" تر حکومت ‌طالبانو ته ترجیح ور کوو" (هاري)

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21460

دخبریدو نیټه : 2008-10-15

"  تر حکومت ‌طالبانو ته ترجیح ور کوو"

د کرسچین ساینس مانیټور ورځپاڼه د اکټوبر پر ۱۵ لیکي:   ځیني افغانان ترجیح ور کوي چي د ‌طا بانو تر ولکې لاندي ژوند وکي.  د لولګر په ولایت کي ځایي خلک د ځینو غلو او داړمارانو څخه ډېر په عذاب وه.  د کلي خلک لمړی حکومت ورغلل او د غلو ختمول او راایسارول یې ترې وغوښتل.  خو حکومت غوږونه کاڼه واچول، او غ و ازادانه تګ راتګ کاوه.  لدې څخه وروسته، کلیوال طالبانو ته ورغلل.  ‌سمدستي، طالبانو غله ونیول، م خونه یې ور تور کړل، په بازار کي یې وګرځول، او خبرداری یې ورکړ چي که چيري بیا ونیول سي سمدستي به یې لاسونه غوڅ کړي.  د هغه وخت راهیسي، بیا غله  دې سیمي ته ندي راغلي.

د کابل  شاوخوا ولسواليو او ولایتونو کي،  مرکزي حکومت  یا خو بېخي سته نه، او یا ورو- ورو ورکېږي.  په عوض کي، د طالبان جابره مګر موثره ح کومت ټينګېږي، او د ځایي خلکو ملاتړ تر لاسه کوي. 

د کرسچین ساینس مانيټور اخبار اضافه کوي: د کرزي په حکومت کي بېساری  اداري فساد او بډي، په پېخر جنایات، او د بېکارانو زياتېدونکي لښکري د ‌طالبانو د تقویې پاره ښه فرصت برابر کړی دی.   دغه راز، کابل ته څېرمه د ‌طالبانو قوت او عروج  داښيي چي حکومت کنټرول ه لاسه ورکړی دی. 

افغان مبصر او مورخ، حبیب الله رفیع، وایي: که څه هم طالبان کابل په زور نه سي نیو ای، ځکه دلته خارجي قوه پرته ده، خو حکومت ددې توان نلري چي د ښار څخه بهر د هغوی د فعالیت او تګ راتګ مخه ونیسي.

ځایي خلک وایي: په لولګر کي په هره کورنۍ کي یوه طالب سته.  هغوی د ورځي په خپلو پټیو کي په کا ونو بوخت وي، خو د شپې توپک په لاس د طالبانو په صفوفو کي جنګېږي.   د لولګر څلور ولسوالۍ د طالبانو په ولکه کي دي.  هلته، طالبان د ورځي ازادنه ګرځي او حکومت له ډاره ور تلای نه سي.  په غزني کي، له ۱۸ ولسوالیو څخه ۱۳ ولسوالۍ د طالبانو په پوره کنټرول کي دي.  دغه راز،  د وردګو په ولایت کی، ‌له ۸ ولسوالیو څخه ۶ د طا بانو تر ولکې لاندي دي.  پدې سيمو کي، ‌طالبان خپل قاضیان، ولسوالان، او پولیس لري.   ځایي خلک وایي: طالبان د شریعت په اساس فیصلې کوي.  کارونه ډېر ژر خلاصوي. 

پدې سیمو کي، طالبان د مکتبونو نصاب تع یمي  هم څاري.  هغوی غواړي چي  په مکتبونو کي اسلامی شریعت تدریس سي.    مګر  د طالبانو په سیمو کي اکثره مکتوبه تړلي دي.  په غزني کي، له ۱۱۰۰ مکتبونو څخه فقط ۱۰۰ فعاله دي، او د نجونو مکتب خو ه و  سته نه.  که څه هم، پدې سیمو کي تیلویزیون ، موسیقي او د ښادۍ محفلونه نسته، خو لږ ترلږه امنیت او عدالت سته.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه د اکټوبر پر  ۱۵ لیکي: د افغانستان د دفاع وزیر، عبدالرحیم وردک،وایي په عراق کي د امریکا پوځي برياليتوبونو  د القاعدې باتجربه  جنګیالي دېته اړ ایستلي دي چي افغانستان ته مخه کړي.    هغه په یوه مطبوعاتي کانفرانس کي وويل همدې بهیر په افغانستان کي د امنیت وضع لا خرابه کړ ې ده.  هغه زیاته کړه چي همدا خارجي جنګیالي تر پخوا ښه وسلې او جنگي مهارتونه  لري، بهتره روزنه یې لیدلې ده، او ښه منظم دي. 

په افغانستان کي،  امریکايي قومندانان وايي: هغه خارجي جنګیالي چي په افغانستان کي فعالیت کوي پاکستاني، عرب، چچین، او د مرکزي اسیا د نورو هېوادونو افراطیان دي.  مګر د یاغیانو مطلق اکثریت خپله افغانان دي. 
د فاېننشل ټایمز ورځپاڼه د اکټوبر  پر ۱۳ لیکي:  څه د پاسه دوو سوو  طالبانو  غوښتل چي د لښکرګاه ښار ونيسي.  هغوی له څلورو خواوو څخه د لښکرګاه پر ښار حمله وکړه.  پدې جنګ کي وروسته له درنو بمباریو او جګړو څخه قريب ۶۰ تنه طالبان مړه او ۳۰ تنه نور ټپیان سول. 

په لښک ګاه کی، د مرستندیو  موسساتو کارکونکي وایي یاغیانو د ګورنر د کور په شمول پر نورو دولتي ودانیو باندي اکټونه  واورول.  مګر د هلمند والي، ګلاب منګل، دا خبره ردوي او وایي یاغیانو فقط غوښتل چي د بین المللي مطبوعاتو توجه جلبه کړي.   هغه زیاته کړه  اکثره یاغیان له پاکستان څخه ور اوښتی وه. 

امنیتي څارونکي وایي پر لښکر ګاه باندي د حکومت کنټرول ډېر کمزوری دی، او د شپې لخوا اکثره سیمي د یاغیانو تر ولکې اندي وي.  دغه راز، ویل کېږي چي د هلمند د پخواني والي، شیر محمد اخوندزاده، پلویان هم پدې اخ و ډب کي برخه ري.  شیر محمد اخوندزاده په هلمند کی زیات نفوذ لري او ښاغلی کرزی غواړي چي هغه یو ځل بیا د هلمند ګورنر سي.

هاري – واشنگټن