ګل سحردښاپېرۍ په لټه
- ليکوال : علم ګل سحر
نه
نه هغه داسې نه ده، ټول درواغ وایي له ځانه خبرې جوړوي . نورالله د شګوفې په باره کې داسې خبرې نه شوای منلای ،منل
خو څه چې بدې پرې لګیدې .دا ډول خبرې ده ته هغه درواغ او پروپاګندې ښکاریدې، چې نن سبا یې هر څوک د نورو پسې شا کوي.
ده ته شګوفه د خپل ماشومتوب دوختونو هغه افسانوي ښاپیرۍ ښکاریده ،چې په نکلونو کې یې اوریدلې وه . چې ماشوم و تل
به خپلې ترور ته رنډو ،چې دښاپیریو او دیوانو کیسې ورته وکړي، ترور یې دیوه ملا میرمن وه د ښاپیریو ډیر نکلونه
یې زده ول،نورالله په نکلونو کې له ښاپیریو او دیوانو سره را لوی شو ،ده په هر څه کې ښاپیرۍ لټوله هرځای به یې
سترګې په ښاپیرۍ پسې ستومانه وې دبغدادي قاعدې سیپاره یې څو پاڼې ولوسته چې ښاپیرۍ یې ونه ومونده په نیمایي کې یې
پریښوده .یوه ورځ خو دجومات ملا د شنو لښتو یوه ګیډۍ پرې ماته کړه ،خودده په خوله ښاپیرۍ ګرځیدله .ښوونځی یې په مټ
کې تر پنځم پورې ورساوو،چې په کتابونو کې یې ښاپیرۍ ونه موندله له مکتبه ووت ، په غرونو کې وګرځید خو دماشومتوب م
ګرې ښاپیرۍ یې ونه لیدله . دجومات دملا خبره یې په غوږ کې وه چې ورته ویلې یې ول: - ښاپیرۍ د علم له حاصلولو پرته نه
پیدا کیږي. پوهنتون ته ولاړ ،دډ یرو کتابونو پاڼې یې واړولې را واړولې خو ښاپیرۍ یې پکې ونه موندله په خپله
اوخواکې به یې هرڅه ته په بل نظر کتل ،ونوته،غرونو ته،ګلانوته ،وریځواو بارانونو ته . داسې نه لکه نور خلک چې
ورته ګوري، بس پکې ورک به و،لکه چې ښاپیرۍ پکې لټوي، نورو به ویل چې ژر به لیونی شي، خو دی شاعر شو ، شعرونه یې
وویل ، ټول شعرونه یې نا لیدلې ښاپیرۍ ته وویل، خو ښاپیرۍ ترې ورکه وه ، په شعرونو کې یې په ښاپیرۍ پسې ډیرې چیغې
وکړې . ښاپیرۍ څنګه وي؟ ښکلې وي،له ګناهونو پاکه وي،دیوان پسې ګرځي ،غواړي ښاپیرۍ د ښیښو په قفس کې بندي کړي .
ښاپیرۍ مینه کوي ، کرکه نه پیژني ،زور او زروته سرنه ټیټوي ،ښاپیرۍ پاکه وي،ډیره پاکه. دماشومتوب دغه تصورات
یې دذهن له پردې نه ایسته کیدل .شګوفه ورته همداسې له ټولو ګناهونو پاکه ښکاریده . نورالله له کوره تر دفتره هم
دا خبرې له ځانه سره تکرارولې . - که هغه داسې وي؟ نه نه خدای دې نه کړي. درې میاشتې دمخه یې خپله دغه اندیښنه له هغې
سره شریکه کړې وه ورته ویلې یې ول،که چیرې د خلکو خبرې رښتیا شي که نور هیڅ نه وي زه به خپل ځان ووژنم. خو هغې دتل
په څیر پوره ډاډ ورکړی و . پرون یې بیا دهغې په باب ګډې وډې خبرې اوریدلې وې ، تر نورو ورځو وختي دفتر ته ولاړ . دمیز
پر سر شنه کاغذي دوسیه یې را واخیسته ، را وایې ړوله ، په دوسیه کې پروت لومړی مکتوب یې سر تر پایه ولوست و دنورو
مکتوبونو په منځ کې یې کیښود قلم یې په غاښونو کې ټینګ کړ ، ددوسیې په څنډه یې ولیکل : که رښتیا هغه داسې وي؟ ترې
اندې یې ځواب ولیکه: زه به خدای خبر... لاسونه یې ولړزیدل ،زړه یې وښویده په وارخطایي یې پورته وکتل .په دفتر کې
ناست مامورین پخپلو کارونو لګیاول. ددفتر ملازم دکوچني میز پر سر په پیالو کې چای اچاوو ،نورالله ډاډه شو چې
دچا ورته پام نه دی ، لیکلې کرښې یې بیرته ړنګې کړې ،څوځله یې قلم پرې را کش کړ .خوترې لاندې یې بیا ولیکل - نه دا نه
