INA: "پاکستان په افغانستان کي جګړو ته لمن وهي"

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19910
م.ج
دخبریدو نیټه : 2008-07-27

 د اي ان اي امریکايۍ خپروني د ٢٠٠٨ ميلادي کال  دجولاي د مياشتي د څليرويشتمي نيټي د پنجشنبي  د ورځي په ګڼه کي  ليکلي دي.    په دفاعي چارو کي  يوه امريکايي څيړنيز  مرکز په نوي  پيړي کي د اړو دوړو  تر  نامه  لاندي يو کتاب خپور کړي چي وايي پاکستان  سره له دي چي ادعا کوي د امريکايي  او نړيوال ائتلاف دپوځونو ملاتړ کوي خو په افغانستان کي جګړه ماري او دطالبانو  فعاليتونو ته په لمن وهلو کي کليدي رول لري  ددي کتاب په يوه برخه کي ويل شوي  دي چي په پاکستان کي قبايلي سيمي  اوس  دجګړه مارو لپاره  په خوندي پټنځايونو  بدلي شوي دي او دقاچاقو  زيات  فعاليتونه په دغوسيمو  کي  کيږي .   دغه کتاب ادعا کوي چي په افغانستان کي زياتره جګړه ماران په طالبانو پوري اړوند نه دي ، بلکي هغه کسان دى چي دبيلابيلو عواملو لکه له حکومت  څخه د ناخوښي ، سيمه ئيزو دښمنيو اويا هم دبي وزلي او اقتصادي تنګسيا له امله وسله  ترلاسه کړي ده .   ددي کتاب دليکوال  دانيل مارستون  د څرګندونو له مخي   زياتره ياغيان هغه کسان دى چي  دطالبانو  په راپرزيدو سره پاکستان ته تښتيدلي او اوس بيا  سمباليږي .  دي وايي دطالبانو  تمرکز زياتره سياسي او اقتصادي اړخ لري  څو چي  ايديالوژيک وي او له ٢٠٠١ ميلادي کال څخه تراوسه پوري دجګړه م ارانو ټولي  ډلي په هغو بشري ځواکونو ، اکمالاتو او هغه ملاتړ باندي چي د پاکستان  پښتون  ميشتو  بايلو   له خوا ورته برابريږي  تکيه لري  ښاغلي  مارستون زياتوي  چي په افغانستان کي دجګړه م ارانو  پرخلاف برياليتوب زياتو پيسو او له ټولو مهم زياتي سياسي ارادي   ته اړتيا لري   له دي ام له په افغانستان کي پر جګړي او ا ړو دوړ باندي برياليتوب  امکان لري  څو لسيزه دوام وکړي او دسر زيات زيان به له ځان سره ولري .