دځمکې طبقې یا پوړونه
الله (ج)
هغه ذات دی چی اووه آسمانه اوهغو غوندې اووه ځمکې یی پیداکړی. (الطلاق ۱۲).
دجیولوژی علم هم په دې باوردی چې ځمګه اووه پوړه لری:
۱- داوبو کلک قشر Lithosphere (water)
۲- کلکه برخه یا وچه Lithosphere (land)
۳- پوګه برخه Asthenosphere
۴- پورتنۍ پوښ Upper Mantle
۵ -کورنۍ پوښ Inner Mantle
۶- بهرنۍ هسته Outer core
۷-کورنۍ
هسته Inner core
ليتو سفيرچې Lithos دډبری په مانا له کلمې څخه اخستل شوی دځمکې پوښ جوړوی. دغه پوړدنوروپوړونو په
پرتله ډیر نازک دی اوپریړوالی یی له سمندرونو لاندې ۸۰ کیلومترو ته رسیږی.دغه له نوروپوړونو څخه کلک
اوسوړدی.
استنوسفير چې د Asteno ياکمزوری له کلمې نه اخستل شوی دغه پوړ له نیمه جامداو ویلی شوواوسروموادو نه
جوړشوی پوړدی. فکر کیږی چې لتوسفیر پر همدې پوړ باندې خوځیږی.
له استنوسفير لاندې ډیرې سرې نیمه جامد دډب
وپوړونه شته چې ۲۹۰۰ کیلومتره پریړوالی لری چې د (Mantle) منتال پوښ په نامه یادیږی. اونظر دځمکی پوښ ته دډیرې
اوسپنې اومګنیزیمو درلودونکی دی.
دځمکې په مرکز کې دهغې هسته قرار لری چې دپوښ دوه برابره کثافت لری. چې دکثافت
دلوړوالی دلیل یی همغه داوسپنې اونکلودالیاژوډیره اندازه ده. هسته له دوو پوړونو څخه جوړه شوې. یوه یی بهرنۍ
اوبلنه چې ۲۲۰۰ کیلومتره پریړوالی لری اوبل یی داخلی یا کورنی پوړ چې جامد اوکلک دی اوپریړوالی یی ۱۲۵۰ کی
ومترو ته رسیږی. دهستې اوبلن پوړدځمکې مقناطیسی ساحه جوړوی .
دځمکې دچارچونو کانګې
کله چې ځمکه په زلزلې
سره ولړزیږی اوخپل درانه بارونه دباندې وغورځوی. (الزلزله ۱-۲).
داثقال کلمه یعنې چارچونه اودرانه بارونه. په
دې ځای کې دزلزلې په هکله یوه مهمه مسأله بیان شوې. نوې څیړنې څرګندوی کله چې ځمکه سړه شی کثافت لرونکی مواد په
اوبلن پوړکې غرقیږی اوسپک مواد پورته راځی له دې کبله دځمکې پوښ لږ وزن لرونکی مواد لکه تورې اوکلکې ډبرې لری.
په داسې حال کې چې دځمکې په هسته کې درانه مواد لکه اوسپنه اونکل ډیر دی له دې کبله دځمکې دپوښ لاندی چې له درنو
اوبلنو فلزاتو نه جوړه شوې دځمکې له پورتنې سطحې څخه دروند وی.
داروښانه شوې هغه برخه چې دفلزاتو ډیرې زیرمې ل
ی زیاتره زلزلې په کې پېښېږی. دزلزلې په مهال دځمکې دپوښ لاندې درانه مواد داوخت پیداکوې چې پورته راشی څه ډول چې
رآن عظیم الشأن بیان کړی چې ځمکه خپل چارجونه دکانګو(استفراغ) په څیردباندی غورځوی.
دغرونو دندې
اوپ
ځمکه مو غرونه ودرول چې له خوزیدواواضطرابه پاتې شی. (الانبيا ۳۱).
دغه آیت وایی چې غرونه دځمکې له لړزیدو څخه
مخنیو ی کوی چې داموضوع اوس اوس په جیولوژی علم کې پیژندل شوی ده. پوهانوموندلې چې هرغر دخپل جګوالی لس پنځلس ب
ابره ريښې په ځمګه کې دننه لری. یعنې چې غر لکه یوه میخ غوندی دننه ځمکه کې ننوتې دی. دبېلګې په ډول دیوریست څوکه چې
څه ناڅه ۹ کیلومتره دځمکې پرسردی ۱۲۵ کیلومتره په ځمکه کې دننه ریښه لری.
غرونه دځمکې پوښ دخوځښتونو اوټک
ونو په پایله کی مینځته راغلی . کله چې دوه صفحې یوله بل سره ټکر وکړی ځواکمنه صفحه به ښکته لاړه شی اوبله به پو
ته راشی اوپه دی توګه غرونه اودځمکې لوړې غونډې جوړوی. ښکتنې پوړ به دځمکې لاندې ځی اویوه بیخلنه ریښه به غرونو
لپاره جوړوی. نو هرڅومره چې دځمکې یوه برخه اوچته اولوړه وی په همغې کچې به دځمکې پوښ په هغه برخه کې پریړ وی
اوبیخلن به دپوښ یا Mantle په مینځ کې به مخکې تللی وی. پروفيسر سياويدا دنړې وتلی جيولوجست وایی: " د وچې دغرونو اود
سمندرونو د غرونو په مینځ کې توپیر د دوی د مواد په مینځ کې دې. خو دواړه داسې ريښې لری چی دوی استواره ساتی. ".
آیا ځمکه مو مهد یا بستره اوغرونه مو میخونه(موږی) جوړنه کړل. (النبا ۶-۷).
اوغرونه مو ستنې (النازعات
۳۲).
