دقرآن کریم علمی معجزې - پرلپسې لړۍ (څلورمه برخه )

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21055
(دمحمدشفیق حقپال ژباړه)
دخبریدو نیټه : 2008-09-23

په نړۍ کې لطیف م یزان
            بیا هم دالملک سورې ۳ آیت ته پام کوو چې وایی:  هغه چې اووه آسمانه یی له منظمو پوړو سره پیدا کړل. په ځیر سره ووینه چې آیا درحمن رب په خلقت کی به کومه بې نظی اونقصان وم ومی؟
   برسیره پردې:
 ټول موجودات یی پیدا کړل اوپه خپل کامل حکمت سره یی دهرڅه لپاره حد اوقدر ټاکلی(الفرقان ۲).
دماتریالیزم فلسفې ادعا وکړه چې ټول سیستمونه په طبیعت اونړۍ کې لکه اتومات ماشینونه کارکوی ودهغوی نظم یوه تصادفی پدیده ده. په داسې حال کی چې نن دماتریالیزم دروغجن طبیعت اودداروین فرضیه علماْ ناسمه ثابته شوې ده.

دنجوم اوبیولوژی په علم کې دشلمې  پیړۍ موندنو وښوده چې نړۍ اوحیات دواړه پیداشوی دی. دداروین فرضیه شاته ولاړه او دسترې چاودنې فرضیی ثابته کړه چې نړۍ له هیڅ نه پیدا شوې. وروستیو موندنو وښوده چې په مادی نړۍ کې یو لطیف توازن شته چې دماتریالیسم بې  بنسټه طبیعت اوفلسفه ردوی.
دژوندانه لپاره دلازمو ش ایطو دلیدو په خاطر وینو چې یواځې ځمکه ددی شرایطو درلودونکې ده. دحیات دبقا لپاره بیشماره شرایط ضروری دی چی په یو  وخت کې اوپرته له وقفې نه صورت نیسی. په داسې حال کی چې په سل ګونه میلیارده کهکشانونه اوپه هریوه  کې په منځنۍ توګه سل میلیارده ستوری موجود دی اوپه احتمالی توګه په همدغه شمېر ستوری هم موجود دی. پس باید دې ته ځیر شو چې ولی په  استثنأیی ډول یواځې په ځمکه کې دژوند شرایط چمتوشوی دی.
هرڅه چې په نړۍ کې شته زموږ دژوندانه شرایط یی برابر کړی، له لومړنۍ  یا سترې چاودنې نه  دیوه اتم ترفزیکی ارزښتونو پوری ، داساسی قووله څلورمې سویی نه  دستوروپه مینځ کی تر کیمیاوی تعامله پوری ، دهغه نورنه نیولی چې له لمر څخه خپریږی دابو دغلظت تر درجې پوری، دسپوږمی اوځمکې په مینځ کی له واټنه تر هغو ګازونو پوری چې دځمکی په سر شته ، دځمکۍ د مدارڅخه چې د لمر په شاوخوا راڅرخی تر هغې زاویی پوری چې هغه پرې راتاویږی، دځمکې ددورانی سرعت څخه چې په خپل ځان راڅرخی دغرونو اوسمندرونو تر فعالیته پوری، اونورو ټولو زموږ دژوندانه شرایط  برابر کړی دی

 ننی ساینس دغه ټول دانسانی اصل اولطیف میزان په توګه مطالعه کوی. دغه مفاهیم ددی ښکارندوی دی چې نړۍ دموادو یو تصادفی ، بې هدفه او ه کنتروله وتلی پدیده نه ده بلکې ټوله په یوه ځانګړی دقت سره دانسان دژوند لپاره جوړه شوی ده.
په پورته یاد شوی مبارک آیت کی دخلقت دهماهنګی اودقدر یا ټاکلې اندازې موضوع په هکله پاملرنه وکړی چې دتقدیر کلمه یعنې طرح، اندازه اوله اندازه نیونې سره جوړونه په دغه آیت اوپه نورو آیتونو لکه دالفرقان دوهم آیت ‌کې ذکرشوی.

دطباقا کلمه یعنی په نظم اوهماهنګی کې دالملک دسورې په دریم اونوح دسوری په پنځلسمو آیتونو کې کارول شوی اودتفاوت کلمه یعنې دعدم توافق اوبې نظمی ، نقصان، مخالفت اوتخریب په مانا ده.

