منبع : نیویارک ټایمز http://www.nytimes.com/2008/10/05/world/asia/05afghan.html?ref=world
راپورتر : جېمز رایزن
نېټه : د ۲۰۰۸ د اکتوبر ۴مه
واشنګټن – کله چی په ۲۰۰۴ کی د کندهار څخه بهر د یو ټراکټر په ټېلر کی د هی
ویًینو خورا زیات مقدار ونیول سول چی تر کانکریټی لویو کوندو لاندی ځای پر ځای سوي وو ، نو ځایی قوماندان ډېر
ژر دا ټرک توقیف کړ او خپل آمر یې خبر کړ .
ډېر مخکی لا دغه قوماندان یعنی حبیب الله جان ته د ولسمشر کرزي د
ورور احمد ولی کرزي لخوا تلیفون سوﺉ و ، او ورڅخه غوښتی یې وو چی دغه موټر او مخدره مواد ایله کړي . حبیب الله
جان وروسته دا بیان امریکایی ګروېږونکو ته وکړ چی نیویارک ټایمز پسی تر لاسه کړ . ده وویل چی ما هله موافقه
وکړه چی د ولسمشر کرزي یو همکار تلیفون راته وکړ او راڅخه ویې غوښته چی دا ټرک خوشي کړم .
دوه کاله وروسته د
مخدره موادو سره د مبارزې امریکایی او افغانی ځواکونو یو بل ټرک دا ځل کابل ته نژدې ودراوه او څه باندی ۴۵ کیلو
هیرویًین یې ونیول . تر دې نیونی ډېر ژر وروسته امریکایی ګروېږونکو نورو امریکایی مامورینو ته وویل چی دوی د یو
مربوطه نفر د معلوماتو له مخی د دې مخدره موادو او هغه باډی ګارډ تر منځ اړیکی کشف کړې چی ویل کیږی د احمد ولی ک
زي رابط و . د امریکایی او افغانی مامورینو له خولې په دغو پېښو کی د ولسمشر د ورور د لاس لرلو ثبوتونه آن د دې
ادعاګانو سره سره چی وایی دﺉ د هغو مخدره توکو څخه ګټمن کیږی چی په افغانستان کی په پراخه اندازه دوری هوری ځی
، هیڅکله هم نه دي تحقیق کړه سوي . ولسمشر کرزﺉ او احمد ولی کرزﺉ چی اوس د کندهار د ولایتی شورا ریًس دﺉ یعنی
د افغانستان د دوهم لوی ښار په شمول د افغانستان د دې برخی اجرایًیوی آمر دﺉ ، دواړو دغه ادعاګانی د خپلو اوږد
مهالو دښمنانو د سیاسی لمسونکو حملو په توګه بې اعتباره ګڼلي دي .
د ولسمشر ورور په وروستۍ تلیفونی مرکه کی
وویل چی « زه د مخدره توکو کاروباري نه یم ، نه وم او نه به یم . زه د ناولي سیاست یو قربانی یم . »
خو د ده په
هکله اتهاماتو په کابل او واشنګټن کی لوړ مامورین په ژوره اندېښنه کی اچولي دي . د بوش د ادارې څو لوړ رتبه مام
ورینو وویل چی امریکایی مامورین بیرېږی چی دغه استدراک چی افغان ولسمشر ښایی د خپل ورور دفاع وکړی ، د ده
اعتبار زیانمن کوی او د هغو امریکایی هڅو بیخ کاږی چی د ده حکومت کوم چی د سیالانو او طالبانو د نا آرامیو په
واسطه چی په مخدره روپیو سره پایی ، تکیه کوی . د هغوی اندیښنې ځکه نوری هم سختیږی چی امریکایی پوځیان په
زیاتېدونکی شمېر سره په هېواد کی مستقر دي .
برید جنرال ډیویډ بارنو چی د ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۵ پوری په
افغانستان کی د ایتلافی ځواک قوماندان و ، وویل چی « د افغانانو لخوا د خپل حکومت په دننه کی د فساد څخه منصفانه
عام استدراک هغه خورا تباه کونکی عنصر دﺉ چی په نومړي حکومت کی د اوږدې مودې د اعتماد حاصلولو پر ضد کار کوی ،
او دا یوه ډېره جدی ستونزه ده . دا هغه څه دﺉ چی د امریکا لپاره د ستراتیژیکی پلوه مشکل راوړونکی تمامېدای سی .
»
د بوش د ادارې دوو لوړ رتبه مامورینو تېره اوونۍ په یوه مرکه کی وویل چی سپینه ماڼۍ وایی چی موږ په دې
باور یو چی احمد ولی کرزﺉ د مخدره موادو په راکړه ورکړه کی ملوث دﺉ ، او امریکایی مامورینو څو څو واره ولسم
ر کرزي ته خبردارﺉ هم ورکړی چی ورور یې یو سیاسی پوروړی دﺉ .
