ساینسي معجزې په قران کریم کې:اتم کښت

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21041
راټولونکی او ژباړن :پوهنمل محمودنظری
دخبریدو نیټه : 2008-09-22

کتاب نوم   :   قران  اونننۍ ساینس
بادونه:

خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي
۱۵:۲۲« او رالیږلی دی موږ بادونه بلاربونکې [لواقع] پس نازله کړي لیږلې ده موږتاسو ته دغه اوبه نو وڅښولی موږ تاسی ته دغه اوبه...»

په دې ایت کې دوه ډوله ژباړه کیدای شي باد د نباتاتو د القاح سبب ګرځي ځکه باد د نباتاتو ګرده انتقالوی دا شاید په هر حال یوه نمونه او کنایه وي او بل داچې بادونه د وریځود جوړیدوسبب ګرځي خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:


۳۰:۴۸«الله هغه دئ چې رالیږي بادونه پس پورته کوي
 وریځي نو خپروي دغه په آسمان کښې څرنګه چې اراده وکړي...»

نننۍ هایدرو وژی بلکل د دې قراني تشریح سره موافقه لری.

د ځمکې لاندی اوبه:
د اوبو په رول هر څوک پوهیږی په اوومه پیړۍ کې (تالیس او میلی توس) یوه تیوري طرح کړې وه هغوویل:
 د بحرونو اوبه ځمکې ته راپورته کیږی او بیا په خاورو کې نفوذ کوي.

 تر( ۱۸) پېړۍ پوري همدا تیوري چلیدله بیا (برنارد پالیسی ) په(۱۵۸۰ )کې دا نظر ورکړ :چې د مځکې اندی اوبه د باران د اوبو نه لاس ته راځي چې دا (۱۴)پېړۍ مخکې قرانکریم   همداسي ویلی دي.

خدای (ج) په ران شریف کې فرمایي
۳۹:۲۱«آیا نه وینې ته الله بیشکه نازلي کړي دي له (طرفه) د اسمانه اوبه پس ننه ایستلی یې دي دا (اوبه) په چینو د ځمکې کښې...»

د ګوتې نښان:
خدای (ج) په قران شریف کې فرمایي:

۷۵:۴«...حال ده چې قادر یوموږ په دې باندې چې برابر کړو نښان د ګوتو د دوی»
کافرانو ویل   چې په قیامت کې  د مړو د هډوکو نه څ نګه خلک را ژوندي کیږي او هغه له څه نه پېژندلی شي چې څوک دئ؟ خدای (ج) فرمایي  کولای شو ستاسو د هډوکو د یوځای کیدو نه  تاسو ژوندي کړو او ستا سو هویت د ګوتو د نښونه پیداکړو. د ګوتې نښان په (۱۸۸۰) کې د هویت د تشخیص لپا ه وروسته له هغه چې( فرانسیز ګوت )څیړنه وکړه چې د دو تنو ان د دوو غبرګولیانو د ګوتې نښان یو ډول نه دئ د ګوتې نښان یو ساینسي میتود شو. 
چې اوس د دې میتود نه په ټوله نړۍ کې دپولیسو لخوا د جرایمو د مخنیوي لپاره کارول کیږي.
نوربیا