محمد الياس وحدت د ارواښاد امير باز زوى له نن څخه درې دېرش كاله
وړاندې د خوست د صبريو ولسوالۍ د سوري پاڼ په كلي كې زيږيدلى .
لومړى ټولګى يې د سيمې په لومړني ښوونځي كې ولوست
، په ۱۳۶۰لمريز كال كې له كورنى سره پاكستان ته مهاجراو دكرم ايجنسۍ په اژغرو نومې كيمپ كې يې واړول ، هلته يې د�
�ې كاله ښوونځى ولوست ، له هغې وروسته يې ديني زده كړې پيل كړې پوره دوولس كاله يې د صوبه سرحد په بيلا بېلو مدرسو
كې زده كړې وكړې او په ۱۳۷۸لمريز كال كې په پيښور كې د شيخ الحديث حسن جان مدني له امدادالعلوم مدرسې څخه فارغ �
�و.
د عربي ژبې د زده كړې په موخه يې د څه وخت لپاره په پېښور كې عربي معهد ( عربي دارالمعلمين) او د عربي
ادبياتو پوهنځى ولوست .
دا چې د زده كړو له مهاله يې له خپرونو سره مينه او سر وكار و نو د فراعت وروسته يې هم په
مطبوعاتي او فرهنګي ډګر كې كار پيل كړ
• د لومړي ځل لپاره په خوست كې د باختر اژانس د مدير په توګه وټاكل �
�و
• د لومړي ځل لپاره د ده په مسوول مديريت په خوست كې د ( خوست ) په نوم مجله چاپ شوه
• د هيواد ميشتو
او بهرمېشتو فرهنګيانو په مرسته يې په خوست كې عامه كتابتون جوړ كړ
• د اول ځل لپاره يې( د سندرو اربكي ) په
نوم ټولګه كې د خوست شاعرانو ژوند ليكونه او د شعرونو بېلګې راټولې كړې
• د ځايي ادارې په مرسته يې خوست ته
چاپخونه ( مطبعه ) راوړه
• د طالبانو له تلو وروسته بيا د ده په مديريت د خوست مجله چاپ شوه
• دوه كاله
يې په كابل كې د پخلاينې په نوم د پښتو اوونيزې سره د مرستيال په توګه كار وكړ
• افغان كلتوري او مطبوعاتي م�
�كز ( ايينه) خوست دفتر كې د راډ يويي خپرونو څارونكى و
• د څه وخت لپاره په پكتيا ولايت كې د پژواك خبري اژانس
خبرنګار و
• په جنوب ختيځو ولايتونو كې د افغان ازادې راديو او هيواد ټلويزيون( كندهار) خبر نګار و
• نوم
وړي په هيواد كې دننه او له هيواده بهر له ګڼو خپرونو سره قلمي همكاري لرلي اوپه ځينو كې يې ليكنې خپريدې او د
ځينو نورو د كتنپلاوي غړى و ، د بيلګې په ډول
افغانستان مجله پېښور
تعاون مجله پېښور
هي�
�ه مجله پيښور
وطن مجله پيښور
وفا جريده پيښور
خلافت مجله كندها�
�
كندهار مجله كندهار
ځلا جريده خوست
پيوستون مجله خوست
پكتيكا جريده ښرنه
غوړګه مجله ګرديز
• محمد الياس وحدت اوسمهال په جنوب ختيځو ولايتونو كې د بي بي سي راډيو او رويټر
خبري اژانس سره كار كوي او په شيخ زايد پوهنتون ( خوست) كې د افتخاري استاد په توګه درس وركوي
نوموړي واده
كړى ، دوه زامن او يوه لور لري او په خوست ښار كې ژوند كوي