زه کار غواړم...
ليکوال:سميع الله خالد سهاک
د ګوتو په میر یو یو نفر له کوره وته او خپل کار و بار ته یی مخه کوله. هغه په ډیره وارخطایی له سرکه تیریده داسی ښکاریده چی ګواکی آسمان کی روان دی او د ځمکی هیڅ خیال یی په زړه کښی نه ګرځی دا له کبر او غرور نه نه بلکه له غریبی او بی روزګارید وچی ډوډی چرت وو او د بی کسی غمونو نه وو.
په چرتونو کښی ډوب نا څاپه د سرک منځ کښی ود ید او د څو ثانیو تیریدو وروسته بیرته یی په حرکت پیل وکړ د سرک نه تیر شو او له ځان سره په خبرو لګیا شوو او ویل یی
"که نن بیا کار پیدا نشی له چانه به پور واخلم . معلم هم پیسی نه لری".
په زړه کښی یی وګرځید چی لاړ شی او بیا هم له ګاوندی دوکاندار نه پور واخلی. شاید یو څه له پرون نه پاتی وی چی پری ګذاره وکړو. او داسی نوری څو خبری یی په زړه کښی تیری بیری شوی خو یوه لاره یی هم خوښه نه شوه پدی خیال کښی وو چی نا څاپه یی په یاد شول چی باید مازیګر وخته کورته راستون شی او خپل کوچنی زوی چی مریض دی داکتر ته یوسی ...
د پیسو د نه شتون له امله ډیر وځوریده او سترګی یی ډنډی ډنډی شوی خو ځان یی ټینګ کړ او وی نه ژړل.
ګ اب له نری اوږدی پوځی او جګ نری قد سره د 27 کلونو ځوان وو چی د کلنو مهاجرت نه بیرته وطن ته راغلی وو. ورور اوپ ار یی نه درلود. مور یی هم پروسږ کال د کلونو ناروغتیا وروسته په پردی ملک کی مړه شوه.
څلور لاری ته یی
مخه کړه چی که خدای وکړی او څوک یی په مزدوری و ګماری او له دی لاری خپل کوچنی ماشومانو او میرمن ته د دوه
وختو وچه ډوډی برابره کړی.
***
شین سهار وو د لمر څریکی نوی ګل کړی او هر خواته روښنایی ورو ورو خپریده. که څه هم هوا مکمله روښانه نه وه اما غروونه یو څه زیړبخن شوی وو. که څه هم چی هوا دومره سره نه وه اما د نری باد له امله هوا یو څه سړه او په اسمان کی توری او سپینی وریځی په خوزښت وی.
خلک له هری خوا د کار په لټون په همدا څلور لاری کښی سره غونډیده. له لری یو یو کس به راپیدا شو او د کا ګر پوښتنه به یی کوله او ټولو به په امیدواره سترګو ورته کتلی چی ګڼی که خدای وکړی دوی په کار و ګماری. څو کسه له لری د کارګر د پیدا کولو په نیت څلور لاری ته نژدی شول که څه هم په لسګونو خلکو ته کار پیدا شو ام ا ګلاب ته کار پیدا نه شو او په تشو لاسونو او نا امیده زړه د کور لور ته روان شوو.
بیا په چرتونو کښی ډوب شو اما د خپل د مشکل لپاره یی څه لاره و نه میندله. همداسی روان وو زوی یی په یاد شو او سترګی یی بیا ډنډی ډنډی شوی یو شیبه بیا له ځانه بیګانه شو، آسمان ته یی کتل آسویلی یی ویسته او په ډیره خواشینی یی وویل..... خدای مهربان دی... خدای مهربان دی.
د چنګاښ دریمه ۱۳۸۷ کال
وزیر محمد اکبر خان مینه
کابل، افغانستان