د سپینی ماڼۍ ، خارجه وزارت او په افغانستان کی
د امریکا د سفارت د اوسنیو او پخوانیو مامورینو له قوله ، چی د نومونو ښودلو څخه ډډه کوی ، ویل کیږی چی ګڼ شمېر
راپورونه احمد ولی کرزﺉ د مخدره موادو د کاروبار سره تړي . په ۲۰۰۶ کی د یوې غونډي په شمول د ولسمشر کرزي سره د
امریکا د سفیر ، د سی آی اې د منطقوی مشر او د هغوی د برتانوی همرتبه کسانو په ناستو کی د دې غونډو د برخه والو
یا معلومات لرونکو له خولې امریکایی مامورینو په دې هیله چی ولسمشر به خپل ورور له هېواده بهر ولیږی ، هغه ته
دا ادعاګانی ویلی دي . یو مامور وویل چی « موږ فکر کاوه چی ښایی هغه اندیښې چی کرزي ته مو بیان کړې د هغه د
بهر لېږلو لپاره کافی وی . » خو څو مامورینو وویل چی ولسمشر کرزي ټینګار ګاوه او د دغسی غلطو کارونو په هکله یې
ښکاره شواهد غوښتل . د سپینی ماڼۍ یو مامور وویل چی « موږ هغسی پاخه او مستقیم شواهد نه لرو تر څو د کوم جُرمی
اتهام لپاره یې ورمخته کړو . همدا وجه ده چی کرزي ویلی چی چیری دي ستاسی شواهد ؟ »
نه د مخدره موادو د تمښت
ادارې چی په افغانستان کی د مخدره توکو پر ضد فعالیت کوی ، او نه هم د افغانستان د مخدره موادو پر ضد نوي
اټوکېدلي څانګي د ولسمشر ورور پر ضد د تورونو اړونده ګروېږنی نه دي تعقیب کړي .
ځینو امریکایی تح
یق کونکو د مخدره موادو په تعقیبونکې اداره کی عالیرتبه مامورینو ته ویلی او هم د ملی استخباراتو د ریاست
دفتر هغوی ته شکایت کړی چی سپینه ماڼۍ احمد ولی ته د مسًلې د سیاسی نزاکت له امله په لاس نیولی توګه ورمخته کیږ
ی . خو د سپینی ماڼۍ مامورین بیا دا مناقشه او مباحثه کوی چی په کندهار او جنوبی افغانستان کی د مخدره موادو س
ه د مبارزې د څانګی محدودي منابع او هم په افغان حکومت کی د سیاسی ارادې نشتوالی هغه څه دي چی د مخدره توکو د
کمنو پر ضد د دلایلو په توګه نه سی اقامه کېدای .
میګن اوسلی وان چی تر یو کال وړاندی پوری لا د ملی امنیت په
شورا کی د افغانستان او عراق منتظم و ، وویل چی « موږ افغانستان ته د دې وړتیا ورکولو په خاطر چی دغسی ګرویږنی
وکړای سی ، د پام وړ منابع ورکړي او کرزﺉ مو جدأ هڅولی چی اصلی لاس پیدا کړی او د خپل ورور او مخدره موادو تر
منځ د تړاو په هکله د افغانانو پراخو شکونو ته متوجه اوسی . »
خو دا لا معلومه نه ده چی ولسمشر بوش ته به
دا معلومات ورکول سوي وی که یا . د ولسمشر کرزي مطبوعاتی سکرتر همایون حمید زاده له دې نه انکار وکړ چی د ولسم
ر ورور د مخدره موادو په راکړه ورکړه کی لاس لری او یا دا چی ولسمشر دې د هغه سره مرسته کړې وی . ښاغلي حمید
زاده وویل چی « خلک بېله ثبوتونو څخه تورونه لګوی . »
هلته د مخدره موادو سره د مبارزې د څانګی ، خارجه وزارت
، او د ملی استخباراتو د ریاست اړونده ویندویان حاضر نه سول چی پدې اړه وږغیږی .
د یو مخبر پټ اطلاعات -
د احمد ولی په هکله اندیښنې پدې وروستیو کی د هغه مخبر د بندی کولو څخه رابهر سوي چی امریکایی او افغانی تح
یق کونکو ته یې په ۲۰۰۶ کی د کابل څخه د باندی د مخدره موادو نه د ډک لارۍ موټر اړونده معلومات ورکړل .
