په تېرو څو ورځو کي، بهرني مطبوعاتو او اخبارونو د
افغانستان د وضعي په باب يو لړ مهم راپورونه خپاره کړي دي. البته، د خبرونو په سر کي، د هرات د شينډڼد
ولسوالۍ غمجن قتل عام وو. د اکانوميسټ مجلې د امريکايي قواوو همدا قاتلانه بمباري " قصابي" بللې
ده. مجله ليکي: " که چيري متحده ايالات په افغانستان کي ناکامه سي چي ښايي ناکامه هم سي، متحده ايالات به په
افغانستان کي دماشومانو د قاتل په نامه يادېږي." د ملگرو ملتونو يوه هيات هم ويلي چي د عزيز اباد د ملکي او بې
گناه خلکو د قتل عام په اړه "قانع کونکي شواهد" لري. په تېرو اوو کالو کي، ښايي همدا د متحده ايالاتو تر
ټولو ستره قاتلانه او مرگانۍ بمباري وي. (اکانوميسټ : اگسټ ٢٨، ٢٠٠٨ )
د اگسټ پر ٢١، د شپې په تېارو کي، امريکايي مخصوصو عسکروچي ويل کېږي د يوې قومي او سمتي بدۍ پر بنسټ يې د عزيز اباد کلى خپلو هوايي قوې ته ور په نښه کى، او هغوى پخپلو ړاندو او بې امانه بمباريو کي ٦٠ کوچينيان، او قريب ٣٠ ښځي، نارينه، او بسته کلى سټ کى. د کال ٢٠٠١ د اشغال څخه را وروسته، امريکايي قوې په افغانستان کي پر بمباريو تکيه کړې ده. د يوې خوا، د طالبانو او نورو افراطيانو حملې مخ پر زياتېدو دي، د بلي خوا، امريکا بمباريو ته زور ورکړى دى.
د امريکايي قوې ددې پاليسۍ لمړى علت دا دى چي امريکا په افغانستان کي کم عسکر لري، او غواړي چي د عسکرو د لږوالي تلافي په بمباريو وکړي. سږ کال، د ناټو په بمباريو کي ٥٠ فيصده زياتوالى راغلى دى، او د سږ کال په جنگونو کي په زرهاوه تنه وژل سوي دي. دوهم، دا چي امريکا د افغانانو د ژوند، مال، او ام نيت پروا نلري. دريم، دا چي ورو- ورو امريکا د شورويانو په شان په يوې مغروري او ظالمي اشغالگري قوې بد ېږي. څلرم، د کزري حکومت پدې تېرو اوو کالو کي پدې ارتباط هيڅ د پام وړ اقدام ندى کړى.
د شينډند د قصابۍ په ارتباط، د افغانستان د پوځ دوه قومندانان برطرفه سول چي ويل کېږي همدغو دوو افسرانو امريکايانو ته غلط استخبارات ورکړي وه. د اکانوميسټ د مجلې د رپوټ په اساس، يو تاجيک عالي رتبه افسر دى چي د اسماعيل خان سره نږدې اړيکي لري. په کال ٢٠٠٤ کي، په همدې سيمه کي د اسماعيل خان او مخالفانو تر مينځ اخ و ډب پېښ سوى وو. داسي ښکاري چي دا لمړى ځل ندى چي د امريکا پوځي طاقت او امکانات د قومي او سمتي بديو لپاره استعالېږي.
ددغو ټولو شواهدو او اسنادو سره سره، د امريکا د دفاع وزارت دريځ تر اوسه پوري دا دى چي پدې حملې کي ٢٥ اف اطيان او پنځه ملکي کسان وژل سوي دي. د امريکا دپوځ لوى درستيز په يوه مطبوعاتي کانفرانس کي وويل: ما د ملگ و ملتونو او افغاني حکومت ادعاگاني اورېدلي دي، خو موږ باور لرو چي دا حادثه نده پېښه سوې. سرټمبه گي او سپين سترگي خو همدې ته وايي. داسي برېښي چي امريکايي قواوو د ودونو، جنازو، او ملکي غونډو په نښه کولو باندي عادت نيولى دى. تېره مياشت، د هسکي مېني په غمجنه حادثه کي ٤٧ تنه ووژل سول. د پنتگان چا واکو ته پکار ده چي خپل ځان سبمال کړي، خپلي بې مهاره او تباه کونکي بمباري کنټرول کي، او يوې سياسي او هر اړخيز حل ته غاړه کښېږدي. ځکه په بمباريو جنگ نه گټل کېږي. امريکا، ناټو، او کرزي په افغانستان کي د سولي او ثبات د راوستلو په هلو ځلو کي سخت تر شا راغلي دي.
