افغانان د کرزي او امريکا څخه خواتوري سوي دي
په افغانستان کي، د امريکايي قوې زياتېدونکي مرګانۍ بمبارۍ د امريکا په مطبوعاتو کي يو لړ جدي اندېښنې راپورته کړي دي. اکثرو اخبارونو د هرات د شينډنډ قتل عام ته اشارې کړي دي، او وايي که چيري همدا مرگ ژوبله دوام پيدا کړي، ضرور به امريکا په افغانستان کي ناکامه سي. همدا راز، رپوټونه وايي چي په ا فغانانو کي د امريکا د نيت او پاليسيو په اړه شکونه را ولاړي سوي دي. زياتره افغانان نن ورځ امريکا د پرون ورځي د شورويانو سره مقايسه کوي. افغانان باور لري چي امريکايي قوه په يوې اشغالگري او ظالمي قوې باندي بد ه سوې ده. پدې لړ کي، دلته د دوو مشهورو او معبترو اخبارونو د سرمقالې او رپوټ لنډيز را غونډ سوى دى. کوښښ سوى دى چي د دواړو ليکنو مهم او ا ساسي ټکي وساتل سي او تکراري خبري ليري کړى سي.
د نيويارک ټايمز ورځپاڼه د سپټمبر پر ٦ پخپلي سرمقالې کي ليکي: په افغانستان کي، د تروريزم پر خلاف په جنگ کي، ملکي کسان سخت زيانمن سوي دي. که چيري پتنگان يوه بله سمه ستراتيژي انتخاب نکړي، امريکا به ورځ په ورځ د افغانانو م اتړ له لاسه ورکوي. ددې امکان سته چي امريکا او ملگري يې همدا جنگ بايلوي.
د بشر د حقوقو د څارني موسسې په قول، سږکال په روانو جنگونو کي لږ تر لږه ٥٤٠ ملکي کسان تلف سوي دي. همدا موسسه وايي چي طالبانو ٣٦٧ خلک قتل کړي دي، او ١١٩ افغانان امريکايي بمباريو د مرگ گوله کړيدي، او ٥١ نور افغانان د امريکايي او ناټو عسکرو په بريدونو کي قتل سوي دي.
پدې ارقامو کي، د تېري مياشتي هغه ٩٥ کسان ندي شامل چي واشنگټن يې د برخ يک په اړه د پوره څېړني غوښتنه کوي.
يو وخت، افغانانو امريکايي عسکر ازادي بخښونکې قوه بلله، خو اوس اکثره افغانان امريکايي عسکرو ته د غليم په سترگه گوري. برسېره پر دې، په افغانستان کي د امريکا په م اتړ يو فاسد او بې کفايته حکومت د کرزي په مشري چلېږي چي په لوى لاس افغانان د طالبانو لمن ته ور پوري وهي.
په افغانستان کي، ډېر لږ امريکايي عسکر سته، او همدا دليل دى چي امريکايان د طالبانو دختمولو لپاره پر بم باريو تکيه کړې ده. د بمونو اچول تل د عامه خلکو د تلفاتو سره ملگري وي.
دغه راز، امريکايي عسکرو په پاکستان کي هم حملې پيل کړي دي. هلته د عامه خلکود وژلوکېدو مسلې هم اندېښني راپورته کړي دي. د پاکستان سياسي وضع نهايت بحراني ده، او امريکايي ضد احساسات هم مخ پر زياتېدو دي.
بلخوا، د اسوشېټيد پرس مشهوره ژورنالسټه، کتي گانون، د سپټمبر پر شپږمي په انترناشنل هېرالډ ټربيون ورځپاڼي کي د ننگرهار د غني خيلو له سيمي څخه ليکي: دلته دسيمي ښايسته زيات خلک راغونډ سوي دي. څه که هم، د ملک محمد ږغ پوست او آرام دى، خو خبري يې تېرې او قهرجني دي. هغه په ډاکه وايي چي د سيمي خلک د کرزي د حکومت او د هغه د خارجي پلويانو څخه خواتوري سوي دي. په گرده افغانستان کي همدا شان نارضايتۍ خورې سوي دي، او همدې عامه نارضايتۍ سږ کال د ١٩٥ خارجي عسکرو سرونه خوړلي دي چي ١٠٥ يې امريکايي عسکر دي.
