NBC:افغان جنرالان د حقاني ه طالبانو سره مرسته کوي
ترتيب او ايډيټ:Carol Grisanti
پښتو ژباړه: م.ج
د طالبانو د ډلي يو مشهور قوماندان چې ويل کيږي له القاعدې ډلي سره هم نژدې اړيکي لري له NBC امریکاېې خبري رسنۍ سره په مرکه کې ويلي چې د افغان دولت ځيني چارواکي له دوي سره د امریکايي او ناټو ځواکونو پر وړاندي جگړه کې مرسته کوي .NBC چې دا مرکه ېی نن د جولاۍ په 31 خپره کړي واېې مرکه له حقاني سره په افغانستان کې شوي ده .حقاني په خپله دې مرکه کې واېې چې د افغان دولت مفسدعناصر چې په لوړو حکومتي څوکیو کار کوي د طالبانو د نظامي عملیاتو د ب یالي توب اصلی لامل دی .حقانی واېې دا چارواکي ځکه له مونږ سره مرسته کوی چې هغوي د خپل شخصی امنيت په اړه انديښنه لري .د نوموړي پر وینا چې همدا چارواکي زمونږ طالبانو ته د امریکايي او ناټو ځواکونو د تحرکاتو په اړه اطلاعات راکوي.د جلال الدین حقانی زوی سراج الدین حقانی چې 28 کاله عمر لري اوس د افغانستان او پاکستان په اوسنی پوله کی د گن شمیر بهرنیو او کورنیو جنگیالیو مشری پر غاره لری .NBC تلویزیون وایی چی حقانی دا مرکه د خوست په ولايت کې په داسي یوه سیمه کې د دوي له خبریال مشتاق یوسفزی سره کړي چیرته چې کلک امنيتي تدبیرونه د طالبانو له خوا نيول شوی ول .يادي شوي امریکایی رسنۍ ویلی چې س اج الدین حقانی په ښه روغتیايس حالت کې وو چی له دوي سره ېې مرکه کوله او داسی ویل کيږي چې یو شمير عرب او د نورو ملکونو جنگیالي هم په هغه سیمه کی ول چیرته چې مرکه تر سره شوي ده .د سراج الدین حقانی پلار جلال الدین حقانی په افغانستان کې د پخواني شوروي د یرغل پر مهال د امریکې له استخباراتي اداری CIA سره نژدې اړيکي ل لي خو دا اړيکي د افغان جهاد له بریالی توب وروسته په دښمني بدلي شوي . اوس امریکاېې ځواکونو د جلال الدین ح قانی پر سر باندي 200000 امریکايي ډالر انعام ايښی دی .سراج الدين په خپله دې مرکه کې ویلي چې يوازي افغان جنگیالي نه بلکه له ده سره عرب او د نورو ملکونو بهرني جنگیالي هم شته چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو پر وړاندي جنگيږي . حقاني NBC ته وويل:"مونږ قبايل يو، زمونږ سيمه بهرنيو اشغال کړي ده او مونږ د نړۍ له ټولو مسلمانو وروڼو غوښتي چې زمونږ مرستي ته راشي چې همداسی هم کيږي ". حقاني NBC ټلویزیون ته په کابل کې د سرينا پر هوټل او همدا راز د مجاهدينو دجشن د مراسمو پر مهال په ولسمشر کرزي د برید پړا پر خپله غاړه واخيسته .حقاني وويل چی دا برید مونږ وکړ اوپه دې بريد کې د افغان پوځ ځينو جنرالانو راسره م سته کړي وه .د NBC د دې رپوټ ايډيټره ميرمن Carol Grisanti واېې چې د دوي خبریال مشتاق يوسفزی په پاکستان کې د قابیلی طالب مشرانو په مرسته له حقاني سره اړيکی ټينگي کړي او بیا ېې ورسره مرکه وکړه . يوسفزی واېې چې حقاني په سیمه کې آزاد تگ راتگ نه شی کولای او د پاکستانی طالب مشرانو په مټ دی د بایلو له تل نومي سیمي څخه د خوست ولایت ته په یو پیک اپ موټر کې د مرکي لپاره وړل شوی وو .