امريکايي قوې يوازي د جون په مياشت کي
١٧٠٠٠ پاونډه بمونه د افغانستان پر مختلفو سيمو باندي اورولي دي. په عراق کي، امريکايي قوه عموما ٢٥٠
پاونډه بمونه اچوي، خو په افغانستان کي ٢٠٠٠ پاونډه بمونه اچوي. د عزيز اباد ورانۍ او تباهۍ په باب د م
گرو ملتونو په رپوټ کي راغلى دى چي په کلي کي د بمباريو تخريب څرگند ښکارېده. اته کورونه کاملا سټ سوي
وه. او زياتره نور کورونه سخت تاواني سوي وه. روسې دسې شنبې په ورځ په ملگرو ملتونو کي،
د يوه پرېکړه ليک مسوده وېشله . پدې پرېکړه ليک کي راغلي دي چي د ملکي کسانو مرگ ژوبله بين المللي ټولنه سخته
اندېښمنه کړې ده ځکه دا لمړى ځل ندى چي په افغانستان ملکي او بې گناه خلک په نښه کېږي. ( واشنگټن پوسټ :اگسټ
٢٧، ٢٠٠٨)
د حيرانيتا خبره داده چي فقط د ١٩٨٠ په کلونو کي، امريکا په ملگروملتونو کي د شوروي پر خلاف همدا
ان پرېکړه ليکونه وېشل. مگر اوس، امريکا پخپله په هغه ځاى کي راگيره ده چيري چي روسان شل کاله پخوا راايسار
سوي وه. داسي برېښي چي تاريخ يو ځل بيا تکرارېدل غواړي.
بلخوا، د امريکا همدا اشتباهات د طالبانو لپا ه کورت او غوړي دي. که چيري همدا پاليسي دوام پيدا کي، زه يقين لرم چي په افغانستان کي به امريکايان پخپله ځانونه ناکامه کي. په افغانستان کي، جنگ له کنټرول څخه وتلى دى. سياسي پروسه په ټپه و اړه ده، او د کرزي اداره په ناسور بدله سوې ده. د افغانستان په شمالي ولايتونو کي، د امريکا په ملاتړ د شمال ډانگيانو د ښځو او ماشومانو په بې عزته کولو کي مهارتونه تر لاسه کړي دي. هلته، د امريکا په ملاتړ د مال ايتلاف جنگي جنايتکاران د ماشومو نجونو پر عزت او ناموس تېرى کوي. هلته، په امريکايي ډالرو مست انگيان پښتانه خپلو کليو او کورونو ته له ورتگ څخه را گرځوي، او هر گړى يې په مرگ او بې عزتۍ تهديدوي. ا بته، په جنوب او شرق کي، د طالبانو، القاعدې، محلي مليشاوو، ناټو، او امريکايي قواوو په نه تمامېدونکو جنگونو کي سيمه ايز خلک سټ سول.
امريکايي عسکرو له ډېره وخته راهيسي په افغانستان کي د روسي جنرالانو تجربه سوې او ناکامه ستراتيژي غوره کړې ده. د يوې خوا، د جنگ د را ايسارولو لپاره بمبارويو ته مخه کړې ده. بلخوا، په يوې قومي او جنگ ځپلي جامعې کي_ لکه افغانستان_ د قومي چوغليو، بديو، او لمسونو په اساس بم بارۍ کول، عموما قتل عامونه ږېږوي. يو قتل عام پخپل وار مقاومت او مخالفت ږېږوي. يو مقاومت جنگ، مرگ ژوب ه ، او وراني ږېږوي. همدا شريره لړۍ، د ولسونو او خلکو تر مينځ نه پخلاکېدونکي لانجې ايجادوي. موږ همدې د ک ته وروسته له يوې بدې او اوږدې تجربې څخه رسېدلي يو. د روسانو د تجاوز د تاريخي تجربو په اساس ويلاى سو چي هر هغه بهرنى طاقت چي په افغانستان کي بدي او نامعقولي پاليسۍ پلي کړي دي، هغه طاقت بالاخره ناکامه سوى د .
