کرکټ:افغانستان سعودي عربستان ته ماتې ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 19954
فضل غني حقمل
دخبریدو نیټه : 2008-07-29

بېنوا-کابل
د ماليزيا په پلازمېنه کو المپور ښارکې د اسيا د لسو هيوادونو ترمنځ دکريکټ په روانو سیالیو کې د زمري په ٨ مه افغانستان سعودي عربستان ته ماتې ورکړه.
د سعودي عربستان ټوله لوبډله په نهه څلوېښتم اوورکې د ١٧٢ منډو په جوړولو وسوځېدله .
وروسته افغانستان په شپږ ويشتم اوور کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٧٥ منډې جوړې کړې او دغه  لوبه يې وګټله .
پدغه سیالۍ کې د افغان لوبډلې مشر يا کپتان نوروز منگل ٥٢ منډې جوړې کړې او نورعلي تر پايه ونه سوځېد.
دغه رازمحمدنبي پنځه اوهستي گل درې عرب لوبغاړي وسوځول اوپدې توګه د دغې لوبې غوره لوبغاړې نبي عيسى خېل و ټاکل شو .
دا د افغانستان د کرکټ لوبډلې دويم پرلپسې برى دى،تر دې وړاندې يې کوربه هېواد ماليزيا ته يې په ٦٦ منډو ماتې و کړه.
افغانستان به خپله بله لوبه له بحرين سره ترسره کوي.
د کريکټ په دغه سيالیو کې د اسيا د کريکټ لس هېوادونه برخه لري چې په دووګروپونوویشل شوي دي.
د غوراوي يا انتخاب د دغو سياليو په پايلوبه کې برخه اخيستونکي دوه هيوادونه به د ٢٠١٠ کال په اسيايي اتلوليو کې چې په هند کې کيدونکي دي برخه اخلي
دکرکټ دملي فدراسیون مشرمحمد انور جګدلک د ننۍ لوبې ګټل مهم وبلل او زياته يې کړه چې ددې لوبې په ګټلو سره ددغو سياليو په نيمه پاى لوبه يا سيمي فاينل کې د افغانستان چانس زيات شو .

دوه افغان لوبغاړي