د پاکستان اردو له طالبانو سره مرستي کړي (ګارډين)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19116
جلالزی
دخبریدو نیټه : 2008-06-22

د انګلستان معتبرې ورځپاڼي ګا دين په خپله ننۍ کڼه کې د امریکې له یوه عالي رتبه چارواکي پر حواله لیکلي چې د پاکستان اردو په ځينو مواردو کې ه طالب وسله والو سره مرسته کړي تر څو هغوي وکولای شي چې د افغانستان په خاوره کې په میشتو نړیوالو او کورنیو سرتیرو وسله وال یرغل وکړي.
ورځپاڼي دا تبصره د یو لړ هغو اسنادو په استناد کړي کوم چې ورځپاڼي په دې ورستیو کې تر لاسه کړي دي.
ګارډین وړاندي کاږي چې د پاکستان اردو په ځینو مواردو کې په مستقیمه توګه  په بهرنیو او افغان ځواکونووسله وال بریدونه هم کړي دي.
د ورځپاڼي د دې مطلب لیکونکی وایې چې دا ډول مرستي دا ښیي چې پاکستاني طالبان په قبایلو کې د څومره آرامۍ او امن احساس کوي چې له هغه ځای څخه  په ډاډه زړه د افغانستان په خاوره بریدونه کوي.
ګارډين د ناټو له عمومي ویاند جیمز آپاتورای څخه په حواله لیکلي چې ناټو دا مسله له پاکستاني چارواکو سره لا دوخته شریکه کړي ده .
ګارډین د هغه امریکایي سرتیري وژني ته هم اشاره کوي چې د  افغانستان، پاکستان او امریکایې پوځيانو د یوې غونډي د مراسمو له خطمیدو سره سم د پاکستان په خاوره کې وویشتل و او مړ شو.