ي کیدای ،هغه داسې نه ده. بیرته یې قلم پرې را کش کړ ، سوړ اسویلی له خولې ویوست. پخپلو پرونیو خبرو پښیمانه
و،پرون یې هم له ابراهیم سره د هغې د پټو خبرو په باب اوریدلي ول او په ډیره غوصه یې دا خبرې شګوفې ته کړې وې . شګوفه
ددفتر په بر کونج کې د لوی نیم دایروي میز شاته ناسته وه ،نن یې تر نورو ورځو زیات سینګار کړی و، نورو ویل چې نن
تر ټولو ورځو ښکلې ده ،خو نورالله ته نن ښکلې نه معلومیده .دکاغذونو یوه ګیډۍ یې ترمخ ایښې وه ،نورالله ته داسې م
علومه شوه چې هغه هم په همدې چورتونو کې ډوبه ده ،شاید هغه هم پښیمانه وي . تر سترګو لاندې یې څارله ،خواشینې مع
ومیدله ،نورالله په زړه کې خوشحاله شو ، دیوه مکتوب د ځواب په لیکلو بوخت شو : بریاست محترم تعلیم وتربیه و
ایت هلمند! بجواب مکتوب شماره (۶۵)مورخ ۲۲\۱۱\۱۳۷۱ شما نګاشته میشود اینکه: هشت قطعه سجل ارسالي شما به این
اداره مواصلت ورزیده است که نسبت نواقص ذیل دوباره مسترد میګردد ... شګوفې ته یې تر سترګو لاندې وکتل ، هغې چای
سوراوو چې دده لوري ته یې را وکتل په کرکه یې مخ بلې خواته واړاوو ، دې کرکجنو کتو او مخ اړولو یې د نورالله په پر
زړه بیا د وینو څپې را واړولې .قلم یې د مکتوب پر سر کیښود له کړکۍ یې لاندې وکتل ، په لوی واټ کې پلیو لارویانو
،بایسکلو او موټرو بیروبار جوړ کړی و موټرو هارنونه کول،بایسکل سپرو پرله پسې زنګونه وهل اوپلي تیریدونکو
هم د موټرو مخه بنده کړې وه ،هریوه غوښتل له بله دمخه شي ،هیچا دهیچا پروا نه کوله لکه شګوفې چې اوس دده پروا نه
کوله بس ټول پخپلو شخصي کارونو پسې ستړي ول، هرچا هڅه کوله ژرځان ورسوي ټول دخپل ځان په فکر کې ول بل ته یې پام هم
نه و .نورالله ته دنیا کرکجنه ښکاره شوه ،لکه چې ټول ده ته په کرکه ګوري ،لکه چې ټول ترې مخ اړوي له ځانه یې بد
اغلل. دسرک په بله غاړه د ښاروالي مخې ته په عریضه لیکونکو بیروبار و، څوک په چا عریضې کوي ؟ څوک له چا په تنګ
دي ؟ انسان له انسانه خدایه ! د وزارت تر څنګ د وچو میوو ریړۍ ته یوه پیغله او ځوان ولاړ ،ول بادام او پسته یې
وتلل ،نجلۍ په دستکول کې لاس وواهه خو تر دې دمخه ځوان دکراچۍ پر سر پیسې واچولې ، دواړه د زرنګار پارک په لوري
وان شول . نورالله تر ډیره څارل په زړه کې یې ځوان ته خوا بده شوه ،چوکۍ یې نوره هم د کړکۍ خواته را نږدې کړه : - ای
ساده چیرې یې روان کړی یې ،ته نه پوهیږې هغه خپل مطلب ته ځان درباندې رسوي، په خندایې مه غولیږه چې خپل مطلب ته و
سیده یوه وروستۍ غولوونکې خندا به درته وکړي تا به په رڼه میدان پریږدي ،ای ساده ټولې ښځې شګوفې دي ټولې. په زړه
کې یې له ټولو هغو کسانو کرکه وشوه چې له ښڅو سره روان وي. نورالله مخ را واړاوو یوځل بیا یې دفتر تر نظر تیر کړ
،په اوږده خونه کې ټول شپږ کسه مامورین په کار لګیا ول شګوفه دمیز پر سر دکاغذونو په ځای پر ځای کولو بوخته وه ،
نورالله کوښښ وکړ سترګو ته یې نیغ وګوري ، خو هغې دده پلو ته سترګې نه رااړولې . شګوفه اوس د اجراییې مدیره وه ،
ئیس د ټاکلو او تر فیع ټول واکونه دې ته سپارلي ول ،اوس نوټولو ددې خولې ته کتل. نورالله له ځانه سره وویل: -