دغه م
خبر چی حاجی امان خیری نومېږی ، په ۲۰۰۲ کی د یو مرستیال ولسمشر د وژلو د توطیًې په تور یو کال وړاندی نیول سوی
دﺉ . د افغانستان ستری محکمې پدې وروستیو کی د شواهدو د نشتوالی په وجه د هغه د خوشی کولو امر صادر کړی ، خو لا
بیا هم نه دﺉ ایله سوي . تېره میاشت د هغه په ځایی سیمه کی تقریبأ سلو سیاست والو د هغه د توقیف د پایښت له امله
اعتراض وکړ .
ښاغلي خیری په کابل کی د جېل څخه په یوه تلیفونی مرکه کی وویل چی زه د امریکا د مخدره موادو سره
د مبارزې د څانګی او هم امریکایی استخباراتی شبکو یو مخبر وم ، او دا څرګندونه د امریکا د مخدره موادو سره د م
بارزې او هم استخباراتی مامورینو لخوا پسی تایید او تصدیق هم سوه . د دغو شبکو ګڼ مامورین ځکه نهیلی او دلسرده
سوي دي چی د بوش ادارې د ښاغلي خیری یعنی هغه چا د خوشی کولو لپاره فشار وارد نه کړ چی د دې مخدره موادو په نیولو
کی یې رول رسوا شو .
انتقادیانو آن په ۲۰۰۱ کی لا پر افغانستان باندی د امریکا په مشرۍ د هماغه ی
غل راهیسی تور لګولی چی د بوش اداره ځکه د افغانی مخدره ییز تجارت پر ضد په یرغلیز عمل کی پاتی راغلې چی هم د ک
زي د حکومت د مخالفت سره مخامخ ده او هم د امریکایی پوځ هغه زړه نا زړه توب دﺉ چی د ځایی جنګسالارانو او افغان
تریاک کرونکو بزګرو لخوا د دې موادو د محوه کولو او بندولو په جبه زار کی را ګیر سوی دﺉ . افغانستان همدا اوس د
نړۍ د هیرویًینو څه نا څه ۹۵ سلنه برخه تهیه کوی .
د امریکایی او افغانی مامورینو له قوله څومره چی طالبان د
مخدره تجارت له روپیو نه ګټمن کیږی ، په هماغه اندازه د کرزي د حکومت ډېر مامورین هم روپۍ ترې کشوی . تامس شویچ
، په خارجه وزارت کی د مخدره توکو سره د مبارزې لوی مامور په جولای کی د نیویارک ټایمز په مجله کی ولیکل چی د م
خدره موادو کاروباریانو په سلګونو پولیسی آمرین ، قاضیان او نور مامورین رانیولي دي . ده وویل چی « مخدره
ییز فساد د افغان حکومت رآس ته ورپورته سوی دﺉ . »
د فساد بد ګومانۍ -
پر احمد ولی کرزي باندی د شک او
بهې په اړه د ایلی نایس څخه جمهوریت غوښتونکي استاځی ، مارک سټیو کرک چی په کانګریس کی د افغانستان د مخدره م
وادو ستونزه څیړي وویل چی « زه به د ده په باره کی د بوش د ادارې او هم د مخدره توکو سره د مبارزې د څانګی د خلکو
څخه پوښتنی وکړم او دوی به راته ووایی چی : موږ فکر کوو چی هغه پکښی ملوث دﺉ . »
د ۲۰۰۴ او ۲۰۰۶ په مخدره
ییزو نیونو کی د ملیونونو ډالرو په ارزښت هیرویًین وموندل سول . ښاغلي حبیب الله جان د ۲۰۰۶ په اپریل کی چی و
وسته د پارلمان غړی سو ، په کابل کی د مخدره موادو سره د مبارزې د امریکایی څانګی د ګروېږونکو سره په یو ژغور
ي کور کی وکتل ، او ورڅخه وغوښتل سوه چی په ۲۰۰۴ کی د هغو مخدره موادو د میندلو پېښه ورته بیان کړی چی نیولي یې
وو . ده امریکایانو ته وویل چی د دې لارۍ موټر تر نیولو وروسته د احمد ولی کرزي او د ولسمشر کرزي د یو همکار
یدا محمد لخوا تلیفونونه ورته وسول .
ښاغلی حبیب الله جان هم وروسته د ولسمشر سیاسی مخالف سو ، او په ۲۰۰۷
کی یې په پارلمان کی د یوې وینا په ترڅ کی احمد ولی کرزﺉ په دې متهم کړ چی د مخدره موادو په تجارت کی لاس لری .
ښاغلی حبیب الله جان په جولای کی هغه مهال وویشتل سو چی په کندهار کی د یو مېلمستون څخه خپل کور ته په موټر کی
روان و . د ده د وژنی شک پر طالبانو وسو .
ښاغلي محمد په واشنګټن کی د خپلي وروستۍ مرکې په ترڅ کی د حبیب ا
له جان تورونه رد کړل او ویې ویل چی ښاغلي حبیب الله جان دا کیسه له ځانه جوړه کړې چی وایی د دغو مخدره موادو د
ایله کولو په هکله تر فشار لاندی و ، او غواړی په دې توګه ولسمشر کرزﺉ زیانمن کړی .
