ټاکل شوي چې دافغانستان د ک
کيټ ملي لوبډله نن د سه شنبې په ورځ د تانزانیا هیواد په سیالیو کې د اتلول ي له گټلو وروسته هیواد ته را
ستنه شی .د کرکیټ د ملی لوبډلي مشر الله داد نوري وویل چې د څلورم ډیویژن د اتلانو دا 18 کسیزه ډله به د کابل په
وخت لس نیمی بجې د پلازمیني هوائي ډگر ته را روسیږي .د مهال ویش له مخې به افغان کریکټ بازان د سلگونو تنو ولسي
وگړو او حکومتی چارواکو په بدرگه غازی لوبغالي ته یوړل شي .د ښاغلی نوري پر وینا چې افغان کرکیټ بازانو د
تانزانیا په هیواد کې د هانک کانگ په ماتي سره لومړی ځای خپل کړ٠ ولسمشر حامد کرزی هم له وزیرانو سره په خپله
پرونۍ غونډه کې هغوې ته دستور ورکړ چې د کریکټ بازانو د هرکلي او هڅولو لپاره یو لر بیړني گامونه پورته
کړي.