د كرزي تر عنوان لاندي كتاب چاپ سو

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21562
توركښ
دخبریدو نیټه : 2008-10-20

د (كرزي) په نامه كتاب، د يوه امريكايي ليكوال نيك بې مايلس ه خوا څه وخت تر مخه په انګرېزي ژبه كښل سوى و، چي اوس دا دئ د ښاغلي غلام ولي نوري له خوا په پښتو ژبه په يو سل و درو نيوي مخونو كي د ويښ ملګري فرهنګي ټولني له خوا په كوټه كي په ښه صحافت چاپ سو.

دغه كتاب چي د ولسمشر حامد كرزي په موافقه او اجازه ښاغلي نيك بې مايلس كښلى، د دوى د ژوند پر مختلفو ابعادو رڼا اچوي او تر څنګ يې د افغانستان سياسي حالات هم په ښه مفصل ډول پكښي څېړلي دي.