" تر طالبانو را وروسته" د کتاب کره کتنه (هاري)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20642
هاري - واشنگټن
دخبریدو نیټه : 2008-09-01

" تر طالبانو را وروسته"د جېمز ډابنز د کتاب کره کتنه

 د امريکا پخوانى او با تجربه دپلومات او د افغانستان لپاره دجمهورريس بوش خاص استازي، سفير جېمز ډابنز، د افغانستان د رواني وضعي او په هغه هيواد کي د خپلو تجربو او کارنامو په باب کتاب يکلى دى.  د کتاب عنوان   " تر طالبانو را وروسته" دى چي په کال  ٢٠٠٨ کي په ١٧٩  مخونو کي  خپور سوىدى.  سفير جېمز ډابنز چي د ملتونو په جوړولو او خارجي سياست کي ژوره سابقه لري، د کوسووو، هېتي، بلکان، او نورو ملکونو کي  د امريکا په مشرۍ دملت جوړولو چاري اداره کولې.   د همدې سابقې  او تجربې  په خاطر ، جمهورريس بوش په کال ٢٠٠١ کي ښاغلي ډابنز ته په افغانستان کي د طالبانو پر ځاى د يو بل نوي حکومت  د جوړولو لپاره انتخاب کى.  هغه د بن په کانفرانس کي، د امريکا خاص او مشر سياسي استازى وو .   ډابنز او خليلزاد په گډه په همدې کانفرانس کي د افغانستان د انتقالي حکومت خښته او اساس کوږ کښېښود.  که څه هم، د ښاغ ي ډابنز نيت ښه ښکاري، خو په عمل او پاليسۍ کي يې  افغانستان ته ډېر زيات سياسي تاوانونه ورسول.  د ډابنز ه کتاب څخه څرگندېږي چي هغه سخت په بېړه کي وو، او غوښتل يې چي ژر تر ژره د طالبانو پر ځاى يو بل حکومت جوړ سي، او خپله واشنگټن ته را ستون سي..  ښاغلى ډابنز د افغانستان  د نوي حکومت د محتوا او شکل په غم کي نه وو؛ پدې غم کي هم نه وو چي امريکا د چا سره ايتلاف کوي؛ ددې پروايي هم نه لرله چي متحده ايالات  د افغانستان په نوي ح کومت کي د شمال  د جنگي جنايتکاران تقويه کوي؛ او هغه ددې پروا هم نه لرله چي د متحده ايالاتو همدا غيرمع ول او خطرناکه ايتلاف به بالاخره د افغان ولس مطلق اکثريت د امريکا د نيت او سياست په ارتباط بدبين کړي.  نډه دا چي ډابنز او خليلزاد دواړو د ديموکراسۍ، د قانون د حاکميت، د ثبات، او  د پرمختگ د پروسې سره ستره جفا وکړه.   ښاغلى  ډابنز  د خليلزاد آمر وو، او وروسته يې  خليلزاد د افغانستان د سفارت لپاره  ونوموى.

د ډابنز کتاب "تر طالبانو را وروسته" نيم  د يوه مشهور او پخواني امريکايي دپلومات خاطرات دي؛ نېم  د افغانستان د انتقالي حکومت دجوړېدو د مهمو پېښو او لمړينو گامونو  د فيصلو يو لنډ تاريخ دى؛ او نيم هم   د هغو مهمو سياسي اشتباهاتو نوټ دى چي د کزري د حکومت اډانې يې له اوله  سره  لړزانه  کړې.   د بن په کانفرانس کي، د مسعود د بانډ  ته تر بل هر چا زياته  سياسي ونډه ورکړه سوه.  فهيم ته دفاع وزارت، عبدالله ته خارجه وزارت، او قانوني ته داخله وزارت ورکړه سوه.    د شمال دايتلاف ډانگيان د انتقالي حکومت په مهمو پوستونو کي تخته سول.  دکابل حکومت په تمامه مانا د مسعود د بانډ په لاس کي ورکړه سو.  په بل عبارت، له لمړۍ ورځي څخه ددغه حکومت د مشروعيت، ملي صبغې،او قانونيت  په باب   افغانان کمن سول.

که څه هم، ليکوال همدې انتقاد ته  متوجه دى او پخپل کتاب کي  وايي:  د مسعود پلويان يوازنۍ افغاني  ډله وه چي عسکر  يې درلودل؛ د کابل امنيت يې ټينگولاى سواى؛ او امريکايي مخصوصو عسکرو او د سي اى ې سره يې د طالبانو په راپرځولى کي مرسته کولاى سواى.  مگر د ښاغلى ډابنز  لمړى دليل او استدلال کم زورى او کوږ دى.  موږ ټولو ته څرگنده ده چي د شمال ايتلاف د طالبانو د رانسکورولو جوگه نه وه، بلکي ددې احتم ال ډېر  وو چي د کال ٢٠٠١ په اخرو کي به مسعود د تاجکستان په کولاب کي د زمردو او د مخدره موادو د قاچاقو د م کزونو ستر "امر صاحب " سوى واى.  خو د القاعدې قاتلانو د سپټمبر د يوو لسمي تروريسټي حمله وکړه، او هر څه بدل سول.  سمدستي طالبان سټ، القاعده په سموڅو، غارونو، او تونلونو کي له ډاره لړزېدله، افغانستان فتح ،او په سپيني ماڼۍ کي دسوبي  بې وخته او مضحک جنشونه پيل سول. 

