لیکوال : اریک مارګولیس م نبع : ټورنټو سن ورځپاڼه ( کاناډا )نېټه : ۲/ ۱۱ / ۲۰۰۸
ډېر خلک زما څخه پوښتي چی کوم ولسمشریزه کاندید
به د امریکا پر بهرنۍ تګلاره او نړیواله څیره باندی ډېره مثبته اغیزه وښندی .
سناتور جان مک کېن ویلی چی نیت
لری د روسیې سره ، چی ورځ په ورځ یو ډارونکی قدرت کېدونکی دﺉ « ښکر په ښکر » سی . ده د چین په وړاندی هم
ځکه سخت دریځ نیولی چی غواړی د هغه زیاتېدونکی طاقت محدود کړی . هو ، ماسکو او بیجنګ ته یو ځل بیا د امریکا د دښم
نانو په لیست کی ښه راغلی ویل کیږی .
مک کېن سناتور جوزف لایبر مېن د منځني ختیځ لپاره د خپلی پالیسۍ مشر
کړﺉ ، او پر ځان یې نور ډېر نوي محافظه کاره سلاکاران راټول کړي دي . سناتور مک کېن لوړه کړې چی د ایران ، لبنانی
حزب الله ، فلسطینی حماس ، القاعده او ملګرو ، طالبانو ، پاکستانی طالبانو او نورو ټولو هغو ډلو سره به جنګیږ
ی چی دﺉ یې اسلامی « تروریسټان » بولی .
مک کېن او لایبرمېن په ټینګه د اسراییلو د ښیً لاسو ګوندونو ، خصوصأ «
لیکود » ملاتړ کوی چی د فلسطینیانو سره د سولی له لاری د ځمکو ورکړه په کلکه ردوی او غواړی چی د لویدیځی تراډی
استعماری نیوني ته پایښت ورکړی .
که یې مک کېن وګټی ، نو د عربو- اسراییلو کوم سوله ییز تړون به سره لدې
چی نیمایی اسراییلیان او اکثریت امریکایی یهودان د دغسی یو تړون څخه ننګه کوی ، هیڅ را منځته نه سی .
په م
نځنی ختیځ کی د سولی نشتوالی د نور تشدد او امریکا ته د نورو سرخوږیو معنا لری . هغو کسانو چی د سپټمبر پر یوو
سمه د نیویارک او واشنګټن په ودانیو کی الوتکي ووهلې ، ویلي وو چی دا فلسطین و چی دوی یې دې کار ته ولمسول . ځکه
به نو د هغه څه پایښت یا نور بدتر کېدو ته منتظر اوسو چی لویدیځ یې « تروریزم » بولی خو اسلامی نړۍ یې بیا « د ظلم
په وړاندی مقاومت » بولی .
تسلیم سوی عراق –
سناتور مک کېن پر دې ټینګار کوی چی دﺉ به د عراق څخه و نه
وزی څو چی هلته د واشنګټن کوم مطیع رژیم اطمینانی سوی نه وی او مهمه نه ده که دغسی کار هر څومره موده هم په بر
کی ونیسی . دغسی کار ښایی څو لسیزی په بر کی و هم نیسی . ده قسم کړی چی افغانستان ته به نور ډېر پوځیان هم ورلیږی .
د ۲۰۰۹ کال لپاره جنګی لګښت ۲۵۰ بلیونه ډالره اټکل سوی دﺉ .
که مک کېن په رښتیا هم دا هر څه غواړی ، نو
بیا دا یوازی هغه انتخابونکي افراطیان نه دي چی د ګوند افراطی عیسوی هسته راپاروی ، بلکی دﺉ باید وپوهول سی
چی ځکه پر روسیې ، چین او اسلامی نړۍ باندی نه سی ور ټوپ کولای چی امریکا مفلسه او ډیوالی ده او آن دا چی خپلی
جګړې د چین او جاپان په پورونو تمویلوی .
