په افغانستان کي د امريکايي عسکرو تلفات ډېرېږي (هاري)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19385
هاري - واشنگټن
دخبریدو نیټه : 2008-07-02

په افغانستان کي د امريکايي عسکرو تلفات ډېرېږي

د واشنگټن پوسټ ورځپاڼه د جولاي د مياشتي پر دوهمه نېټه  باندي په افغانستان کي د امريکايي عسکرو د تلفاتو د جگېدو په باب ليکي: د يوې خوا، په افغانستان کي د ياغيانو حملې مخ پر زياتېدو دي، او ه بلي خوا، د کال ٢٠٠١ راهيسي د امريکايي عسکرو لپاره د جون مياشت تر ټولو مرگانۍ مياشت وه. 

ام يکايي پوځي ماهران وايي د جون په مياشت کي ٢٨ امريکايي عسکر د افغانستان په جنگونو کي وژل سوي دي.  د ام يکايي عسکرو  په تلفاتو کي همدا زياتوالى  د طالبانو د روان بغاوت او ښورښ  زور او قوت ښيي.  نظامي مبصرين وايي په افغانستان کي د جنگونو او مرگ ژوبلي د ډېرېدو علايم يوازي د خارجي عسکرو د تلفاتو زياتوالى ند ، بلکي طالبانو په دوامداره توگه د بين المللي ټولني گرده هغه هلي ځلي شنډي کړي دي چي د افغانستان د لړزانه ح کومت د ټينگېدو په غرض يې کوي.

د نيويارک د پوهنتون د افغانستان د چارو مشهور  پوه او ماهر، بارنيت وبين، وايي: "څرگنده خبره دا ده چي مخالفان نور هم موثر او قوي کېږي.  هغوى په ډېرو سيمو کي خپل حضور ساتلى د ؛ د بهتره نظم او انتظام خاوندان دي؛ بهتره مالي منابع لري؛ او بالاخره بهتره ستراتيژي هم لري."

 د افغانستان په شرقي سيمو کي، دتېر کال په پرتله تشدد او مرگ ژوبله ٤٠ فيصده جگه سوې ده.  ٢٨ امريکايي عسکر د سړک د غاړي په بمونو، په لنډو او کوچينيو جنگونو، او د راکټ په حملو کي تلف سوي دي.  د کال ٢٠٠١ راپدې خوا، په افغانستان کي ٥٣٣ امريکايي عسکر وژل سوي دي.  په هيواد کي د ٣٢٠٠٠ امريکايي عسکرو تر څنگ تقريبا ٣٠٠٠٠ نور خارجي عسکر پراته دي.

د جون مياشت د برتانوي عسکرو لپاره هم تر ټولو مرگانۍ مياشت وه.  پدې مياشت کي، ١٣ تنه برتانوي عسکر وژل سوي دي.

د پنتگان چارواکي  په افغانستان کي د جگړو د ډېرېدو يو اساسي عامل د پاکستان ناکراره  سياسي وضع بولي، ځکه د پاکستان نوي حکومت پر جگړمارانو باندي فشار کم کړى دى.  همدې مسلې د ياغيانو لپاره د حرکت او تازه حملو فرصت برابر کړى دى.

نظامي ماهران وايي ددې امکان سته چي په افغانستان کي جنگونه نور هم زيات او خونړي سي.  طالبان غواړي چي لوبه همدا شان جاري وساتي، ځکه هغوى د بين المللي ټولني  د ستومانه کېدوانتظار باسي.  طالبان د سمدستي بري هيله نلري، بلکي د اوږدې مودې خيال او تصميم لري.

بلخوا، د نيويارک ټايمز اخبار د جولاي د مياشتي پر دوهمه نېټه په افغانستان کي د زياتېدونکې وږي په باب ليکي:  د ملگرو ملتونو د مرستو ناظم د سې شنبې په ورځ پر بين المللي ټولني ږغ وکى چي افغانستان  ته د بشري مرستو د رسولو لپاره پر يوه نوي پلان باندي غور وکي.   هغه، دغه راز، خبردارى ورکى چي په افغانستان کي بشري ستونزي د خوراکي موادو د قيمونو د جگوالي، د امنيت د خرابوالي، او د ملکي کسانو د مرگ ژوب ي د زياتېدو  له امله لا ډېري سوي دي.

ښاغلى جان هومز وايي موږ يوه نوي پلان ته اړتيا لرو، ځکه په  افغانستان کي بشري وضع جدي خرابه سوې ده.  هغه زياتوي : موږ د  ٣٠٠ يا ٤٠٠ ميلونو ډالرو غوښتنه کړې ده، څو د څلور نيم ميليون خلکو سره د خوراکي موادو مرستي وکو.

ښاغلى هومز، دغه راز، بې امنيتۍ ته هم اشاره وکړه او وې ويل چي يوازي ددې کال په لمړيو پنځو مياشتو کي  ٦٣٨ ملکي کسان وژل سوي دي.  دا رقم د تېر کال په پرتله ٦٢ فيصده جگ دى.  په هيواد کي دننه د بې ځايه  سويو  خلکو شمېر ١٦٠٠٠٠ ته رسېږي.  هغه وويل: د بشري مرستو پر کاروانونو باندي حملې هم  زياتي سوي دي.