 ددې کتاب اهميت پدې کي دى چي کتاب د يوه م هور امريکايي دپلومات  لخوا د  افغانستان د تاريخ او سياسي تحولاتو پر هغي زمانې باندي ليکل سوى چي خپله ليکوال ددغه تحولاتو په سمبالولو کي  _ پرته له مبالغې څخه_ اساسي رول لوبول دى.  بلخوا، د ښاغلي ډابنز د کتاب " تر طالبانو را وروسته" بل اهميت پدې کي دى چي خپله سفير ډابنز د افغانستان په ارتباط د جمهورريس بوش پر پاليسيو باندي سخت انتقاد کوي.  دغه راز، په کتاب کي دمتحده ايالاتو د خارجه وزارت او د دفاع د وزارت د سيا يو او ا ختلافاتو په باب هم ډېر زيات مواد راغونډ سوي دي.  ډابنز د دفاع د وزير، ډالنډ رمزفيلډ، څخه ډېر س ټکوي.  ليکوال وايي چي د دفاع وزارت د بهرنيو چارو د وزارت مسوليتوته هم غضب کړي وه. د دفاع وزارت هر څه خپله کنټرولول، او هيڅ ډول مخالفت يې نسو زغملاى.  د بوش حکومت له اوله سره د افغانستان لپاره ډېر لږ پيسې تخصيص کړي وې.  د بوش حکومت د افغانستان د بياودانولو په ارتباط  سخت خسيس او سوگت وو.

بايد وويل سي چي ق يب شپېته کاله پخوا، د امريکا جمهورريس اېزناور  د خپلي دورې په وروستۍ وينا کي  د امريکا د نظامي صنعتي طاقت په اړه امريکايانو ته خبردارى ورکړى وو.  د هغه مطلب دا وو چي په جنگي شرايطو کي _ حتى په ديموکراتو م کونو_ هم کېداى سي چي پوځي صنعتي طاقت، نفوذ،  قرار دادونه ، پيسې، او منابعې  دونه قوي سي چي د حکومت نوري څانگي تر خپل تاثير لاندي راولي.  نن ورځ، د بوش  او د هغه د نيوکان ملگرو له بده شامته په متحده ايا اتوکي د فقيد جمهورريس هاېزناور خبره ريشتيا سوې ده. 
 
ډابنز د بن د ناکامه او مضر کانفرانس اصلي ط اح او ناظم وو.  په همدې کانفرانس کي د افغانستان د راتلونکي حکومت خښته په لمړۍ ورځ کږه کښېښودل سوه چي تر اوسه پوري همدا سياسي عمارت  کوږ، لړزانه، او ور ځ په ورځ نامشروع کېږي.  د بن په کانفرانس کي، د افغانستان او افغانانو مشهورو دښمنانو_ د مسعود جنايتکاره بانډ_ ته دونه درنه سياسي  ونډه ورکړه سوه چي د متحده ايا اتو په ملاتړ د کرزي د حکومت د مشروعيت او قانونيت بېخ وايست.  ښاغلى ډابنز  پخپله  د همدې ستري سياسي غلطۍ په باب ليکي چي موږ ځکه د شمال ايتلاف ته په راتلونکي حکومت کي غټه ونډه ورکړه ځکه چي په کابل کي بله قوه نوه.  د شمال ايتلاف کابل ونيو.  واقعا، هغوى د کابل په ښار کي پوځي حاکميت لاره.  نوبنا، موږ  نسواى کولاى چي دهغوى د سياسي او نظامي شتون څخه سترگي پټي کړو. 

مگر واقعيت  دا دى چي د بوش  د ادارې تر ټولو  لويه او نه بخښونکې سياسي غلطې همدا وه چي د مسعود بانډ ته يې ددې چانس برابر کى چي کابل ونيسي.  د تاريخي اسنادو په شهادت، د شمال ايتلاف له ډاره پر کابل نسواى ور تلاى.  طالبانو د مسعود له  ډلي څخه زړه ايستلى وو.  هغوى مجبوره سوي وه چي د طالبانو له ډاره د تاجکستان په کولاب کي د مخدره موادو په قاچاق شپې او ورځي تېري کړي.  د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو د وزارت په وينا، "مسعود يوه ختمه  او ماته پوځي قوه وه."  د  ډابنز همدا ستره سياسي اشتباه ښايي د هغه د کار او خدمت په دوره کي  د هغه تر ټولو غټه خطا وي.  ښايي ډابنز  وکړاى سي چي خارجيان په همدې کمزوري منطق قانع کړي، خو افغانان د شمال ايتلاف پېژني او دغه ساده  او کمزورى استدلال او منطق يې نسي قانع کولاى.

