مبارکي !!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21179
محمد نعمان دوست
دخبریدو نیټه : 2008-09-29

 کلى خاموش و ، په خالي کوڅو کې يې تش باد لګېده  ،  ډېر وګرځېدم ، هيڅوک مې پيدا نه کړل چې د اختر مبارکي ورکړم .
 يو ناڅاپه مې مخامخ غونډۍ  ته پام شو ، ټول کليوال هلته راغونډ شوي وو ، په منډه – منډه ولاړم .
 د ( اختر مو مبارک شه! ) ، جمله مې په لاره تکراروله ، ور ورسېدم ، کليوال مې ټول غلي وو ،  په لوړ غږ  مې  مبارکي ورکړه ، خو هيچا هم  ځواب را نه کړ .
په سترګو مې توره شپه شوه ، سر مې وګرځېد او ځاى پرځاى کېناستم .
 يو وخت چې په خود شوم  د قبرونو منځ کې ناست ووم او د وژل شويوو کليوا و جنډې مې په سر رپېدې .
 کابل  د تلې ٨ مه