اروپایی او آسیایی حکومتونه مک کېن او د هغه مرستیاله سارا پېلن ډېر
نا آرامه او شکمن بولی . یو فرانسوي لوړ چاري مامور را ته وویل چی « هماغه بوش دی ، او ښایی تر هغه هم بد تر
وی . »
بلخوا ، سناتور بارک اوباما لوړه کړې چی افغانستان ته به نور پنځلس زره پوځیان لیږی او پر پاکستان هم د حملې خبر دارﺉ ورکوی . خو دا دواړی مفکورې بې ځایه زړه ورتیا ده . د افغانستان جګړه د زیاتو پوځیانو په ور لېږ لو سره نه بلکی صرف د سوله ییزه خبرو اترو پذریعه حل کېدای سی . پر پاکستان هم زیاتی امریکایی حملې ښایی دغه ټوټه ییز او مفلس هېواد تجزیه کړی . اوباما د جنوبی آسیا په هکله یو کورني ښوونکی ته اړتیا لری .
اوباما د
بې ثباته منځني ختیځ په اړه ، د انتخاباتی مبارزې تودوخي اخیستی دﺉ او بېله ځنډه یې د امریکایی اسراییل پلوه تب
یغډلی توندی تګلاری منلی دي چی د اسراییلو د ښیً لاسو ګوندونو په ننګه ږغیږی . هغوی د ځمکو د هر ډول سوله ییزه
ورکړي سره کلک مخالفت کوی .
د منځنی ختیځ په هکله د اوباما د دریځ څخه په ټوله اسلامی نړۍ کی ملاتړ را ټیټ سو او
هم یې اروپا ډېره خپه کړه چی په فلسطین کی د یو سوله ییز تړون لپاره هلی ځلی کوی . خو د اوباما لخوا د عراق څخه د
امریکایی پوځیانو د چټکی ایستنی غوښتنه په ټوله نړۍ کی د تاوده هرکلی سره مخامخ سوه .
که نړۍ د را وانی اوونۍ په امریکایی انتخاباتو کی رایی ورکړی ، نو اوباما به یې لکه څنګه چی ما په تېر اپریل کی د پاریس څخه ویلی هم وو ، په بشپړ اکثریت سره وګټی . خلک په بهر کی د بوش تر تاریکو کلونو وروسته د امریکا لپاره اوباما ته هیله من دي ، که څه هم د ده بهرنۍ تګلاری څه نا څه مبهمی دي .
اوباما د امریکا یو مثبت تصور وړاندی کوی .
د ده پوهی ، فصاحت او بلاغت ، ټولنیزه احساس ، او حیثیت د بوش او چینی په مقابل کی چی نړۍ ترې بې زاره سوه ، خپل
ځای نیولی دﺉ . خو هیڅ امریکایی ته هم تر اوسه دا نه ده معلومه چی اوباما مخکی لا څومره د واشنګټن د ځانګړو خو
ا ځواکمنو ګټو بندی وان سوی دﺉ .
اوباما د منځنی ختیځ او افغانستان اړونده خپلو نیمګړو تګلارو سره سره
، د امریکا د یوې نرمی بهرنۍ تګلاری د راستنېدو بلنه ورکړې داسی چی هغه به خپلو هدفونو ته یوازی پر پوځی طاقت
تکیه نه کوی . د ده انتخاب به نړۍ ته وښیًی چی د امریکا د برابر والي او معادل فرصت اصول په رښتیا هم ژوندي دي . د
اوباما برﺉ به په ټوله نړۍ کی د امریکا دریځ اوچت کړی او د نړۍ په هر کونج کی به د امریکایی ګټو هغه تاریخی زیان
بیرته مرمت کړی چی د بوش ادارې ور اړولی و .
هو ، که هر څوک یې هم وګټی نو یوه مفلسه امریکا او نړیواله م
الی بېره به په غاړه کی ور لوېدلې وی .
هیله ده چی تر ټولو غوره سړی ترې را ووزي . پای