ځکه د افغانانو هيله دا وه چي کابل بايد په هيځ ډول د مسعود ډانگيانو ته نه واى تسليم سوى.  د مسعود توپونو ، ټانکونو، او لوټمارانو کابل تخريب او سټ کړى وو.  د افغانستان گرده خلک د مسعود د همدې جنايت شاهد دي. تاريخ د همدې تباهکارۍ  شاهد دى.  او لنډه داچي د کابل و ان او سټ ښار  د مسعود د همدې نه بخښونکى جنايت شاهد دى.  کله چي د بوش په کابينه کي د کابل د نيولو په باب بحثونه وران وه، د هغه وخت خارجه وزير، کولن پاول، د کابل د بې وسلې کولو پلوي کوله.  هغه غوښتل چي کابل د م گروملتونو او يا بلي خارجي قوې تر نظارت او ساتني لاندي سي، او پرې نه ښودل سي چي د شمال ايتلاف يو ځل بيا پر کابل باندي مسلط سي. مگر له بدمرغه د ښاغلي پاول همدا صايب او مقعول نظر د بوش په کابينه کي  رمزفيلډ رد ک .   نتيجه دا سوه چي وروسته له اوو کلونو څخه يو ځل بيا افغانستان ناکراره، بې ثباته اوپه جنگونو کي ډوب دى.

 اصلي خبره دا وه چي د امريکا د دفاع وزارت نه غوښتل چي افغانستان ته ډېر امريکايي عسکر واستوى ځکه چي د بوش ادارې سمدستي د عراق د اشغالولو توطيه وتړله.  د افغانستان د نيولو  او دطالبانو د رژيم د انسکورولو سره سم، بوش او دهغه  جگړمارو نيوکان ملگرو خپله توجه د عراق لوري ته واړوله او غوښتل يې چي صدام حسين راوپرځوي.  همدا، لمړى دليل وو چي رمزفيلډ په خورا سرټمبه گۍ د کابل د بې وسلې کېدو مخه ونيوله، او د مسعود بانډ ته  يې  ددې فرصت برابر کړ چي کابل اشغال کړي.

بل دليل يې داوو چي دمتحده ايالاتو د دفاع په وزارت او سي اې ې کي نظر دا وو چي پښتانه طالبان دي، او په هر ډول چي کېږي بايد پښتانه له قدرت څخه ليري وساتل سي.  څرنگه چي طالبانو اسامه بن لادن او د القاعدې قاتلانو ته د سېب ځاى برابر کړى وو، بنا د بوش ادارې د گردو پښتنو سره دښمني را واخېسته او غوښتل يې چي پښتانه په هر ډول چي وي مجازات، توهين ،او بې واکه کړي. ددغه شيطاني پلان د عملې کېدو لپاره د شمال ايتلاف او بې واکه کرزي مناسب  او  ايډل خلک وه.  ډابنز ليکي:  د بن د کانفرانس په افتتاحيه ويناوي کي  يوه  وينا  هم په پښتو نوه چي دا واقعيت پخپله دا ښيي چي هلته د پښتنو ونډه څونه کمه وه. 


ښاغلى ډابنز د کرزي او فهيم هغه مشهور مکالمه پخپل کتاب کي راوړي چي کله کرز   په دوو لاسو او پښو کابل ته ورسېد. کله چي کرزى له کندهار څخه په تلوار کابل ته رسېږي، فهيم په حيرت له کرزي څخه پوښتنه کوي:"ستا عسکر چيري دي؟"  کرزى په جواب کي وايي: " تاسو زما عسکر ياست."   حال داچي همدې فهيم کرزى د مسعود-رباني په دوران کي بندي او سپک کړى وو.  (١٠٤)  ښاغلى ډابنز ليکي: همدا د کرزي د مشرتابه او سياسي درايت يو ښه بېلگه ده. خو واقعيت دا دى چي همدا پېښه  د کرزي  ساده گي او سياسي کم عقلي ښيي.  پکار دا وه چي کرزي له کندهار څخه حرکت نواى کړى، او له امريکايانو څخه يې غوښتي واى چي تر هغه وخته پوري چي د شمال ايتلاف  قاتلان په کابل کي وي، هغه به کابل ته  ور نه سي.  کرزي بايد په لمړۍ ورځ کي مشري، ستراتيژيک فک ، او سياسي درايت ښودلى واى.  خو له بده مرغه، په کرزي کي له همدغو کيفيتونو څخه يو هم نسته.  په جنگي ش ايطو کي، ښرمښانو ته ځان سپارل، پوره  سياسي حماقت وي. په غلو او ډانگيانو وطن ساتل، د ساده گانو کار وي.

