یــــــوه شـــــــپــــــــه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19613
سمیع الله خالد سهاک
دخبریدو نیټه : 2008-07-14


د هغی سر ټیټ وو.  ژړل یی زه چی راغلم سترګی یی د څادر په څوکه پاکی کړی. او کوښښ یی کاوه چی زه پری ونه پوهیږم. خو ما لیدلی وه نو ځکه می وپوښتله
 "  څه خبره ده؟ "
 دی ویل "هیڅ خبره نده. "
 زه چی نوی له کار نه کورته ستون شوی ووم ډوډی می هم نه وه خوړلی او وږی ووم  ډیره می ټینګه نه کړه پوه شوم چی کومه خبره خو ده خو... خیر ده  ما تری بیا پوښتنه می وکړه
"څه م و پاخه کړی دی؟"

دی ویل " وریژی او سابه. "
ما ویل "ځه  لږ څه راوړه  چی وږی یم"
جګه شوه  پخلنځی ته لاړه او په یو زوړ پلاستیکی غوری کی یی یو څه وریژی او یو څه سابه چی د د وریژو په سر یی  اچولی وو  راوړل ما هم چی دیر وږی وم په خوړلو شروع وکړه. زه  په خوړلو مشغول ووم چی بیا می د هغی د پس پس اواز تر غوږو شو او ومی پوښتل
"کومه خبره خو ده چی  داسی ژاړی ....  څه خبره ده "
ما فکر کاوه چی  بیا یی په کور کی یی له چا سره جګره کړی ده. ددی لپاره می دا فکر په سر کښی وګرځیده چی هغی څو ځلی د پخلی او د کورنی نیمګرتیاوو او ستونزو په سر کور کښی له نورو ښځو لکه زما خویندو،  ورینداری  او کله هم زما له مور سره جګره کړی وه.
بیا می و پوښتله "څه خبره ده.... ولی ژاړی"
ددی آواز لږ جګ شو، سر یی جګ کړ ما ورته وکتل ددی سترګی ډنډی ډنډی وی. ما ته یی چی  په امید واره سترګو کتلی وویل
"مور می ناروِغه ده"

***
 ما چی څو دقیقی کیدی  خوراک ته شروع کړی وه . اشتها می خرابه شوه او خوړل می بس کړل. هغی ته می وکتل او په آرامی می و پوښته
"نو څه خبره ده... هغه خو ډیر وخت وشو چی ناروغه ده. .."
 مور یی دا ځل ډیره  ناروغه وه زه خو پوهیدم چی شاید کومه خبره شوی وی اما ځان می چوپ ونیو او په ساده ګی سره می وویل
"ټول ناروغیږو... صبا ته به ستاسو کور ته لاړ شوو... وبه یی ګو و"
هغی ددی خبری د اورید سره بیا په ژړا پیل وکړ او آواز یی هم لږ جګ شو.
د هغی ژړا زیاته شوه  "ما وپوښته نیمه شپه ده زه او ته  اوس څه کولای شو؟" 
د هغی ژړا زیاته شوه په نور نو زه آرامه پاتی نه شوم  او و م ی پوښته
" څه غواړی"
دي ویل " کور ته ځم چی مور می وګورم"
ما ویل "اوس خو نیمه شپه ده  صبا ته به لاړ وو."
دی ویل " نه پوهیږم چی تر صبا به څه وشی."
ما ویل "هیڅ خبره نه ده. صبا ته به بیا په آرامه لاړ شو."
همدا خبری مو کولی چی یو کلن ماشوم می چی له ډیره وخته ناروغ شانتی وو په  خپه آواز  ژړا ته پیل وکړ.
مور یی په غیږ کښی ونیو او پیی یی ورکړی خو دی آرامه نه شو او ژړا ته یی دوام ورکړ. ما له مور نه یی وپوښته "دوا دی و کړی. "
هغی ویل " هو"
ما ویل "نو ولی ژاړی"
دی ویل " نه پوهیږم شاید ځان به یی درد کوی....  تبه هم لری. "
ما ویل "آو ار اس دی ورکړ"
دی ویل" نه ... نن یی نس ښه وو. "
ژړا یی بس کړه او ماشوم یی په غیږ کښی ونیو. د یو څو دقی و لپاره یی وښوراوو او ماشو م ارام شو.

***
شپه نیمه شوی وه. زه نن ډیر مصروفه ووم لا تر اوسه هم ویده شوی نه ووم، اما خواښی می هم له یاده نه وه وتی او څو ځلی می د داکتر خبره په یاد شوه چی ویل یی

 

" هغه کورته بوځی ... زموږ له له لاسه څه ندی پوره ... دعا ورته وکړی. "
زه پوهیدم چی د هغی ناروغیتیا له دوا او درمل نه اووښتی ده. خوب می خو ورک شوی وو او په همدا چورتونو کښی ډوب ووم  چی د دروازی آواز می تر غوږ شو. له ځایه جګ وم  د کور انګر ته لاړم.
د دروازی له دیخوا می ويوښته "  څوک یی"
له هغی خوا می د خپل اوښي آواز تر غوږ شو چی ویل یی " زه یم دروازه وازه که"
ما چی د هغه آواز واورید زړه می ډک وکړ او پوه شوم چی کوم  خوا ینوونکی خبر یی را وړی دی.
 دروازه می وازه کړه. روغبړ می ورسره وکړ و می لیده چی سترګی یی  له اوښکو کی وی. ما ویل 

"راځه کورته"

ده ویل "نه زه راغلم چی تاسو خبر کړم"
ما ویل "خیریت خودی"
دده خو ه نه وازیده خو په ډیرزحمت سره یی خوله وازه کړه او  ژړا سره یی وویل
 "مور می خپل ژوند تاسو ته وباخه"
زه ورته تینګ شوم چی کور ته  راشه خو هغه راضی نه شو او بیرته کور ته لاړ. زه هم بیرته د خپلی کوتی ور ته روان شو چی کله کوتی ته داخل شوم ښځه می ویښه وه. له ما یی وپوښتل

 " څوک وو"
ما ویل "یو ګاوندی وو"
څوک وو هغی غوڅی سره وویل " شاه ولی وو"
شاه ولی چی  د هغی د ورور دی. له هغی نه څلور پنځه کاله کوچنی او  لا تر اوسه یی ښوونځی ندی خلاص کړی. د غټ اورمیږ او پلن پلن لاسونو خاوند دی.
د هغی زړه و نه مانه او تینګه شوه چی څوک وو. شاید چا په غوږ کښی ویلی وو چی څه خبره ده. ما ځان چپ کړ او څه می ونه ویل خو هغی اوس هم باور نه کاوه او بیا یی وپوښته " څوک وو"
ما نور څه ونه ویل خو دومره می وویل چی کالی دی بدل کړه چی پلار کره دی ځوو
هغی چی د پلار د کور نوم واورید په ځمکه ولویده بیسده  شوه او د ډیر وخت لپاره یی  آواز جګ ن و...