"ارسها" يعني ریښه لرونکی، ثابت اوټکوهل شوی. غرونه دځمکې په پوښ کې غزول شوی اودځمکۍ لاندی کرښې یو له بله
سره تړی. دځمکې دمخ په تثبیت سره غرونه دپوړونو له ښویدو اوپه Magmaباندې دصفحو له تویدو څخه مخنیوی کوی. عينا
که دلرګیو تختې اوکندې چې یو پر بل میخ شوی وی. دغرونو په واسطه دغې د تثبیت عملیی ته په ساینس کې Isostasy
وایی. ايزوستازى عبارت دی د پوښ د پوړ دقوی توازان پورته خواته اودځمکې دقشرلاندې لورته. هغه ډول چې غرونه د
برو د ورستېدو، دخاروی دکمېدو اودکنګل دویلې کیدو له کبله کوچنی کیږی په همدغه ډول کولای شی دکنګلځایونو
دجوړیدو، اوغورځونکو چاودونو اودخاورو دټولیدو له کبله ستر شی.
بناپردې کله چې غرونه سپک شی دموجودې قوې له
لارې په مایعاتو کې پورته خواته ټیله کیږی اوپه هغه صورت کې چې غردروند شی دثقل قوی له لارې دپوښ دپوړ لورته
ښکته ځی. نن پوهیږو چې دځمکې د مخې ډبرین پوړدچاودو له کبله د لامبووهنکوصفحو په څیر داوبلنې لاوا په مخ قرارلری.
ځکه چې ځمکه په ډیرې چټکتیا سره په خپل محور راڅرخی که چیری غرونه دثبات لامل نه وی دغه صفحې به تل دځای دبدلیدو
په حال کې وای. په دې صورت کې به دځمکې په سر خاوره نه ټولیده او خاورې اواوبو به له یو بله سره تراکم نه کولای ،
نباتات به نه راشنه کیدل . لارې اوکورونه به نه شوای جوړیدلای. لنډه داچې ځمکه به دژوندانه لپاره ناممکنه
وای.
د الله (ج) په مهربانی سره غرونه لکه دموږیو په څیرعمل کوی اوترډیره بریده دځمکې دسطحی دخوځښتونو څخه م
خنیوی کوی. اودغه دلوړې پوهې بیلګه سلګونه کاله مخکې په قرآن کې بیان شوی ده.
دغرونو خوځښتونه
قرآن
کريم فرمایی چې غرونه ولاړنه دی بلکې تل دخوځښت په حال کې دی.
اوغرونه چې جامدوینې، لکه دوریځو په شان په خوځښت
کې دی. (النمل ۸۸).
دغرونو دغه خوځښت دځمکې دقشر دخوځښت له کبله مینځ ته راځی . دځمکې قشر دپوښ په پوړباندې خوځیږی.
لومړی ځل یوه آلمانی پوه الفرد وگنر په شلمه پیړۍ کې روښانه کړه چې لوېې وچې په لومړی سره کې یو له بل سره نښتتې
وې اووروسته بیا دخوځښت له کبله یو له بله بیلې شوې اویو له بله لرې شوې.
پنځوس کاله وروسته له ده نه په کال
۹۸۰ کې ځمکې پېژندونکی دده دنظریې په حقیقت پوه شوې. پنځه سوه میلیونه کاله وړاندې دځمکې لویی وچې یوله بل سره
تړلې وی اوپه سویل قطب کې یی قرار درلود چې پوهانو ورته پانګیا نوم ورکړی. یوسلو اتیا میلیونه کاله مخکې دغه
پانګیا په دوو برخو وویشل شوه، چې ورته ګوندوانا نوم ورکړشوی چې افریقا، آسترالیا، انترکتیکا، اوهند په کې
امل وو. اودوهمې برخې ته یی لوریشیا نوم ورکړی شوی چې اروپا، شمالی امریکا، اوآسیا پرته له هنده په کې شامله
وه. چې یوسلو پنځوس میلیونه کاله نور دغه دوه لوېې وچې په وړو برخو وویشل شوی.
له پانګیا څخه جوړه شوې ټوټه په
چټکۍ سره څوسانتی متره په کال کې خوځښت لرې چې دغه حرکت دځمکې پېژندوکو له خوا داسې تشریح شوی دی:
دځمکې قشر
اودپوښ دپوړپورتنۍ برخه چې سل کیلومتره پریړوالی لری په داسې پاڼو ویشل شوې چې Plates پلا تس په نامه یادیږی.
پږ لوی پاڼې یا صفحی اوډیرې نوری وړوکې پاڼې دی. دپاڼودفرضیی له مخې دغه پاڼې دځمکې په سر حرکت کوی چې زیادتره یی
ویی وچې له ځان سره وړی. دلویو وچو خوځښت په کال کې له یوه نه ترپنځو سانتی مترو پوری اټکل شوی دی. اوځکه چې
داپاڼې تل په خوځښت کې دی دجغرافیایی بدلونونو سبب ګرځې دبېلګې په ډول داطلس بحر هرکال یوڅه پراخیږی.
مهم تکی دادی چی قرآن غرونه لامبو وهونکی اوخوځیدونکی ښوولی اواوسنۍ پوهه هم لویی وچې خوځیدونکې جوتوی اودا خوځیدنه داسې نه ده چې په سترګو ولیدل شی پس آیا دامعجزه نه ده هغه څه چې په شلمه پیړۍ کې خلک پری پوه شول په اووم ه پیړۍ کې بیان شوی وو په داسې حال کې چې هغه وخت به دومره خلک ددی آیتونو په اصلی مفهوم نه پوهیدل اودا بل دلیل دی دالهی کلام په اعجاز.