انسان څومره ژر بدلیږي. بیا یې ژر پسې زیاته کړه: - انسان څومره ژر غولیږي. دوه کاله دمخه همدا شپې ورځې ور یادې
وې ، شګوفه دلته نوې راغلې وه هغه وخت ابراهیم ددفتر آمر و ،شګوفه تازه له لیسې فارغه شوې وه ،ابراهیم دوه نیمې م
یاشتې سرګردانه کړه ،راغله ولاړه خو چا مقرره نه کړه ،څوک چې له ټولو خبرو خبر نه ول ابراهیم یې نه ملامتاوو
،ځکه شګوفه په کارونو نه پوهیدله ، دصادرې واردې له کتاب سره خو بیخې نا بلده وه . خونورالله ورسره مرسته وکړه ،
له کارونو سره یې اشنا کړه ،لوی رئیس ته ورغی دایې په همدغه څانګه کې په لسمه رتبه بست کې وټاکله. شګوفه تر ډیره
په کارونو نه پوهیدله نورالله به په کارونو کې دهغې غلطۍ ور سمولې که به آمرین خبر شول نورالله به ورته ویل چې
دا غلطۍ له ما شوې ده . یووار خو ښګوفې یو مکتوب د ولایت پر ځای صدارت ته استولی و چې پکې دوزارت د مشرتابه رازونه
افشآ شوي ول ،مکتوب بیرته راغی لوی رئیس ټول کارکوونکي خپل دفتر ته را وغوښتل او ددې غلطۍ په اړه یې د تحقیق او
څیړنې امر ورکړ ،دا یې هم وویل چې دمکتوب صادرونکی دې له کاره وایستل شي . خو نورالله د ټولو په مخکې وویل چې دغه
غلطۍ له ماشوې ده رئیس وویل دا چې ده پخپله ګنا ه اعتراف وکړ له کاره دې نه ایستل کیږي د سوانحو په دفتر کې دې لیک
ی اخطار او دوه میاشتې کسر معاش جزا ورکړل شي ، ټول پوهیدل چې نورالله دا کار نه وکړی خو په دې نه پوهیدل چې ده
ولې ټوله ملامتي پخپله غاړه واخیستله . شګوفې هیڅ ونه ویل یوازې یې دمننې په دود ده ته وکتل . خو اوس داسې نه وو
اوس وختونه اوښتې ول ، شګوفه اوس د ټولو آمره وه او په کارونو هم پوهیدله نن په دفتر کې دکال وروستۍ ټاکنې اعلا م
یدې ، زیاتره مامورین وار خطا ول ،هر یو دخپلې راتلونکې په غم کې و ،چې شګوفې به په کومه دنده ګومارلي وي ، خو
دنورالله اندیښنه یوازې د شګوفې خواشیني وه ،تر سترګو لاندې یې دهغې هر حرکت څاره . شګوفې څو پاڼې په دوسیه کې
کیښودې ، له ځایه راولاړه شوه خو له دروازې بیرته را وګرځیدله دابراهیم دمیز خواته ودریدله په موسکا یې ورته
وویل : -زه درئیس صیب دفتر ته ځم ،ممکن نا وخته شم په دفتر دې پام وي. بې له دې چې نورالله ته وګوري ابراهیم ته یې نرۍ
مو سکا وکړه او له دفتره ووتله. نورالله بې ارادې په زړه لاس کیښود داسې ورته ښکاره شوه چې لویدلی او پخپل ځای کې
نشته . مامورینو په ابراهیم ټوکې شروع کړې ،سرور دا نورو ته سترګه ووهله : - یره براییمه لکه چې کوډو دې اخیر کار
وکړ ها؟ ابراهیم وخندل څه یې ونه ویل ،له المارۍ څخه یې دوسیه راواخیسته دیوه مکتوب په لوستلو بوخت شو. غلام ع
ي یې ځواب ووایه: - کوډې خو به نن معلومیږي ،ته ودریږه چې دتعیناتو مکتوب راورسیږي . ابراهیم مکتوب په دوسیه کې
کیښود سرور ته یې مخ راواړاوو: - کوډې موډې نه دي دا دلاس او سترګو چالاکي ده. نورو وخندل خو نورالله داسې وښودله
چې ددوی خبرې نه اوري ،هسې یې په سپین کاغذ ګډې وډې کرښې کاږلې ،تر ګډو وډو کرښو لاندې یې ولیکل: - انسان څومره ژر
بدلیږي . ترڅنګ یې ولیکل : سړی څومره ژر غولیږي ،په شیطانانو د پریښتو ګومان کوي ،هره ښځه ورته ښاپیرۍ ښکاري.
