تروريستان

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19651
محمدنعمان دوست
دخبریدو نیټه : 2008-07-15

تروريستان

موږ په يوه غرنۍ سيمه کې ژوند کوو ، هلته   ټلويزيون څوک نه پېژني ،  خوځينې _ ځينې ،  راديوګانې اوري .

 زه هم يوه زړه را ديولرم ، چې کله يې چالان کړم م اشومان مې رانه د ځينو خبرو او کلمو په باره کې پوښتنه کوي .  

له څو ورځو راهيسې يې  رانه د ترورست د مانا  پوښتنه کوله ، خو ما نه کله ليدلي و او نه يې په مانا پوهېدم .

 هغوى مې په همدې تېروستل چې ، ت ورستان په ښار کې دي او چې کله لاړو خپله به يې ووينئ .

 په دې وروستيو کې ننګرهار ته د يوه خپل کور ته ت لي وو ، په همدې ورځ هسکه مينه کې بمباري شوې وه .

راډيو بيا د خارجيانو له خولې د ترهګرو د وژنې خبره پرله پسې تکراروله ، ماشومان مې شله شول  بله پلمه مې نه وه ، د بمبار سيمې ته لاړو :

 د ماشومانو خواره واره جسدونه پراته وو ، نيم ژوانده بدنونه په وينو کې شټېدل .

 کوچنيان مې ورو- ورو راته نږدې کېدل ، کلک يې نيولى وم  .

يودم يې له قوي چيغې سره منډې کړې  ، پښې مې سستې شوې وې ، هغوى پسې مې د مڼدو وهلو وس نه و ، ډېرې نارې مې وکړې .

 خو هغوى په  شا نه کتل او يواځې همدا نارې يې وهلې : موږ ترورستان يوو ، موږ هم وژني !!
                                ;                  

  محمد نعمان دوست ، کابل ، دچنګاښ ٢ مه