غزني دجغرافيي له نظره

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19218
رحيم هلال .غزني
دخبریدو نیټه : 2008-06-26


 
دغزني ولايت دافغانستان په جنوب كې له كابله په ۱۳۵ كيلومترۍ كې د كابل كندهارپرلويه لار باندي  واقع دى،
مركز ېې خپله د غزني ښار دى. او زيات  شهرت ېې  له لسمې پېړۍ راهيسي دغزنويانو په دوره كې خپل اوج ته رسېدلى و، چې په هغه وخت كي  دعروس البلاد يا دښارونو دناوې په نوم نومول شوې و،او همدا راز ېې لرغونتيا او تاريخي بهير دسنايي او البيروني غوندي هستيو سره تړلى و چې تر اوسه پوري افغانان  دنړۍ په كچه  ورباندي وياړي.
دافغانستان دنورو ولايتونو په څېردسيمې دپراختيا او دنفوسو دشمېر په لحاظ په ۱۶  ولسواليو ويشل شويدى. چې عبارت دي له:
اندړ، مقر، قره باغ ،آب بند،ګې و،زنخان،واغظ،رشيدان،ناور،ناوه،مالستان، خواجه عمري،جاغوري،ګيلان، ده يك،اجرستان.
چې هره ولسوالي ېې په ځانكړې توګه د ولسوال تر امر لاندي اداره كېږي، اود (۹۶۵۵۷۲)وګړو اود (۲۳۳۷۸) كيلو متره ځمكنۍ پراختيا په لرلو سره دهيواد دلويو ولايتونو په كتار كې راځي.
څنګه چې د هيواد د عامووګړو تمه داقتصاد د لوړوالي په ډګر كې په كرهنيزبهير او ځمكنۍ زېرمو راڅرخېږي نوددغې موخي د لاسته راوړلو لپاره دغزني ولايت هم يو رغنده اوڅرګند رول ل ي ،او همدا راز د همدغه كرهنيزو حاصلاتو په وړاندي كولوكې  د غزني ولايت نږدي ۸۰ په سلوكې اوسېدونكي وګړي په مستقيم او غير مستقيم ډول دهمدي كرهڼي له لاري خپل ژوند پرمخ بيايي.
غزنى ښاراوورته څيرمه سيمي خورا يخ او سوړ موسم لري نو ځكه ېې كرهنيز حاصلات په كال كې يو ځل وي خو ډيره برخه د كرهنيزو توكوېې داسي نباتات تشكيلوي چې د سړې هوا په مقابل كې مقاومت لري او ودې ته په لنډه موده كې اړتيا لري.
دا چې غزنى يو كرهنيز ولايت دى چې په دې لاره كې ېې دپام وړ ستونزه د اوبو نشتوالى دى ، دتېري وچكالۍ له امله غزني ته هم د هيواد دنوروسيموپه څير زيات زيانونه  اوښتي دي .
او د همدغه ولايت كرهڼيز محصولات  انګور ، مڼې ، زردالو، شفتالو، بادام ، غنم، و يجې، اوربشې، الو بخارا اوهمداراز د چنار د ونو لرګي دي. او مهم صادرات ېې همدا تازه او وچې مېوې دي چې همدا اوس دافغانستان په سلو كې دېرش دتازه او وچو مېوو صادرات دغزني له ولايت څخه  تشكيلېږي،او داوبومهمي زېرمې ېې آب استاده،  دسردې بند،دسلطان بند او دزنخان بند دى ، چې په سلو كې ۳۵ كرهنيزي ځمكې خړوبوي چې د هغو له جملي  څ خه يوازي دسردې بند دغزني د ولايت ۳۱۵۰۰  اكړه ځمكې خړوبوي ، په داسي حال كې چې په غزني ولايت كې ټوله دكرهني وړ ځمكه ۵۸۷۰۰۰ اكړه شتون لري.
همدارنګه دغزني ولايت په لاسي صنايعوكي هم خوراښه شهرت  لري چې بيلګه يي خامك ګنډنه ،پوستين ګنډنه،مسګري ،او ځيني نور د افغاني  ښايسته لباسونو جوړول دي.چې  پرته  له مسګري ېې نور ډېرى د ښځو لخوا ترسره كېږي.
غزنى يو غرنى ولايت دى دشمال لوېديځ او جنوب لوېديځ څخه ورباندي لوړ لوړ غرونه را ګرځېدلي دي چې په هره سيمه كې نوموړي غرونه دهغه محل په نامه يادېږي، دغو غرونوپه خپله  غزني ته  يوبيضوي شكل وربښلى دى،مشهور غر ېې ګل كوه نومېږي چې اوږدوالى ېې ترسياه كوه او دبابا له غره څخه زيات د .
دغزني په ښاركي ډير د پام وړزيارتونه هم شتون لري چې د ځينو نوموتو زيارتونو نومونه يي په لاندي ډول دي:
دسلطان محمود روضه،دسنايي مرقداو شامير پالېزوان،بهايي جان آغا،دبهلول دانا زيارت، دعلي لالا زيارت، دجمع اوليا زيارتونه، اوداسي نور...
ديادونې وړده چې دغزني ولايت  د ده يك په ولسوالۍ كې ديوه ستر لارښود اومبارز شخصيت،سلطان شهاب الدين غوري مقبره ده  چې تر اوسه ېې جوړولو ته نه مسؤلو چارواكو او نه هم سيمه ايزو خلكو پاملرنه كړې ده