New York Times: مشرف په څو ورځو کې ګوښه کیږي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20251
م.ج
دخبریدو نیټه : 2008-08-14

New York Times: مشرف په څو ورځو کې ګوښه کیږي

یکواله:جین پیرلز

ژباړه او ترتیب:م.ج

نیټه: د اګست څوارلسمه

له خپلو سیاسي ملاتړو او خپلو پوځي ملګرو سره تر ډیرو مشورو وروسته، د پاکستان جمهور ریس جنرال پرویز مشرف چې د امریکې نژدې ملګری دی اوس داسي ښکاري چې له خپلي دندې ګوښه کیدو ته چمتو شوی دی. پاکستاني سیاست وال او د لویدیځ ديپلوماتان وایې چې په وي احتمال به د پاکستان ولسمشر جنرال پرویز مشرف تر راتلونکو څو ورځو دولسمشرۍ څوکۍ پریږدي. کارپوهان وایې چې د ولسمشرۍ له مقام څخه به د مشرف ګوښه کیدل په دې ملک کې یو نوي سیاسي ګړکیچ ته لاره هواري کړي دا ځکه چې د حاکم ایتلاف دوه عمده ملکي سیاسي ډلي به د واک د ویش پر سر په نویو جنجالونو کې ډوبي شي.غربي دیپلوماتان وایې تمه وه چې جنرال مشرف به د پارلمان له هغې پریکړي دمخه استعفا ورکړي وای چې تیره اونۍ په غوڅ اکثریت ومنل شوه. د پاکستان د مسلم لیګ نواز ګوند عالي رتبه غړی نصار علي خان وایې: (( اوس نو د مشرف باید استعفا وکړي او د هغو تورونه سپیناوي وکړي چې پرې د پارلمان دغړو له خوا لګول شوي دي)). په ورته وخت کې د پاکستان د خلکو د ګوند یو عالي رتبه چارواکی شیخ منصور احمد بیا په دې باور دی چې مشرف باید تر راتلونکو ۷۲ ساعتونو د ولسمشرۍ له مقام څخه استعفا و کړي.امریکې او بریټانیا تیر کال په مشرف باندې له پوځي دندې څخه داستعفا لپاره فشارونه زیات کړل او هغه یې دې ته هم قانع کړ چې بي نظیر بوټو لپاره پاکستان ته د ورتګ لاره هواره کړي خو اوس دا دوه ملکونه په رڼا ورځ د خپل دې م ګري د دوهمي دندې یعني د ولسمشرۍ د دندې د له لاسه تګ نظاره کوي.بي نظیر بوټو په تیر دسامبر میاشت کې ترور وه. د پاکستان د خلکو د ګوند اوسنی مشر او د میرمن بوټو خاوند  آصف علي زرداري او د هغه ګوندي ملګري له مسلم لیک نواز ګوند سره په ګډه د مشرف د راپرځولو کار کوي. دې دوو ګوندونو تیره اونۍ په پاکستان کې د بیړني حالت، د قاضیانو د نیولو او شکنجې او د میرمن بوټو د قتل په اړه په پرویز مشرف یو لړ تورونه لګولي دي چې مشرف باید ورته ځواب ووایې. د پاکستان لپاره د امریکې سفیر ( اني ویر پیترسون) چې په دې ورستیو کې یې د پاکستان له سیاسي مشرانو سره کتلي او همدا راز د بریټانیا د بهرنیو چارو وزارت یو عالي رتبه دیپلومات ( مارک لیل ګرانت) چې له مشرف سره یې مخامخ خبري کړي دواړه په دې باور دي چې مشرف به ډیر ژر له دندې په شا شي.مشرف چې د پنج نبې په ورځ یې د پاکستان د خپلواکۍ د جشن پر مهال ملت ته وینا کوله ظاهراْ داسي ښکاریده چې ګواکي له دندې نه په ا کیږي خو د پردې تر شا هر څه بل ډول دي.