دا جنګونه د دیموکراسۍ لپاره نه بلکی د تیلو په خاطر دي
دا هغه لنډه خو د ترخو حقایقو څخه ډکه لیکنه ده چی اریک مارګولیس د ۲۰۰۸ د جون پر ۲۲ په ټورنټو سن ورځپاڼه کی لیکلې ده . اریک مارګولیس څه ناڅه پنځلس واره افغانستان ته تللی او د ټولو تنظیمی م رانو او لویو قوماندانانو سره له نږدې پیژني . ده یو ډیر تحلیلی کتاب لیکلی چی وایی ښایی راتلونکیً لوی جنګ د هیمالیا او هندوکش تر منځ پیښ سی . اریک مارګولیس کاناډایی او امریکایی دواړه تابعیت لري او د ده لیکنی او تح یلونه منظمأ په کاناډایی او امریکایی خپرونو او ویب پاڼو کی نشریږی . دغه لیکنه یی وروروستۍ او تازه لیکنه ده چی د کاناډا په ټورنټو سن ورځپاڼه کی خپره سوه چی پدې ډول ده :
پاریس - د عراق او افغانستان د جګړو تر
ا تریخ حقیقت باالاخره میدان ته را ووت . د تیلو څلور خورا لویی لویدیځی کمپنیانی لکه ایکسان موبیل، شیل، ب
یټیش پټرولیم، او ټوټل د امریکې په دلالۍ د بېله قید او شرطه داسی قراردادونو کونکي دي چی د هغو له مخی به د ع
اق د نفتی ساحو څخه ګټمني کیږی . صدام حسین درې لسیزی مخکی هله دغه کمپنیانی شړلي وې چی د عراق نفتی صنعت یی ملی
اعلان کړ. خو د امریکا لخوا د بغداد نصب کړي رژیم هغوی ته بیرته ښه راغلاست ووایه . عراق دادﺉ یو ځل بیا د ب
تانوی مستعمرې د وخت غوندی د هماغو نفتی کمپنیو لخو د ګټی اخیستو سره مخامخ سو.
پخواني فدرالی منشی الن ګ
یپسن په دې وروستیو کی دا ومنل چی د عراق جنګ باالکل د تیلو په خاطر و. دا یرغل د لوکس موټرو په غرض و نه د دیم
وکراسۍ په دلیل .
افغانستان لږ څه مخکی یوه ډیره لویه معامله لاسلیک کړه چی د هغې له مخی به د ۱۶۸۰ کیلو مترو
د یو اوږده مخکني پلان د هغه پایپ لاین پروژه را پیلوي چی لګښت به یی اته (۸) بلیونه ډالره وی . که دا کار بشپړ
سی، نو د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هند دغه پایپ لاین به لومړﺉ ګاز او بیا تیل د کسپین د حوزې څخه د
پاکستان سواحلو ته صادر کړي چی له دې ځایه به په لویو ټانکرونو کی لویدیځ ته پسی ولیږل سی .
د کسپین حوزه د م
نځنۍ آسیا د ترکمنستان، ازبکستان او قزاقستان د هیوادونو تر منځ پرته ده چی اټکل ۳۰۰ ټریلیونه فټ مکعب ګاز او
۰۰- ۲۰۰ بلیونه بیرله تیل په ځان کی لری . د نړۍ د انرژی دغه وروستیً پاتی ځای چی په « الدورادو» سره اوڅار
دﺉ ، د لویدیځو ځواکونو لپاره یو ستراتیژیکی ړومبیً توب ګڼل کیږی . خو په وچه کی د ایسار منځنۍ آسیا څخه سمندر
ته د ګاز او تیلو د ایستلو صرف دوې لاري سته چی هغه پاکستان ته د ایران او یا هم افغانستان لاري دي او بس . ایران
خو د واشنګټن لپاره ناروا دﺉ . بس یوازی همدا پاکستان دﺉ چی باید ورته راورسول شی ، او دا پلان کړه سوﺉ پایپ
لاین باید د افغانستان د لویدیځ څخه راتیر سی چی د هرات او کندهار ښارونه پکښی شامل دي .
دپایپ لاین معام
له ـ
په ۱۹۹۸ کی د افغانستان د طالبانو کمونیسټی ضد تحریک او د امریکایی « یونوکال» شرکت په مشرۍ د نفتی کم
پنیو اییتلاف ( کانسرسیوم ) د پایپ لاین یو ډیر لوی تړون سره لاسلیک کړ. یونوکال په طالبانو بی حسابه روپۍ مصرف
کړې او ډیره توجه یی ورته کوله ، د هغوی یو لوړ هیاًت یی ټکزاس ته راوست او یو کښته رتبه افغان مامور حامد کرزﺉ
یی استخدام کړ.
