یـــرک

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19223
سمیع الله خالد سهاک
دخبریدو نیټه : 2008-06-26

یـــرک

 سراسره شنه جلګه وه. یو لویشت ځمکه هم وچه نه معلومیده. اوږ ده د سل هاوو جریبو ځمکه چی د لاله او رنګارنګ نور ګلانو سره پوښوول شوی وه. هرډول بویونه آما پاکه او سُتره هوا د دی دښتی ښکارندویه وه.

 زیرک چی هره ورځ به یی خپل شپږ اوه پسونه مخکی کړی او مړیدو لپاره د شنی جلګی لور ته روان کړی وو، ډیر خوشحاله معلومیده. دده د خوښی سبب یو خو شنه کبله او رڼی اوبه د ده د پسونو لپاره وو او بل سبب یی د نوی ښوونځی د جوړیدو خبر وو چی دی یی خوشحاله کړی وو.

 زیرک چی بعد له کلونو مکتب ته ته، د خپلو همزولو سره یو ځای ښوونځی ته تګ، درس ویل او لوبی کولو لپاره ډيره تلوسه درلوده او همیشه به یی له خپل پلار او خویندو ورونو سره د معلمینو او هم صنفیانو په باره کښی خبری اتری کولی.

 ***

زیرک چی هره ورځ به دا دښتی ته تلو، نن یی زړه وغوښت چی پسونه کور کی پریږدی او خپل کوچنی سپی سره هغی چینی ته لاړ شی چی د غره په بیخ کښی وه. که څه هم چی لاره ډیره اوږده وه آما د هغه تلوسه د چینی د لیدو لپاره هره ورځ زیاتیده او کوښښ یی کاوه چي وخت پیدا کړی او چینی ته لاړ شی.

د زیرک کوچنی پاپی ډوله سپی چی سپین او تور رنګ یی در وده د دوو کالونو وو او زیرک له هغه سره دیره مینه درلوده. او  هیڅ وخت یی له ځانه نه  جدا کاوو. یو د ښوونځی وخت کی چی سپی به کور کی پاتی کیده نور به همیش له زیرک سره وو.

 پدا ورځ کوچنی سپی چی ډیر یی هم خوښیده له هغه سره د غره لور ته روان شو. هغی خوا او دیخوا به یی منډی وهلی او لوبی به یی کولی. خو کله به چی زی ک پری په قاریده  او هغه به یی ځان ته  نږدی کیدو ته اړ ایست، نو په منډه به هغه ته نږدی شو. اما هر وخت خو به یی د هفه خبره نه منله.

 څوک څه پوهیده شاید د خپل د خاوند پهره داری یی کوله او ها خوا دیخوا یی من ی وهلی چی هغه له خطرونو بچ کړی او یا هغه خبر وو چی پدا دښته کښی  له کلونو راهیسی، په سل هاوو ماینونه هم ښخ شوی دي.

د کلونو په تیریدو په سل هاوو مظلوم او نا خبره مسلمانان پدی لاره د ماین له امله ژوند او یا د وجود اعضاوی له لاسه ورکړی وو.

 ***

‎‎‎‎یو ساعت غوندی تیر شو…

سپی هاخو او دیخوا منډی وهلی. هغه به هری خوا منډی وهلی او زیرک به په لوړ آواز هغه د خپل لور ته را باله خو هاغه کله هر وخت د خپل خاوند خبره منله. سپی ډیر نا آرامه ښکاریده خو ویل یی نشو .  شاید خپل خاوند یی له ماین نه ساته و غوښته یی چی هغه ته ووایی چی دا لاره خطرناکه ده. پدی لاره مه ځه. بیر ته کور ته لاړ شه او داسی نور په سل هاوو خبری چی هغه به په زړه کی درلودل خو ویلی نه شو.

 زیرک څو ځلی خپل سپی ته ناری کړی او نور ستومانه شو او هغه یی په خپل زړه پریښود چی هر څه کوی او دی په خپل لار روان شو او له ځانه سره یی وویل

 " څه یی کوم، پریږده چی ساعت تیر کی."

  څو قدمه وړاندی لاړ نور یی نو سپی له هیره وتی وو چی ناڅاپه یی یو لوړ او جګ اواز واورید او وارخطا یی کړ. ناڅاپه یی ځان په ځمکه ګو‌‌‌ذار کړ د څو شیبو وروسته له ځمکی جګ شو او په بیړه د آواز لور ته یی منډه کړه چی و ګوری څه خبره شوی. اما زړه یی ډوپ ډوپ کاوه او د یو بد خبر د اوریدو نه وډار شو، خو بیا هم هغه لور ته لاړ او کله چی نږدی شو نو خپل سپی یی په وینو کی لت پت ولید او له ډیره غمه بیحاله شو...

  څو ساعته بعد کله چی بیرته په حال شو چینی ته له تګ نه  و ګرزید  او په بیړه بیر ته د کورلور ته وان شو…

سمیع الله خالد سهاک

د چنګاښ پنځمه ۱۳۸۷ کال

وزیر محمد اکبر خان مینه

کابل، افغانستان