روژه یعنی د نفس پاکوالې

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20628
طارق ؛ حـــــــــــــــسن
دخبریدو نیټه : 2008-08-31


لکه څنګه چی دنړې په ټول مسلمانانو د پاک خدای جل جلا له عـ ـــبادت فرض شـــــوې دی او هر انسان چې ځان مسلمان ګڼې دی هغې په اداکول مکلف دې همـــــــــــداډول بیـا د وژې مــبارک میاشت چې په کال کی یوځل راځی په خاصه ډول رحمــــــتونه عـــبا دتونو او فضـــــیلتو نو میاشت ګنـــل شوې دې ده او داسلام پنځه بناوی چې لوړې یې کلمه دویمه لمونځ دریمه روژه څلولومه زکات او پنځه یې حج دې. وژه هم داسلام ددغه پنځه بناوو په دریم رکن کی ځای لرې که چیرې هـــر مسلمان له دغه پنځه بــــناووله یوه رکن څ خه سرغـــړونه وکړې د هغه اسلامیت نمیګړی دې.
نواوس له هرانسان څخه په ژوندانه کې سهوه خطا، کوچنې او یا ستره ګناه کیږی د یوې دیوې واقعې روژې په نیولو د بدواعما لو څخه دتوبې په کولو او پاک خدای جل جلا له ددوې تیره هرډول سهوه ، خطا او ګناه ته بخښنه کوې لکه څنګه چې په حدیث شریف کی محمد صلی الله علیه وسلم چې الله تعالی فرمایلی دی چې روژه خاص زمالپاره دی او فقـــــط زه یې جزااومکافات ورکوم داچی روژه دپاک خدای جل جلا له لخوا په هــر مس مان فرض کړې شوې ده په ریښتیا چې هم دروژې په فرضیت کې ډیر حکمتونه شته دبیلګې په توګه لکه څنکه چې دهرانسان په اس کې پنځه ګوتې برابر نه دې همداډول په ټولنیزو برخوکې هم ددوې ترمنــــــــــــــــــــــځ ډول ډول توپیر ونه شـــــته هــــــــــــــغه داچې څوک تورڅوک سپین څوک جګ څوک ټیټ او څوک غریب او څوک شــــــتمن خو الله جل جلا له فرمایی چې هغه (چې الله تعالی فرمایې چې روژه خاص زمالپاره ده او فقــــــط زه یې جزا او مکافات ورکوم داچې روژه دپاک خدای جل جلاله لخوا په هــــــر یــــــــــــــــــو مسلــــــــــــــــمان فرض کړی شــ ــــــــــــــــــــوی دی) څوک غوره دی چې رښتینی پرهــــــیز ګاردنیک او صالح اعمالو درلودونکی وې نو راځې چې په ریښــــــتینی عـــــــــــــبادت نیک او صالح اعمالو ځانونه سمبال کړو ترڅو دپاک الله جل جلا له د غوره کسانو په کتار کې ومــــــــــــنل شو.
روژه که له یوی خوا داســــــــلام د پنځه بنـــــــــاوو یو وکـــــــــن شمیرل کـــــــــــــــــیږی له بله پلوه د طــــــــب له نظره روژه د انسان روغتیا ته هم ګټه رسوی او بل داچی انسان په ژوند کی دتندی او لوږی سره مقابلی ته چمتو والی پیداکوې او هم په عملې ډول تنده او لوږه په خپل ځان کی انګــــــــــــیرې نو په دې اړوند دهـــــــرتـــــــــــــږې اووږې په وړاندې په زړه کې ترحم او په بشپړه توګــــــــــــــــه یې دانسان دوستې پالنـــې ا حســــــــاس په زړه کې پیداکـــــــ ــیږ   ې اوهم په ځانګړې توګه روژه د نفـــــــــس پاکوالې هم دې څرنګه چې خوراک، څښاک، جماع دروژې آدب ګڼل شـــــوې دې ددې ترڅنګ هــــــــــر روژه لرونکې په دی ژمن دې چې دسترګو روژه یعـــــــــنې نامحرموته کتل د ژبې روژه یعـــــــنې درواغ ویل اودنورو غیبت کول او حتــــــا دټولو ناوړو اعمالو څخه باید ځان وساتې ترڅو په دی ډول وشې کولې ځان دواقعې روژه لرونکو په کتارکې ودروې او د الله تعالـــــــــــــــــــــی درحمـــــ ـــــــــت، مغـفــــــــــرت او د دوزخ داور څخه دخلاصون له مرحمت څخه برخمن شې.