Indian times:یرغمل نیونه،طالبانو ته دعاید بله لار

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 20763

دخبریدو نیټه : 2008-09-08

یرغمل نیونه،طالبانو ته دعاید بله ار

سرچینه: انډین ټایمز ورځپاڼه

نیټه: د سپټمبر اتمه

ژباړه:م.ج

طالبان ښه پوهیږي چې د تریاکو د سوداګرۍ له پیسو څخه څنګه خپل وسله وال ثمبالولای شي، هغوي اوس یوې بلي سوداګرۍ ته هم مخه کړي چې هغه سړي تښټونه ( یرغمل نیونه) ده. دا سوداګري د کوکنارو په شان موسم نه لري او هر وخت او په هر موسم کې شوني ده. و ځپاڼه لیکي چې د طالبانو دا ډول جرمونه، اوس تر هغو سپک دي چې پخوا به یې یو کس تښتاوه او وژل به یې. ورځپاڼه وایې چې طالبان اوس هیڅ کله هم لوړ پوړي حکومتي یرغمل مامورین، سوداګر، بهرني مرستندویان نه وژني بلکه هغي غواړي دا  یرغمل کسان د پیسو په بدل کې معاوضه کړي او په هغو پیسو وسلې او جګړیز تجهیزات وپیري. له هغه پس چې طا بانو دا سوداګري پیل کړي، طالب چریکان د کوکنارو له لاري د تر لاسه شویو پيسو تر څنګ نور ښه عاید هم لري چې پرې هر څه کولای شي. له یرغمل نیوني څخه تر لاسه شوي پیسې طالبانو ته دا  موکه ورکوي چې هغوي د کوکنارو  له لا ي تر لاسه کیدونی عاید هم زیات کړي دا ځکه چې په دې پیسو وسلې او مهمات اخلي او په هغو مهماتو بیا د هغو کروندو ساتنه کوي کومي چې د افغانستان په ناکراره ولایتونو لکه هلمند، فراه، روزګان او زابل کې موجودي دي.ورځپانه یکي طالبانو د خپل دې نوي کاروبار له برکته تیر کال شاوخوا لس میلیونه امریکايي ډالر تر لاسه کوي ول. ورځپاڼي ویلي چې کله تیر کال طالبانو هر ځل بهرني او کورني مرستندویان او یا هم مامورین یرغمل کړل نو یو ځل هم طالبانو په عام محضر کې دا و نه ویل چې دا کسان د پیسو په بدل کې آزادو، بلکه طالبانو ظاهرا تل داسي ویل چې مونږ د دې یرغم لو د خلاصون  په بدل کې د خپلو هغو بندیانو آزادیدل غواړو چې له افغان حکومت سره دي خو واقیعت بل څه وو. د میز پر سر خبري یو څه وي او د میز لاندي معامله د پيسو وه. ورځپاڼه د بیلګي په ډول د کندهار د زندان واقعې ته اشاره کوي او وایې، کله چې د کندهار زندان مات شو او شاوخوا ۳۵۰ طالب بندیان د نورو بندیانو تر څنګ وتښتیدل دا ښیې چې په قوي احتمال به برید کونکو د زندان محافظینو او حتی لوړ پوړو پولیس چارواکو ته رشوت ورکړی وې چې د زندانیانو د خلاصون لپاره یې لاره هواره کړي. د امریکې د کړکیچ د مدیریت ریس  جک کلونن د پورتني مطلب سره بیره وایې : ((هیڅ دولت او هیڅ څوک مخامخ د بډي اخیستو په اړه څه نه وایې خو  هغه څه چې کیږي د هغه څه په بدل کې کیږي چې ت اضا یې کیږي.)) . نوموړي ورځپاڼي ته ویلي واقیعت دا دی چې هر څوک له یرغمل نیونکو سره یا په مخامخ او یا هم د یو ړ چینلونو له لاري پټي خبري کوي او هر څوک پوهیږي چې د خپل قریب د خلاصون لپاره څنګه پیسې ورکړي او پرې یې ژوند ور وژغوري. ورځپاڼه لیکي چې بهرنیان د خپلو یرغمل شویو کسانو لپاره ډیري پیسې ورکوي خو د داسي پیښو  ډیری ق بانیان افغانان دي. ورځپاڼه لیکي چې هیڅ څوک نه پوهیږي چې څومره افغانان د طالبانو له خوا یرغمل کیږي دا ځکه چې حکومت په ډیرو سیمو واک نه لري او مطبوعات هم نه شي کولای هغه سیمي تر پوښښ لاندي ونیسي چېرته چې دا ډول تښتوني را منځ ته کیږي. ورځپاڼه وایې چې طالبانو او د یرغمل شویو کسانو کورنۍ بی له دې چې نور څوک په ځان خبر کړي یو جوړ جاړي ته رسیږي او  یرغمل شوی کس د پیسو په بدل کې له طالبانو خلاصوي. ورځپاڼه په پای کې لیکي، هغه طالبان چې په سړي تښتونه کې لاس لري او مستقیم ښکیل دي هڅه کوي چې له خاینو او مفسدو پولیس چارواکو او د مخدره توکو له دو تي کاروباریانو سره لاس یو کړي تر څو یو له بل سره مرسته وکړي او خپل تجارت پر مخ بوزي.