ډابنز ليکي چي ډاکټر عبدالله په لمړيو ورځو کي را ته وويل چي کرزي دافغانستان د نوي حکومت دمشرۍ لپاره م ناسب سړى دى.  هغه ليکي چي نورو خارجي ملکونونو لکه ترکيې، پاکستان، ايران، روسيې او ځينو اروپايي ملکونو هم د کزري د کانديدۍ ملاتړ کاوه. 

ښاغلى ډابنز د بن په کانفرانس کي د روسانو د نفوذ او اهميت په باب يکي: رباني نه غوښتل چي د بن د کانفرانس سره همکاري وکړي.  همداراز، هغه نه غوښتل چي له جمهوري رياست څخه اس واخلي.  ډابنز ادامه ور کوي او ليکي ددغه مشکل د رفع کولو لپاره ما د روسانو سره تماس وينو او هغوى ته مي وويل چي رباني خو ستاسو سړى دى، تاسو پر هغه څه  باندي فشار واچوئ چي کارونه ژر خلاص سي.  هغه وايي: وسانو راته وويل چي فکر مه کوه.  روسانو کابل ته تيلفون وکړ، او رباني ته يې ويلي وه چي که چيري همکاري و نه کړي، مرستي به پر بندي کړي.  ډابنز وايي: څو ساعته وروسته له کابل څخه خبر راغلى چي "رباني هر څه مني."  (٩ )

د شمال د ايتلاف په باره کي بيا وايي: قانوني وويل چي يو خو به درې واړه مهم وزارتونه زموږ وي او بل داچي په کابينه بايد دوې برخي هم  شمال ايتلاف ته  ورکړه سي ، ځکه موږ جنگ کړى دى  او دا نورو ډلو_ دپاچا ډله، د قبرس ډله، او دپېښور ډله_ جنگ ندى کړى.  ډابنز ليکي: موږ څو ځله قانوني ته وويل چي دا نوري  ډلي ستاسو دا غوښتنه نه مني، خو قانوني نه قانع کېده.  ليکوال وايي: ما د ايران  استازي ، ظريف، ته وويل چي دا قانوني خو ستاسو سړى دى.  تاسو پر ده باندي څه فشار واچوئ څو دا خنډ ايسته سي.   ځکه زه غواړم چي ژر واشنگټن ته و اړ سم او بل دا چي واشنگټن هم غواړي چي ژر تر ژره د افغانستان لپاره يوه انتقالي اداره ترتيب سي.  ښاغلى ابنز ليکي:  د ايران استازي ، ظريف، را ته وويل چي چرت مه وهه، موږ دا ستونزه دستي فيصله کوو.  بله ورځ چي مجلس پيل سو، قانوني بيا هغه زړې بابولالى شروع کړې.  ما ظريف ته وکتل.  ظريف سمدستي ولاړ سو او قانوني ته يې وويل چي ته راسه، ما او تا به د اطاق په يوه گوټ کي څه خبري سره وکړو.  قانوني يې يوکنج ته کى، او وروسته له يوې دقيقې څخه قانوني بېرته مېز ته راغلى او وې ويل:  زه ستاسو سره موافق يم، او هر ډول چي ستاسو خوښه وي هغسي به کېږي. (٩٦)

ښاغلى ډابنز ليکي: په کابل کي د حکومت تر جوړېدو وروسته زما وظيفه هم خلاصه سوه.  زما څخه غوښتل سوى وه چي له مخالفانو څخه يو حکومت تشکيل کړم.  ما همدا کار وکى. ما د افغانستان دنوي حکومت د لوړي په مراسمو کي برخه واخيسته.  ما د کرزي او نورو عالي رتبه مامورينو سره وکتل.  مگر خبره دا ده چي ښاغلى ابنز حکومت  جوړ نه کړ.  څه چي ډابنز وکړه هغه داچي يوه ډله غله، وطن دښمنه، او قاتلان يې پر افغانانو باندي تحميل کړل.  د کرزي پر ادارې باندي د حکومت کلمه اېښودل، د همدغي کلمې سره جفا ده.  د کرزي اداره په هيڅ وجه حکومت کېداى نه سي.  ډابنز غواړي چي په دوو گوتو لمر پټ کړي. ډابنز غواړي چي خپله ناکامي پټه کړي. م گر د افغانستان اوسني بحراني حالات دامريکاد پاليسيو ناکامي ښيي.  (کوږ بار تر مزله نه رسېږي.) والس ام.