نشنل پوسټ :ملاضعيف د سعودي خبري د سولي نه بولي

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21350
اسح اقزی
دخبریدو نیټه : 2008-10-11

سرچينه: National post

""په پاکستان کی د طالبانو پخواني سفیر عبدالسلام ضعيف، واېې چې دغه خبري باید د سولي مذاکرات ونه گڼل سي او دا خبري  په نهايت کې  سړی یو ښه پیل بللای سي.""

د روغې جوړې دپاره، د افغانستان حکومت او د طالبانو مشرانو خبرې په دې  ورستیو کې تودې  شوي دي . رسنۍ واېې چې عارف نورزی د افغان دولت له اړخه د دې خبرو مشر دی خو ښاغلی نورزی په دې  باب د خپل ځان د مشري په توگه د رسنیو خپاره شوي خبرونه مسخری بولي .

 د نېشنل پوسټ ورځپاڼی لیکلي، کله چې  د افغانستان د حکومت او طالبانو د مشرانو ترمنځ د خبرو د کېدلو آوازه خپره سوه، خو هم د افغانستان حکومت او هم د طالبانو مشرانو وویل چی هغوی د روغی جوړي دپاره خبری نه دي سره کړي.

د دغو خبرو په باب لومړنۍ اشاره درې هفتې مخکی د فرانسې صدر اعظم فرانکویس فیلون په پارلمان کی هغه وخت وکړه چی ویل یې دی په افغانستان کی د خبرو له اری د سولی د ټینگېدلو طرفدار دی.

ده وویل چی موږ باید بین المللی جهادیان له هغو کسانو څخه بېل کړو چی د خپلو ملی او یا قبایلی گټو دپاره جنگېږی. ښاغلي فیلون وویل د سعودی عربستان په څېر یو سني مذهبه هیواد دغه راز هلی ځلی کوی.

څو ورځی وروسته د طالبانو مشرانو او دافغانستان مقاماتو وویل چی د سولی خبری په هیڅ توگه نه دي سوي.

طالبانو په خپله کمپیوټری پاڼه کی دغه رپوټونه د د ښمنانو غلطی اوازې وبللې او وې ویل چی د دې مطلب د مسلمانانو ترمنځ د بې اتفاقی اچول دي.

مگر یوه ورځ وروسته د کوچني اختر په شپه جمهور ریس حامد کرزي خب یالانو ته وویل چی دی غواړي چی د طالبانو مشران بیرته خپل هیواد ته ستانه سی.

ده وویل "زما وروڼو، زما عزیزانو بیرته خپل وطن ته راسی، د سولي او دافغانستان د خلکو د ښېگڼو دپاره کار پیل کړی. نور د وینو تویولو او ورور وژلو څخه لاس واخلی."

ورځپاڼه وایی کرزی وروسته وویل چی دی د سعودی عربستان له شاهي کورنۍ څخه غواړي چی یاغی طالبان د سولي خبرو ته راولي٠

ده وویل چی موږ هره ورځ د سولی د ټینگېدلو په منظور خبرو د پاره تیاری کوو. زموږ استازو څو ځله سعودی عربستان او پاکستان ته سفرونه کړي دي مگر خبری لا پیل سوي نه دي او تر اوسه پوری کومی نتیجې ته نه یو رسېدلي.

د بینوا ويب پاڼي درنو مینه والو ورځپاڼه واېې اوس په عربی نړۍ کې اوازې گډی دي چی د سعودی عربستان پاچا عبدالله د سپټامبر په میاشت کی څلور ورځی د طالبانو له اگوه لس کسیز هیات او د افغانستان د حکومت له یوولس کسیز هیات سره کتلي دي.

په پاکستان کی د طالبانو پخواني سفیر عبدا سلام ضعیف، چی په دغو خبرو کی یې برخه اخیستې وه، او ویل کېږی چی دوه کاله یې ددغو خبرو د پیل کېدلو دپاره هلی ځلی کړي دي، وایی چی دغه خبری باید د سولی مذاکرات ونه گڼل سی.ده وویل دا خبری په نهایت کی سړی یو ښه پیل بللای سی.

ورځپاڼه وایی طالبانو ویلي دي چی تر څو پوری په افغانستان کی خارجی پوځونه وي تر هغو پوري د سولی خبری نه س یکېدلای.

مخکی نا تایید سویو رپوټونو وویل چی د طالبانو استازي سعودی عربستان ته ورسېدل او خپل یوولس شرطونه یې ورسره وړي وه. په دې کی له افغانستان څخه د خارجی پوځونو وتل، په کابینه کی طالبانو ته مهمی چوکی و کول او د اساسی قانون نوی کول شامل وه چی افغانستان به یو اسلامی دولت اعلانوي.

د نېشنل پوسټ ورځپاڼه د م نځنی ختیځ د الشرق الاوسط د معتبری ورځپاڼی په حواله لیکی چی د سعودی عربستان د پاچا سره په دغو خبرو کی د طا بانو د مشر ملا محمد عمر نطاق محمد طیب اغا او د طالبانو د وزیرانو د شورا مرستیال مولوی عبدالکبیر برخه در وده.

ورځپاڼه وایی چی د افغانستان د حکومت د هیات مشري د اولسی جرگې د مرستیال عارف نورزي پر غاړه وه خو نورزی بیا وایی چې ده هیڅکله هم داسي کار نه دی کړی.

او سپینی ماڼئ په دې وروستیو شپو ورځو کی امر کړی دی چی په افغانستان کې د متحده ایالاتو پر ستراتیژی او تاکتیک باندی له سره غور وکړی.