افغانستان فيجي ته ماتې ورکړه

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21239

دخبریدو نیټه : 2008-10-05

 

کابل ( د ميزان ١٤مه)

د ٢٠١١ کال دکرکټ نړيوالې اتلولۍ د ټاکلولپاره د څلورم پړاو يا ډوېزژن فور په سياليو کې پرون (د ميزان په ١٣مه ) افغانستان  فيجي ته په ٨٠ منډو ماتې ورکړه .
دغه سيالۍ د افريقايي هېواد تانزانيا په پلازمېنه دارالسلام کې ترسره کيږي .
د فيجي کپتان پچه يا قرعه وګټله او لومړى يې د افغانستان ملي لوبـډلې ته د لوبې ( بيټنګ) کولو بلنه ورکړه .
د لوبې له پيل مخکې او د لوبې په جريان کې په شېبو ،شېبوباران اورېده، چې له امله يې دغه سيالي د ٥٠ اورونو پر ځاى ٣٦ او ونو ته راټيټه شوه.
باران لوبغالى لوند کړى و، چې له امله يې افغان لوبغاړي ژر ژر وسوځېدل .
د افغانستان ملي لوبـډلې  په٣٤ اورونو کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ١٣٢ منډې جوړې کړې ، چې دملي لوبډلې غړي احمدشاه تر ټولو زياتې يعني ٣٤منډې جوړې کړې .
ددې په ځواب کې دافغان تېز توپ اچوونکو (بالرانو) د ښې لوبې له امله دفيجي ټوله لوبډ ه په ٥٢ منډو وسوځېدله او دغه راز افغانستان دغه سيالي په ٨٠ منډو وګټله.

دملي لوبډلې تېز توپ اچوونکي حم يد حسن تر ټولو ښه لوبه وکړه او دمخالفې ډلې د څلورو لوبغاړو په سوځولو سره دنننى سيالۍ  غوره لوبغاړى ونومول شو .

دغه راز احمد شاه دسيالې لوبډلې درې ، دولت احمدزي دوه ، هستي ګل او محمد نبي ديوه يوه لوبغاړي په سوځولو سره افغانستان دنننۍ لوبې ګټونکى وګرځاوه .

دکرکټ فدارسيون رييس الله داد نوري د لوبې له ګټلو و وسته ملي لوبډلې ته ټېلېفون وکړ او هر يوه لوبغاړي ته يې  له خپلې ځاني پانګې څخه لس_ لس زره افغانۍ د انعام په توګه اعلان کړې .
نوري په پرونۍ بريا خوښي وښوده او هيله يې څرګنده کړه چې لوبغاړي به يې په راتلونکو سياليو کې هم ښه وځليږي .
په تانزانيا کې تر سره شوې دغه سيالۍ د ۲۰۱۱ کال د نړيوالو اتلوليو د غوراوي څلورم پړاو دی ، چې شپږ هېوادونه پکې برخه اخلي .
 يواځې پايلوبې ته رسېدونکي دوه هېوادونه به درېيم پړاو ته د رسېدو حق ترلاسه کوي .
 په دغو سياليو کې له افغانستان سره ، تانزانيا ، جرسي ، فيجي ، ايټاليا او هانګ کانګ برخه اخلي .