سرچینه: نیویارک ټایمز ورځپاڼه
رپوټ ورکونکی: کارلوتا ګال
ژباړه او ترتیب: م. ج
د جون په میاشت کې ظاهراْ د هغه سپین ټانکر د چاودني له امله چې د کندهار ښار د مرکزي محبس په دروازه کې والوزل شو د کندهار په ولایت کې یو ځل بیا طالبانو ته د نویو فعالیتونو موکه ور په برخه شوه. دا چاودنه خو هغه وخت د خندا وړ شوه چې پولیسو د محمدداود په نامه د هغه دوکاندار زوی د هغه ترهګر پر ځای په ګولیو وویشت کوم چې له چاودنې شیبه دمخه د پارک شوي ټانکر په لوري ورغی او ټانکر ته نژدې یې ځان والوزاوه. محمد داود نومی دوکاندار هغه کس دی چې د زندان مخامخ د واټ هغې بلي غاړي ته هټۍ لري او د دې صحنې شاهد وو. دوهم برید شیبه وروسته په ټانکر وشو او په څو ثانیو کې یوه درنده چاودنه رامنځ ته وه چې د محبس دروازه یې والوزوله، دیوالونه یې ړنګ کړل او دا موکه یې برابره کړه چې ۹۰۰ بندیان له بند څخه وتښتي چې په ډله کې یې تر ۳۵۰ پوري طالبان ول.دا پیښه د طالبانو د واکمنۍ له ړنګیدو وروسته افغان دولت ته تر ټولو لویه غمیزه بلل کیدای شي.د جون د میاشتي د ۳۱ مي نیټې دې برید د طالبانو پروپاګندا ته زور ورکړ چې ګواکي د هغوي ګڼ شم یر پلویان له زندان څخه په بریالي توب خوندي ځآیونه ته وتښتیدل او دې برید د دې تر څنګ د افغان ځواکونو ناتواني هم په ډاګه کړه . د طالبانو دې برید د کندهار د امنیت لپاره هغه هڅي چې د پولیسو، افغان ملي اردو او نړیوالو ځواکونو له خوا کیږي تر ډیره بریده تر اغیزې لاندي را وستي او ظاهرا یې نا بریالي وښودي.د دې برید و وسته په کندهار کې چې یو ځل د طالبانو د واکمنۍ عمده مرکز وو یو ځل بیا نا امنیو ته لار هواره شوه چې نن صبا د ولایت له بیلا بیلو سیمو څخه د جنګ جګړو متواتر خبرونه تر لاسه کیږي. د کندهار ولایت د امنیت ساتلو په ب خه کې د امریکې په ملاتړ د افغان دولت دې ناکامي د ناټو ځواکونو هغه ماموریت تر سختي اغیزي لاندي راوستی چې سږ کال یې تر هر بل کال په افغانستان کې ډیر تلفات ورکړي دي. (( مونږ دلته یو سیستم نه لرو، او دولت هم د حل لاره نه لري)) . دا د عبدالحلیم په نامه د زندان د هغه ساتونکي خبري وي چې له خپلو کسانو سره یې د برید پّه ورځي یو شم یر بندیان له تیښتي څخه را ګرځولي ول.عبدالحلیم وایې چې د ده په دې کار طالبان خبر شوي دي او د ته پر زندان له ب ید وروسته د مرګ ګواښونه کیږي. عبدالحلیم د زندان په انګړ کې په یوه چوکۍ ناست دی او خپل روسۍ کلاشینکوف یې هم تر څنګ ایښی دی. نوموړی په کندهار کې د بهرنیو سرتیرو شتون اړین بولي او وایې چې که یوه ورځ دا ځواکونه له کندهار څخه ووزي نو په کندهار کې به افغان ملي اردو او ملي پولیس له خپلو مرکزونه څخه یوه شیبه هم دباندي وتلو ته زړه ښه نه کړي .نوموړی وایې چې د کندهار امنیه قوماندان جنرال سید آغا ثاقب له برید وروسته د زندان ښي اړخ ته په یوه پرته څلور لاري کې له خپلو کسانو سره ولاړ وو او یوه داسي هڅه یې هم و نه کړه چې د تښتیدلو طالبانو مخه ونیسي. د نوموړي له دې خبرو داسي بریښي چې د دې برید پلانونکی د کندهار په دولتي ماشین کې دننه هم ول. له دې برید وروسته اوس غربي دیپلوماتان په کندهار کې د ناامنیو د نوي موج را منځ ته کیدل د هغو طالبانو له تیښتي څخه زیږ نده بولي کوم چې د کندهار له محبس څخه د جون په ۳۱ نیټه وتښتیدل. له هغه دمخه په کندهار کې نسبتا امنیتي حالت ښه شوی وو خو اوس یو ځل بیا د ژیړۍ، پنجوايي، شاولي کوټ او یو شمیر نورو ولسوالیو کې جبهيي جنګونو زور اخیستی او بهرنیو سرتیرو ته هم د تلفاتو کچه مخ پر لوړیدو ده . په یوه تازه پیښه کې روانه اونۍ په پنجوايي ولسوالۍ کې د ماین په یوه چاودنه کې شپږ کاناډايي سرتیري او دوه بهرني خبریالان ژوبل شوي دي. اوس بهرني سرتیري هم دا مني چې د کندهار د محبس له پیښي وروسته په کندهار کې یو ځل بیا طالبانو د پښي ځای پیدا کړی دی.