په هلمند كي د فوټبال او سطرنج سيالي پيل شوي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20756
بهادرهلمند
دخبریدو نیټه : 2008-09-08

په هلمند كي د روژي مباركي مياشت په وياړ د فوټبال او سطرنج سيالي پيل شوي

په هلمند ولايت كي د جنګ جګړو ترڅنګ هلمنديانو يو ځل بيا دروژي په مباركي مياشت كي  دسپورټ سيالي پيل كړي په دغو سيالو كي  د هلمند د فوټبال او سطرنج لوبي رواني دي چي ډي ي لوبغاړو پكښي ګډون كړي دي
د هلمند ولايت د ورزش امر غلام غوث داوري وويل چي په دغو دوو لوبو كي ډيري سيا ي كوونكو په كي ګډون كړي دي د روژي مباركي مياشتي  په وياړ يي د فوټبال او سطرنج سيالي پيل كړي دي چي د سط نج سيالي به اوه ورځي دوام وكړي چي شپز ټيمونو پكي ګډون كړي دي چي ورسره  ۶۶ ځوانان پكي ګډون لري او دنوي ځوانانو د فوټبال ټورنا منت هم شروع شوي دي چي په دي ټورنامنټ كي شل ټيمه شركت لري او دا ټول ټيمونه د لښكرګاه د ښار اوسيدونكي دي

دورزش امر وايي چي په دغو سياليو كي د ولسواليو ټيمونه ګډون نه لري
ده زياته كړه چي موز به د هلمند د فوټبال سيالي تل اوچتي وساتو .
په هلمند ولايت كي د فوټبال ،سطرنج ،كركټ ،كشتي  ،په واني .د بدن د ښكلا او يو شمير محلي لوبي هم  شته چي هلمندي ځوانان  يي ترسره كوي

د يادوني وړده چي كه څه هم په هلمند كي د ځينو ولسواليو نه  د جنګ جګړو خبرونه ترلاسه كيزي خو بل خوا د ځوانانو لخوا څخه دسپو ټ مينه والو خپل تنده په سپورټ تل  ماته كړي ده