هلمندکې وژونکي ګازي بمونه کارول شوی( لندن ټايمز)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19117
جلالزی
دخبریدو نیټه : 2008-06-22

لندن ټایمز:

د انګلستان ندن ټایمز ورځپاني په خپله ننۍ ګڼه کې په افغانستان کې د انګریز د اردو د هغو سترو او ورانونکو توغندو  کارولو ته اشاره کړي چې کولای شي د مقابل لوري خورا  ټینګ او ژور بلنداژونه ړنګ او دړي وړي کړي.
ورځپاڼي د انګلستان د پوځ له چارواکو په حواله لیکلي چې دا توغندي ترما بارک نومیږي چې ځیني د بشري حقونو د دفاع ټولني یې د کارولو غندنه هم کوي.

دا بمونه داسي جوړ شوي چې د استعمال سره سم مخکې تر چاودني داسي خفه کونکی ګاز شیندي چې هر ژوندی موجود زیندۍ کوي او د بدن ټولي برخي یې یوه له بله جلا کیږي.

د لندن ټایمز پر حواله چې د انګریز دولت دخپل غلیم پر وړاندي د دې توغندو کارول یو قانونی کار بولي خو د بشري حقونو مدافع سازمانونه ویره لري چې د داسي راکټونو  استعمال کولای شي چې ولسي وګړو ته هم پراخه مرګ ژوبله واړوي.


تر اوسه دا ډول راکیټونه په سیمه کې نه وو کارول شوي او دا بمونه ډیر د هلمند په ولایت کې د انګلیسي سرتیرو له خوا د طالبانو پر ضد کارول وي دي.

لندن ټایمز وایې چې دا توغندي  له چورلکو ویشتل کیږي او د لایزر وړانګو په مرسته ورته لارښونه کیږي .

ترما بارک توغندي د اکسیجن ګاز د له مینځه وړلو وړتیا لري کوم چې د هر ژوندي موجود لپاره مهم دی.