مګر د کندهار یو پخوانی
وماندان خان محمد چی په ۲۰۰۴ کی د حبیب الله جان آمر و ، په خپله یوه وروستۍ مصاحبه کی وویل چی ښاغلي جان هغه
مهال راپور ورکړ چی د کرزي د همکار لخوا په تلیفون کی د مخدره موادو د دې محمولې د ایله کولو هدایت ورته وسو .
خان محمد یادونه وکړه چی ښاغلی جان په دې ګومان و چی دا تلیفون د ولسمشر لخوا نه بلکی د احمد ولي کرزي لخوا و
ته سوي و . ښاغلي خان محمد وویل چی « دا یوه ډېره غټه مسأله ده . »
ده کټ مټ هغه څه وویل چی د ۲۰۰۴ په اکتوبر کی
یې د کرسچن ساینس مانیټر سره په مرکه کی ویلي وو . ورځپاڼي د ښاغلي محمد له خولې لیکلی وو چی ښاغلي محمد وویل چی
کله د ده مأدون څه نا څه دوې میاشتی مخکی زیات مقدار هیرویًین ونیول ، نو د احمد ولی کرزي لخوا څو ځله تلیفون و
ته وسو . « هغه ورته وویل چی دا هیرویًین زما دي ، باید ایله یې کړې . »
په بند کی مړاوی کېدل -
افغان
مخبر ښاغلي خیری په ۲۰۰۶ کی د مخدره موادو سره د مبارزې د څانګی امریکایی ایجنټانو ته د یو بل مخدره ییز پېټي
اطلاع ورکړه . ښاغلی خیری پر امریکا دومره ګران سو چی د ده کورنۍ یې په ۲۰۰۴ کی ویرجنیا ته راوستله او دﺉ پخپله
په ۲۰۰۶ کی د یوې لنډی مودې لپاره افغانستان ته ولاړ .
د هغه افغان د یاداښتونو له مخی چی پدې معامله کی
دخیل و ، او وروسته یې امریکایی ګروېږونکو ته وویل چی هغه هیرویًین چی ونیول سول ، په پام کی وو چی د میدان ښار
په کلي کی د احمد ولی کرزي باډی ګارډ ته تسلیم سوي وای او بیا کندهار ته پسی لېږل سوي وای . امریکایی مامورینو
وویل چی څو افغانان – د موټر د ډریور او مالک په شمول – د افغانی مقاماتو لخوا ونیول سول ، خو د احمد ولی کرزي
یا د هغه د باډی ګارډ پر ضد چی د ګروېږونکو په عقیده یې د منځګړو حیثیت درلود ، هیڅ اقدام و نه سو .
دغو مامو
ینو وویل چی ښاغلی خیري په ۲۰۰۷ کی یو ځل بیا افغانستان ته ولاړ ، او یو وار بیا یې د امریکایی مخبر په توګه
خدمت وکړ . خو دا ځل هلته د کرزي د حکومت لخوا د مرستیال ولسمشر حاجی عبدالقدیر د وژلو په تور ونیول سو چی په ۲
۰۲ کی ویشتل سوي و، او د ښاغلي خیری د ورور حاجی زمان یعنی په ختیځ کی د پخوانی ملیشایی قوماندان او پیاوړي
نفر یو سیاسی رقیب و .
ښاغلي خیري د کابل څخه د یوې تلیفونی مرکې په ترڅ کی په دې وژنه کی هر ډول لاس لرل رد کړ
او ویې ویل چی د ده نیونه یو سیاسی لمسون دﺉ . ده څرګنده کړه چی د ولسمشر ورور د هیرویًینو په تجارت کی لاس لری
.
ښاغلي خیری په انګریزی ژبه وویل چی « د احمد ولی کرزي او مخدره موادو خبره اوس د چا څخه پټه نه ده . د
افغانستان په حکومت کی ګڼ شمېر خلک د نشه یی توکو په راکړه ورکړه کی شامل دي . »
د ښاغلي خیری توقیف د افغان مح
کمې د دې امر سره سره چی باید خوشی سی ، ځینی هغه امریکایی تحقیق کونکی نامینده کړي چی د ده سره یې کار کاوه .
هغوی په دې وروستیو کی د خارجه وزارت او ملی استخباراتو سره کتلي تر څو د بوش اداره مجبوره کړی چی د ښاغلي
خیری د خلاصون په خاطر د کرزي په حکومت کی مداخله وکړي .
یوه ګروېږونکي وویل چی « موږ بس یو ډېر قدرمن مخبر په
جېل کی پری یښی تر څو هلته خوسا شی . » پای