گارډين:((امريکا په ايران کی ديپلوماتيکه څانکه پرانيزي))

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19678

دخبریدو نیټه : 2008-07-17

امريکايي گارډين ورځپاڼي نن له نوم پټو امريکايي  چارواکو په حواله نن د پنجشنبې په سهار وليکل چې امريکا غواړي له ديرشو کلونو پس په ايران کې خپله ديپلوماتيکه څانگه پرانيزي .  که څه هم دا خبر تر اوسه ندی تايد شوی خو دا احتمال د دې څرگندوې  کوي  چی د ایران او امريکې  تر منځ د اتومی لانجی د هوارۍ  پر سر مخامخ خبرو ته چينلونه پرانيستل کيږي .د اي ان جمهور رئيس محمود احمدی نژاد هم د سې شنبې په ورځ وویل چی امکان ېې  شته چې  ډير ژر له امريکې سره د تهران م خامخ خبري  اتري  پيل شي .گارډين ليکلي چې دا مرکز به په تهران کې د امريکې د ګټو ساتونکی دفتر وي چې د سفارت نيم ايي  چاري  پر مخ بيولای شي. ورځپاڼي د ليکوال په باور چی ښايي دا مرکز تر يوې  بلي مياشتي په تهران کې پ انيستل شي خو دا چې دا خبر له چا نه په حواله ويل غواړي  په اړه ېې  څه نه واېې .گارډين د ايران پر وړاندي د جورج ډبليو بوش دا سیاست هغه نرم کردار ته ورته بولي  چې هيڅ کله ېې  هم د ولسمشرۍ  څوکۍ ته له رسيدو سره د ايران په اړه نه ووغوره کړی .