د کړکيچ نړيوالي ډلي په يوه تازه رپوټ کې ويلي چې افغان دولت او نړيوال سرتيري د طالبانو پر وړاندې د پروپاگندا جگ ې په ډګر کې پاتي راغلي او د هغوي له مطبوعاتی جگړې په سخته ويره کې دي .طالبان تر خپلو م عمولي بریدونو وروسته ډير ژر له رسنيو سره اړيکي نيسي که څه هم د هغوي د ارتباطي وسايل او ام کانات د دولتی او نړيوالو ځواکونو په پرتله ډير محدود دي .International Crisis Group ویلي چې په افغانستان کې دننه او د هغه ملک له سياسي پولو هاخوا افغانان د طالبانو د پروپاگندا جگړې سخت متاثر کړي او هغه کسان چې د افغانستان له بهر څخه حالات څاري او یا ېې په رسنیو کې په اړه اوري، نو داسي فکر کوی چې گواکي افغانستان د مرکزی دولت له کنترول څخه وتلی دی .دا ډله واېې چې طالبانو د بهرنیو ځواکونو او کرزی حکومت پر وړاندي هغه مهال د پروپاگندا چړې تيرې کړي چې بهرني ځواکونه په خپلو عملیاتو کې ولسي افغانانو ته ځيان ورسوي .طالبان په دې برخه کی پر وخت پروپاگندا کوي، له رسنيو سره اړيکي نیسي، مرکې کوي ، او د و سي افغانانو قهر را پاروي .د کړکيچ ډله واېې چې د افغانستان پر خاوره دافغان دولت ناسم واک او د امنیتی ح الت خرابوالی هغه څه دي چې د طالبانو کوچنۍ ډله او د هغوي محدود امکانات ېې په عامه افکارو کی خورا غټ څرگند کړي دي . International Crisis Group افغان دولت او نړيوالو متحدینو ته ېې وړاندیز کوي چې د طالبانو د پ وپاگندا په کنترول کې پر وخت او بيړ ني گامونه پورته کړي .ډله وړانديز کوي چی که چیرته دا کار وشي نو افغان دولت به د ولسي وگړو ملاتر خپل کړي .