دا رپوټ چي له کابل څخه نيولې بيا د افغانستان په گوټ گوټ کي پر مرکو باندي جوړ سوى دى، دا څرگندوي چي افغانان د ام يکايي قواوو له زور زياتي څخه پزي ته رسېدلي دي. عادي افغانان د امريکايي ړاندو او مرگانيو بمباريو، د کورونو ناببره تلاشيو، او د امريکايي عسکرو مغروره او بې باکه سلوک سخت په غوسه کړي دي. افغانان کايت کوي چي خارجيان د دوى په کلتور او دودونو باندي نه پوهېږي. دغه راز، عادي افغانان د امريکا په ملاتړ د کرزي د فاسد او بې کفايته حکومت څخه هم په تنگ سوي دي.
ملک محمد وايي: " دا زموږ وطن او خاوره ده. موږ خپل ماشومان له کوره بهر نه پرېږدو، ځکه ډارېږو چي امريکايي عسکر به يې را څخه يوسي. هره ورځ موږ ددغو خارجي عسکرو سره ستونزي لرو. موږ ته نوره حوصله نده پاتي سوې. زموږ حکومت کمزورى او فاسد دى، او امريکايي عسکرو هيڅ ندي زده کړي."
که څه هم، په افغانستان کي تر پخوا زيات خارجي عسکر سته، خو امنيت تر پخوا خراب سوى دى.
د ٦٢ کلن امريکايي، ډانگ وانکيل، چي همدا اوس په افغانستان کي کار کوي وايي: "واقعا هر څه خراب سوي دي. امينت د تېرو کلونو په پرتله خراب سوى دى. اداري فساد له کنټرول څخه وتلى دى. څه چي بايد موږ په پوه سوو هغه دا چي د عادي افغانانو نظر په ريشتيا هم اهميت لري."
د غني خيلو سيمه هغه ځايه ته ډېر نژدې ده چي تېره مياشت پر يوه واده باندي په امريکايي بمباريو کي ٥٠ تنه وژل سوي وه. ددغه سيمي يو اوسېدونکى وايي تېره مياشت د هغه پر کور باندي امريکايي عسکرو دوه ځله چاپه ووهله، او عسکرو يې وراره وواژه. هغه زياتوي: "نه، نه، هغوى طالبان نوه. هغوى غوښتل چي حمام ته ولاړ سي. هغوى حتى توپک هم له ځانونو سره نه لاره."
ددې کلى خلک پدې پوهېدل غواړي چي هغه خلک او جاسوسان چي امريکايانو ته غلط استخبارات ورکوي، هغوى ولي نه توقيف کېږي؟ ولي امريکايي عسکر غلط او صحيح استخبارت سره بېلولاى نسي؟ اختر محمد وايي: "اوه کاله تېر سوي دي. هغوى تر اوسه پوري څه ندي زده کړي. زه خوشبين نه يم."
د ناټو عالي قومندان، جنرال ډېويډ مککېرنان، د ملکي خلکو د وژلو پړه پر ياغيانو باندي اچوي، ځکه هغوى د ملکي خلکو څخه د ډال په توگه کار اخلي. مگر د متحده ايالاتو پخوانى سفير، رابرټ اوکلي، وايي مشکل په ستراتيژي کي دي. "تضاد پدې کي دى چي ه يوې خوا غواړو چي لږ ملکي افغانان ووژل سي، او له بلي خوا، غواړو چي د امريکايي عسکرو تلفات هم کم وي. د مړى هدف ته لاسته راوړلو لپاره موږ مجبوره چي عسکر پياده کوو، او د دوهم هدف د لاسته راوړلو لپاره بايد له هوا څخه ډزي وکوو."
کليوال وايي امريکا د دوي په قومي جوړښت، بديو، او حتى د مخدره موادو په موضوع باندي هم سم نه پوهېږي. ملک بختيار چي اوښکي يې په سترګو کي کوړم ولاړي دي، وايي چي څرنگه امريکايي عسکرو دهغه و ور د مخدره موادو د قاچاق او لابراتوار د درلودلو په تور توقيف کړ. هغه زياتوي: "امريکايان نه پوهېږي. دلته هر کور يو توپک لري. په هر کور کي اپيم سته."
