دژمي سړه شپه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19234
عبدالصمد روح اني
دخبریدو نیټه : 2008-06-26

دژمي سړه شپه

دژمــي ســـړه شپه وه وه يـــخ داســـي لــ ړزوونـــکــي وو چي تــــابــه وويــل څــــه د پــــاسه دري لـــويـــشتـــي واوره اوريـــــدلي ده دک ـــلي د بـــعـضــي مســــجدونـــو پـــه گــويـاوو کي د پــيشلـــمي اعـــلانـــونه خپـــريــدل، ســ وړ اســويلــي مي وکيـــــښ د خـــوب لــه بـــسترڅــخه پــاڅيـــدم او لـــه ډيـــــري يخـــــنۍ څــخه مي په غــــوږونو کي داســي غــــوغا خپـــره وه لکه ټــــوله شپــــه چي مـــي د ژرنـــــدگړي وظيـــــف ـه تـــــر سره کړي وي.پــه کهالـــه ځــــان را پاڅــــيدم او مــــخـــامــــخ د يـــوه رستـــوران پــه لـــور وخـــوځيـــدم وخـــت ډيـــر نا وخـــته وو خـو شپــــــه لا پر ځـــاي پــــاتي وه.
 فکـــرمي کـــاوه چـــي څه بــــه خــورم. روژه هـــــم ده بايــد ښه خواړه وخـــورم ځکه چــــي پـــه روژه کـــي ښـ و خــوړو ته دچـــــا هوا هم کيــــږي. خيـــر فرق نـــه کوي کــــه نـور څه نه وي چـــاي او ډوډۍ خـــو بــه وي.
 پــه همـــدي فکـــرونـــوکــي وم چــــي رستـــوران تــه ورسيـــدم پـــر هوټـــل وال مــي ږغ وکـــړ چــي ډوډي تـــــيــاره کـــړي. هلـــته مي څـــو نــور کسان هـــم ترستـرگو سـوه سـر تــر پايـــ ـه مي وڅـــارل څـــوک واړه وه څــــوک زاړه او بـــعـــــضي ځــوانان هم چاپـــــيـره ناســت وه د يـــخ ــني ستـــمګـــري فضاء يې داســـي اندامــــونه پـه ريږد کړي وه چي تــــا به ويل خداي مکــــــــړه يخــ ــي تبي نـيــولي دي او يـــا پـــه کــوم بـــل داســي مرض اخته شوي دي. خو وروسته مي پوښتنه وکړه دوي ټول هغه کسان وه چي د نيستي نه گالونکي بلا له خپلوکورونو څخه شړلي او تر دغه ځايه پوري ئې راځغلوي وه.
 زماپـ ـه سرکــــي چـــي څــــه فکـــــرونه او خيالـونه وه. دوي لـــــه مانـــــه ډير مخــــالــف وه خــــداي ستـــه لــــه يــــو تـن څـــخــه مي وپـــوښتـــل چـــي د روژي مبـــــارکه ميــاشت خــو هـــم مخ پرخـ ـلاصيــدوده د اخــتر شپـــــي او ورځــي په چټـــکۍ ســره را رواني دي ټـــول مســافـــر کسان خپـــلو کو ونــــو ته ځــي او ماشومان هــم د اخـــتر په ورځـــوکــي خپلو پلرونو ته ډيرخوشاله کيږي ځکه چي د اخترمېله هم ماشومـــــان لــــــه پلــــرنو څـــــخه هـرو مرو غواړي تاسي به ماشــــومان هــــــم لري او د اختـ ـــرلــپاره ټـــــول خــلـــګ تصمــــــيم نيـــسي نــو تاســــو بــه څـــه کوي؟ ده تـــه دا زمــا خـ ـــبـري داســـي وبــريښــــيــدي لکـــه زه چــي څــه ټــــوکي ورسره کوم خود هر يوه د څيــــري څــخه داســـــي بريښيدل چــي دوي لــــه اختـــر ســره مـــخــه ښه کـــړيده او ټـــــول پـــــه داغــــه تک ـل کـــي وه چـــي د کـــور او بــچــيـــانو لـــپاره به ډوډۍ لـــه کــومــه کوي؟
 وروســته مــي پـ ــه زړه ســــــوه هـــو رښـــتــــيــا زه کـــــه د اخــــتــر لـــــپــاره هــــر څــــه لــــرم او خپــــل د ځــان او بــــچـــــيــانــو لــــــپــاره مــي د ښـــار دوکــانــــــدارانـــو تـــه ميـ ــــاشـــــت مــخــکــي لا فـــرمـــايـــشـــونـه وړاندي کړيدي دوي بـــــه څــــه کـــوي ؟
 دفکـ ـــرونو لـــړۍ مــي پــسي اوږده شـــوه او لــــه ځــان ســره مي وويــل چي: رښتــــياهم په خــداي ډيري بي وزلـــي کورنۍ ستــه او ډيــر خــوار او غـــريب خلــګ ســـته دا زمـــوږ وطـــن خــو پــه رښتـــياد مظــ لومـانــو ډک دي. ته دا خلـــګ وګـــوره چـــي د نيـــستي لــه کبــــله يــې د خــپلو ماشــــومانــو، کـ ور او کلــي سره مخـه ښه کړيده موږ به د اخـــتر په ورځ نــوي جامــي واغــوندو ماشـــومانــو بــه مــي هم ښکــلي جامـــي اغــــوستي وي او لاســونه به ئې هم سره کــــړي وي آيـــا د دوي مـــاشومــان به هــم لاسـ ونه سره کړي که يااو نــوي جـــامي بــه واغـــوندي کــه نــه.....

عبدالصمد روحاني  

یادونه: شهید عبدالصمدر روحاني خپله دا لنډه کیسه د ۲۰۰۵ کال د جنورۍ میاشتي په ۱۷ نیټه بینوا ویب پاڼي ته د نشر لپاره راستولي وه.
شهادت دې قبول سي.
میرویس جلالزی