خو اسامه بن لادن مداخله وکړه . هغه وقف سوو مذهبی ( ترکِ دنیا ) طالب مشرانو ته مشوره ورکړه چی
د امریکا سره دا قرارداد ایسته وغورځوي او د ارجنټاین د کانسرسیوم لخوا بهتر وړاندیز ومني . واشنګټن هم په
غُصه شو، او د ځینو راپورونو له مخی یی طالبانو ته د جنګ اخطار ورکړ.
واشنګټن د ۲۰۰۱ په لومړیو کی یعنی د
سپټمبر تر حملې شپږ یا اووه میاشتی مخکی تصمیم ونیو چی پر افغانستان به یر غل کوي ، طالبان به نسکوروي ، او یو
داسی مشتری رژیم به نصبوي چی د انرژی دغه پایپ لاینونه به ور سره جوړوي . خو بیا هم واشنګټن طالبانو ته د چین
سره د خپلي احتمالی کومی جګړې په خاطر د ځان « ترڅنګ » د هغوی د استعمالولود یو کوښښ په توګه آن د سپټمبر د حملې
تر څلورو میاشتو مخکی پوری لا هم خپلی پیسې ور لیږلې .
د سپټمبر د یوولسمی حمله چی طالبان هیڅ په خبر هم نه
وو، پر افغانستان د یرغل ښه پلمه په لاس ورکړه . د امریکا د دې عملیاتو هماغه لومړنیً مشروع هدف د اسامه بن لادن
د القاعده محوه کول و. خو کله چی د هغوی ۳۰۰ غړي پاکستان ته وتښتیدل، نو امریکا هم هلته پاته سوه، اډې یی جوړي
کړې چی ټولی د پلان کړه سوي پایپ لان د خط پر اوږدو دي، او د یونوکال د شرکت پخوانیً « سلاکار» حامد کرزﺉ یی ه
ته د مشر په توګه نصب کړ.
واشنګټن خپل نفتی جیوپولټیک ته پدې بهانه سره بل رنګ ورکړ چی ګواکي د افغانستان
دغه اشغال د « اسلا می تروریسټانو» سره د جنګ ، د ښځو د آزادۍ ، د مکتبونو د جوړولو، او د دیموکراسۍ د غوړولو په
خاطر دﺉ . خو په طعنه او پیغور سره باید ورته وویل سی چی شورویانو هم کله چی افغانستان د ۱۹۷۹ څخه تر ۱۹۸۹ پوری
نیولی و، کټ مت همدا ادعاګانی کولې . هلته د عراق پټونکیً نکل هم د ډل وژونکو وسلو او دیموکرسۍ خبره وه .
د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هندوستان پر دغه پروژه به هله کار پیل سی چی د امریکا ، کاناډا ، او ناټو ځواکونه د طالبانو قواوي د پایپ لان پر دغه اوږدو باندی له منځه یوسی . لکه څنګه چی یو امریکایی شنونکیً « کیوین فیلپس» لیکی چی امریکایی پوځ او د هغه ملګري په یو « انرژي ساتونکي ځواک » سره اوښتی دی .
ضمیمه ګټي
-
د واشنګټن له نظره ، د ترکمنستان- افغانستان- پاکستان- هندوستان دا معامله یوه بله متممه ګټه هم ور سره لري
چی هغه د یو بل متوقعه پایپ لاین د پروژې دریڅه ده چی پاکستان او هند ته به د ایران ګاز او تیل ور باسي . انرژي
ته به د هند اړتیا لس کاله وروسته درې چنده زیاته سی . ډیلیً چی د افغانستان لپاره خپل اهداف او پلانونه لري ، د
دې نوي پایپ لاین په اړه ډیر تلولیً او جدي دﺉ . خو روسیې بیا برعکس تندﺉ تریو نیولیً او پدې هیله ده چی د منځنۍ
آسیا د انرژي دا صادرات په خپل انحصار کی راولي .
هو ، زموږ پدې عصر کی تېل آن تر وینو لا هم ډیر اهمیت لري . امریکا یو ستر طاقت دﺉ چی انرژي ته خورا ډیری اړتیاوي لری . پر تیلو تسلط د امریکا د نړیوال قدرت یوه پایه ده . راځی چی نور نو رښتیاني اوسو. افغانستان او عراق صرف د تیلو په خاطر دي نه د بل شي لپاره . والسلام ،