هم د ونې ريښو ته وركښته شو او ونې په ډېره خوښۍ سره هغه ته دمينې غېږ پرانيځه او هغه يې ور واخيست...
پوهېږئ، چې دا ونه څه شى ده؟
دا ستاسې پلار دى.