خپلې لیکلي جملې یې بیرته په ګډو وډو کرښو ړنګې کړې ،له ګډو وډو کرښو رسمونه جوړ شول چې ورته ځیر شو د نقاشي یوه
کلې تابلو ورته ښکاره شوه هیڅ باور یې نه کیده چې ده دې داسې نقاشي کړې وي ،نور هم ورته ځیر شو دکاغذ پر مخ ګډې وډې
کرښې په رسمونو بدلې شوې وې ، په تابلو کې ښاپیریو له دیوانو سره نڅاوې کولې. نورالله خپلې رسامي ته حیران و ،ځکه
په ټول عمر یې نقاشي نه وه کړې . او اوس یې هم یوازې کرښې ورانولې ،چې بل څوک یې ونه لولي ،خو اوس عکسونه ترې جوړ شوي
ول ،هغه هم د ښاپیریانو او دیوانو ګډه نڅا ، یوې ښاپیرۍ ددیو په مټ لاس ایښی و ،هڅه یې کوله چې خپل مخ ددیو مخ ته
ورنږدې کړي خو دیو په غرور آسمان ته کتل لکه چې ښاپیرۍ مجبور کړی وي چې ورسره وناڅي ،عجیبه وه ،ده خو اوریدلي و
چې دیو ښاپیرۍ په زور تښتوي ،بندې کوي یې ،دورځې تر ې ځي او شپه بیرته راځي له ښاپیرۍ سر ه ناڅي او ساعت ورسره تیروي
،ښاپیرۍ هم له ناکامه څه نه وایې او دهغه طوطي دمرګ په لټه کې وي چې ددیو مرګ وژوند ورسره تړلی وي . خو دلته په دې
رسم کې بل ډول و ، دلته خو ښاپیرۍ شله معلومیدله او دیو بې اعتنا و . نورالله له ځان سره وویل : -وخت بدل شوی ،
دنیا بدله شوې ده. چې له کاغذ یې سر را پورته کړ ابراهیم د شګوفې پر چوکۍ ناست و او دمیز پر سر تر ښیښه لاندې
عکسونو ته ځیر و . دا ددفتر دمامورینو ګډ عکسونه ول شګوفه دابراهیم تر څنګ ولاړه وه خو دغه عکس تر دې دمخه دمیز
تر ښیښه لاندې نه و دا څو ورځې کیدې چې شګوفې دا عکس هم پر نورو ورزیات کړی و . نورالله رسامي ته بیا وکتل کاغذ یې
په غوصه یې سره وچرموړه خو څیري یې نه کړ له ځایه را ولاړ شو دشګوفې دمیز تر څنګ په سر لوڅې المارۍ کې دمکتوبونو
دکارتنونو په لټولو بوخت شو خو سترګې دمیز پر سر تر ښیښه لاندې عکسونو کې وې عجیبه وه دخپل کاغذ رسامي او دا
عکسونه یوډول ورته معلومیدل . شګوفه او د ریاست د تحریراتو مدیر دفتر ته را ننوتل ،ابراهیم ژر له چوکۍ را ولاړ
شو خو شګوفه ورنږدې شوه : - کینه کینه بس همدا ستا ځای دی ، دا چوکۍ له تا سره ښه ښکاري .دهغه لاس یې ټینګ په لاس کې
ونیو مبارکي یې ورته وویله : - وروسته له دې ته داجراییې لوی مدیر یې مبارک. له دې خبرې سره یې تر سترګو لاندې نورا
له ته کتل چې دهغه په څیره کې ددې خبرو اغیز وویني خو نورالله دمیز پر سر په سپین کاغذ رسامي ته ځیر و هغه درسام
ي،عکس او په دفتر کې دموجودې صحنې تر منځ فرق نه شوای کولای . ۵\۴\۱۳۷۵ کابل – دپوهنې وزا
ت