همدارنگه،په همدې تېرو څو ورځو کي، طالبانو د خارجي قواوو پرخلاف دوې منظمي، مرگانۍ، او پېچلي نظامي حم ې وکړې. د اگسټ د ١٨ په حملې کي، لږترلږه لسو ځانمرگي سرتېرو چي په لسهاوو نورو جنگياليو يې ملاتړ کاوه د خوست په ولايت کي په يوې امريکايي پوځي اډې باندي بريد ښخ کى. دې جنگ ټوله شپه دوام لاره . امريکايي هوايي قوې بمبارۍ کولې، او دواړو خواوو يو د بل پر خلاف باړونه چلول. ياغيانو غوښتل چي دننه اډې ته ننوځي، او يو ځل بيا د کونړ ولايت پېښه تکراه کي. مگر د اډې شا و خوا افغاني عسکرو يې مخه ونيو ه. پدې حمله کي، درې امريکايي او شپږ افغاني عسکر ټپي سوي وه. ( نيويارک ټايمز: اگست ٢٠، ٢٠٠٨)
بله حمله، د اگست د مياشتي پر ١٩ باندي په سروبي کي وسوه. څه دپاسه ١٠٠ ياغيانو کابل ته څېرمه په فرانسوي
عسکرو يرغل وکى. پدې حملې کي، لس فرانسوى عسکر وژل سوي، او شل نور ټپي سوي دي. د فرانسې جمهورريس وويل:
" د ټروريزم پر خلاف په مجادله کي، فرانسويانو کاري گوزار وخوړ. فرانسه به د ديموکراسۍ او د ټروريزم پرضد جنگ ته
دوام وکي." د محلي چارواکو په وينا، پدې سيمه کي طالبان او د حکمتيار ډله فعاله ده.
ددغو دوو حملو
سياسي تحليل دا ښيي چي پر امريکايي پوځي اډې او فرانسويانو باندي د طالبانو منظم او مرگاني بريدونه د ا
فغانستان په روان جنگ کي د طالبانو په ستراتيژۍ او تاکتيک کي نوي بدلون ښيي. پخوا، طالبانو په انتحاري
حملو، بريد او تېښته، د سرونو په غوڅولو، او د سړک د غاړي په بمونو گوزاره کوله. مگر اوس د جبهيي حملو
بندوبست کوي. د طالبانو په ستراتيژۍ کي دا نوى بدلون د هغوى د قوت او زور نښه ده. په بل عبارت، طا
بان دونه قوي سوي دى چي کولاى سي په سلهاوو جنگيالي منظم کړى او د يوه معين هدف لپاره يې وکاروي. منظمي او
دقيقي حربي نقشې جوړي کړي او بيا يې په ډېر دقت او مهارت عملي کي. د طالبانو په ستراتيژۍ کي همدا نوى ست
اتيژيک بدلون به نه يوازي موجوده تاوتريخوالى لا ډېر کړي، بلکي د افغانستان شرايط به نور هم پېچلي او
خونړي کړي.
دغه راز، د طالبانو همدا ستراتيژيکي بدلون داښيي چي عامه افغانانو د طالبانو سره خواخوږ ي پيدا کړېده، يا حد اقل د حکومت او خارجي قواوو سره همکاري نه کوي. په عامه افکارو کي د همدې بدلون يو ا ص ي عامل د امريکايي قوې بې امانه او مرگانۍ بمبارۍ دي چي پدې وروستيو ورځو کي يې بېشماره بې گناه او ملکي کسان وژلي دي. د شينډنډ، کونړ، هسکه مېنه، ده راوت، او کندهار، هملند، کلات، او روزگان ډېري سيمي زياتره ورځي د پرله پسې بمباريو سره مخامخ دي.
دا و روستي نظامي او سياسي انکشافات نه يوازى د تام ل وړ دى، بلکي په افغانستان کي امريکايي عسکرو ته د خطر زنگ هم دى. ځکه عموما په افغانستان کي په جنگ او پوځي لارو چارو باندي مشکل ندى حل سوى. هيله ده چي دامريکا د جمهوري رياست تر انتخاباتو را وروسته، سپني مانۍ ته سياسي عقل، منطق، او کفايت بېرته راستون سي. د افغانستان شرايطو ته توجه وسي، او د دوامداري مرگ ژوبلي مخه ونيول سي. ځکه د افغانستان وضعه ورځ په ورځ خطرناکه کېږي. پر کابل باندي د طالبانو دمحاصرې کړۍ ورو- ورو ټېنگېږي. پراخي سميي، ولسوالۍ، او کلي د طالبانو او القاعدې تر ولکې اندي کېږي. همدې کاميابيو طالبانو او القاعدې ته ددې فرصت برابر کړى دى چي په ارام خاطر په همدغو سيمو کي د نويو عملياتو بندو بست وکي.
پوره اوه کاله ضايع سوي دي. که چيري د امريکا راتلونکې اداره د افغانستان د وضعي چاره ونکړي، يقينا امريکا په افغانستان کي ماتېږي. سمدستي به په افغانستان کورنى جنگ پيل سي. بالاخره به يو ځل بيا طالبان، القاعده، او اى ايس اى افغانستان ونيسي. او بيا به القاعده په سيم ه او جهان کي دنويو ټروريسټئ حملو بندو بست کوي. والسلام.