د اسلام سپېڅلی دين د
انسان د وينې د تويولو څخه ډېره کرکه لري او په بشپړ ډول د انسان ژوند او سولې ته ژمن ده. پدې اړه په قرآن کريم او
حديثونو کې ډېر ځل يادونه شوې ده.
خو مونږ دلته د حديبې د سولې معاهده د بېلګې په ډول را اخلو.
دا معاهده د اس
ام په لمړيو کلونو کې د د پيغمبر(ص) په مشرتابه دمسلمانانو او د مکې د مشرکينو تر منځ داسې وخت لاسليک شوه چې مس
مانان د حج د مبارکې فريضې د اداء کولو په موخه مکې مکرمې ته راغلي وه.
د يادونې وړ ده چې په نوموړې معاهده کې
يکل شوې نزدې ټولې مادې د مسلمانانو په تاوان وې خو لدې سره سره بيا هم پيغمبر(ص) هغه ومنلې او معاهده ېې لاسليک
کړه. د دې معاهدې ځنې مادې د بېلګې په ډول دلته را اخلو.
1. پدې معاهده کې يوه ماده وه چې مسلمانان به پرته د حچ د
اداء کولو سږکال بېرته مدينې منورې ته ځي.
2. راتلونکی کال به مسلمانان حج ته راځي خو هېڅ ډول وسله به له ځان سره
نه راوړي.
3. که کوم مسلمان کله مشرک کېږي او بېرته مکې ته راځي نو د مکې مشرکان پدې مکلف ندي چې هغه بېرته مسلم
انانو ته وسپاري ولې وروسته لدې معاهدې که کوم مشرک مسلمانېږي نو مسلمانان مکلف دي چې هغه بېرته مشرکانو ته
وسپاري.
او ځنې نورې مادې چې نزدې ټولې ېې په ظاهره د مسلمانانو په تاوان او د مشرکانو په ګټه وې، خو لدې سره سره
بيا هم پيغمبر(ص) هغه ومنلې او معاهده ېې لاسليک کړه.
پيغمبر(ص) کولی شول چې جګړه پيل کړي او بری هم لاس ته
اوړي ځکه چې له هغه سره نېغ په نېغه الله(ج) مرسته کوله خو هغه مسلمانانو ته يوه تګلاره جوړه کړه.
د
سولې تګلاره.
د سوله ايز چاپېريال د ګډوډېدو څخه د مخنيوي تګلاره.
د انسانانو ژوند ته د درناوي تګلاره.
د
وينې توېېدو څخه د مخنيوي تګلاره.
ښایی همدا او ځنې نور لاملونه وه چې پيغمبر(ص) دا معاهده لاسليک
کړه.
اوس دلته ځنې پوښتنې پيدا کېږي چې څنګه د پيغمبر(ص) او د مکې د مشرکانو تر منځ سوله کېدای شي خو زمونږ مسلم
انانو تر منځ چې ځانونه د هغه پلويان او مجاهدين بولو، سوله نشي کېدای؟
آیا مونږ سولې او د انسان د ژوند
ساتنې ته ژمن نه يو؟
آیا د پيغمبر(ص) کړه وړه تر ټولو غوره تګلاره نده؟
آیا زمونږ ترمنځ پدې جګړه کې بېګناه
ولسي وګړي نه وژل کېږي؟
آیا پدې جګړه کې د انسانانو وينې نه توېېږي؟
په درناوي.