په کابل کي، د افغانستان د بشر د حقوقو دمستقل کميسيون په ودانۍ کي، مامورين تر غوږو پوري په هغو ارقامو او امارو کي ډوب دي چي په افغانستان کي د عامه خلکو نا ضايتي ښيي. ددغه کميسيون يو لښکر مامورين د افغانستان په ٣٤ ولايتونو کي په کليوالي سيمو کي قريب د ١ ٢٠٠٠ خلکو سره مرکې کړي دي. که څه هم، د عامه افکارو همدا سروې لا نده خپره سوې، خو د مقدماتي لنډي کتني څخه يې څرگندېږي چي د افغانانو په اجتماعي او اقتصادي ژوند کي د پام وړ منفي انکشاف راغلى دى. څه دپاسه ٧٣ فيصده افغانان وايي چي حکومت ته پرته له پيسيو څخه ورتلاى نه سي. ددې کميسيون مشر، نادر نادري، وايي: "افغان مشران وايي کله چي حکومت ته ورسي، سپکاوى يې کېږي."
يو پوليس ، نجيب، چي نه غواړي پوره نوم يې ذکر سي وايي: په کال ٢٠٠١ کي په پوليسو کي داخل سو. امريکايي عسکرو څو ځله په خطا کي بمبارۍ باندي کړي دي، او اوه م گري يې پکي وژل سوي دي. هغه حکومتي چارواکو ته بډي ورکړي دي، او خپله يې هم د گوزارې لپاره رشوت اخيستى دى. هغه وايي يو ملگرى يې د پوليسو يوه چوکۍ د ٢٠٠٠ دالرو په بدل کي رانيولې ده، او وايي چي د پوليسو نوري غټي چوکۍ په ١٠٠٠٠ دالرو خرڅېږي.
نجيب وايي: "جمهورريس ژاړي، خو هيڅ نه بدلېږي. خلک خوابدي دي. دا کار به دامريکايانو لپاره ډېر گران تمام سي، خو طالبان په زړه کي ګوړي ماتوي. امريکايان يوه اشبتاه نه کوي، بلکي هغوى زر خطاوي کوي، او پرله پسې خلک وژني."
بلخوا، اکثره خارجي مرستندويي موسسې له کابل څخه بهر نه وځي، او هم يې خپلو خلکو کارکونکو ته امر کړى دى چي له کابل څخه بلي خواته و نه ښورېږي. د کابل-کندهار لاره ناامنه ده. مگر د لاريو موټروانان مجبوره دي چي پر وچلېږي. هغوى وايي: دوى له طالبانو څخه دونه نه بېرېږي لکه چي د غلو او پوليسو څخه. د رينډ کارپورېشن تحليلگر، سيت جونز، وايي: "يو افغان ټرک ډريور را ته وويل: طالبان مه ياد وه، زموږ لويه ستونزه د پوليسو سره ده."
په کابل کي، د خلکو برمته کېدل ورځ په ورځ زياتېږي، او افغانان د همدې ستونزي پړه پر پوليسو باندي اچوي. اکثره برمته کېدل مالي محرکونه لري، نه سياسي.
خو په هر صورت، طالبان نور هم پرمختگ کوي. د غزني اوسېدونکى او د طالبانو پخوانى غړى، محب الله وايي: "خلک له حکومت څخه پزي ته رسېدلي دي. هيڅوک په صداقت او ريشتيا کار نه کوي. که چيري خلکو ته ښه ژوند برابر سي، فابريکې جوړي سي، کارونه خلق سي، څرگنده خبره ده چي هيڅوک به په ملاعمر پسې ولاړ نه سي."
د بګرام په امريکايي اډه کي، جنرال مارک ميلي، وايي طالبان او القاعده لمړي دښمنان دي. دوهم غليم اداري فساد دى. "غربي عسکر، بين المللي قوه، او په تېره بيا امريکايي پوځيان د مرگانۍ قوې په استعمال کي نهايت مح تاط دي. موږ باور لرو چي کاميابه کېږو."
خو د ننگرهار د قومي شورا مشران مخالف نظر لري.
٧٠
کلن عبدالصمد چي دنگه ونه او سپين ورېښتان لري وايي: "د هغوى لپاره دا يو شرم دى. د طالبانو تر نسکورېدو را
وروسته ښه فرصت برابر سوى وو، خو له لاسه ووت."