دلطیف میزان یا Fine Tuning چې د لمې پیړۍ په پای کې کارول شوی داحقیقت لانورهم روښانوی. په دې وروستیو کې یو شمېر زیاتو پوهانو ،لیکوالانو اودنظرخاوندانو روښانه کړې چې نړۍ دتصادفاتو یو ه ټولګه نه ده. بلکې هرڅه دیوه منظمې طرحې له لارې کارکوی چې دانسان دژوند شرایط یی چمتو کړی.

ډاکتر کارل ګیرسن چې یو فزیکپوه دی وایی: په ۹۶۰ ۱ کال کې فزیک پوهان په دی پوه شول چې نړۍ دانسان دبقا لپاره په ډیرلطافت سره میزان شوی.
انګیریزی ستوری پیژندونکې پروفیسور جورج ا یس وایی: دقوانینو په مینځ کې حیرانوونکی لطیف توازن ددې نړۍ مېنځته راتلل ممکن کړی دی. دډیرې پیچلتیا دکچې په پوهیدو سره هغه څه چې سرته رسیدلی ډیره ستونزمنه ده چې دنړۍ  هستۍ ته یوه معجزه ونه وایو.
اوالله ته دی هغه څه چې په ځمکه اوآسمانونو کی دی. اوټولې چارې به الله ته وړاندې کېږی. (آل عمران ۱۰۹).


دسترې چاودنې چټکتیا:
هغه توانمندی چې دسترې چاودنې نه رامینځته شوې او هم دنړۍ آنی جوړښت داثابتوی چې دعالم پیدایښت تصادفی نه دی. دنومیالی فزیکپوه پال دیویس دوینا مطابق که چیرې هغه اتساعی چټکتیا چې له ستر ې چاودنې څ خه وروسته رامینځته شوه دیو پرملیارد میلیارد په اندازه  (۱۰۱۸/۱) بدلون ومومی نړۍ به مینځته نه وای راغ ې.
 ستیفن هاکبن وایی که دغه دقیقوالی دنړۍ په اتساعی چټکتیا کې که چیرې دیو په سلو زرومیلیونو په اندازه هم لږ وای نړۍ به مضمحله شوی وای اوخپل اوسنی جسامت ته به نه وای رسیدلې.

څلورګونۍ وې:
په نړۍ کې ټول خوځښتونه  دڅلورو قوو دتوازن اوکړنې مرهونه دی چې دمعاصر فزیک له خوا تثبیت شوی:

 ۱- دثقل قوه۲-الکترومقناطیسی قوه۳- ځواکمنه هستوی قوه
۴- کمزوری هستوی قوه چې داټول یوله بله جلا ا زښتونه لری. دبیولوژۍ نومیالی پوه مالیکولی ددې څلورو قوو په مینځ کې فوق العاده توازن په لاندې ډول بیانوی:
دبیلګې په ډول که دثقل قوه زر میلیارده واری قوی وای په هغه صورت کې به نړۍ ډیره کوچنۍ  اودژوندانه موده به  ډیره لنډه وای. په منځنۍ توګه به هرستوری زر میلیارده وارې له لمر نه کوچنی وای اویواځې یو کال به یی عمر درلودلای. له بل پلوه که دثقل قوه کمزوری وای، هیڅ یوکهکشانی ستوری به نه وای جوړشوای، دغه راز نورې قوې هم ارزښتناکه دی ، که چیرې ځواکمنې قوې لږ کمزورې وای یواځنی ثابت موجود به هایدروجن وای اونورعنصرونه به موجود نه وای.که چېرې له الکترومقناطیسی قوی څخه لږ قوی وای ، په هغه صورت کې به داتومونو هستو یواځې دوه پروتونه در ودلای یعنې هایدروجن به په نړۍ کې وجود نه درلودلای. ستوری اوکهکشانونه به څه ډول چې اوس دی هسې به نه وای. په ښکاره توګه که چېرې یوې له دغو قوو څخه خپله دقیقه کچه نه درلودلای نه به کوم ستوری نه به کهکشان نه به اتوم اونه به ژوند وجود درلودلای.