ګګی لالا

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 21897
نیازی
دخبریدو نیټه : 2008-11-05

 ګګی لالا

د  ومان نیازي لیکنه
  
ګګی لالا :لیکوال : ومان نیازی
اس دكلا له دروازې سره ودريده،ماشومانو دګومبتې له بامه ځانو نه ور واچول دورې يې ور ولټوله ،سپي ې دوړې ورسره باد يدې  . دنګ سړي  څو ځله ركاب ته ګوته ونيوه خوپه اس د سپرې ښځې پښې لنډې وې ، دوى سره وخندل ،سړي د لاسونو ګوتې يو په بل كې تېرې كړې ، دې چپه پښه وښـوروله دچتو پر توګ يې ښكاره سو د زيړو زرتارو  په كپيو كې يې زرغونې مرۍ وبريښيدې


  يو خوا  پلو يې شمال واخيست ، په غنم رنګې  غومبري يې  رانجه اښويدلي وو، دنګ سړي سور رويمال ورته ونيو
- هن دا په مخ را تېر كه  بيا پښه واړو،  نن دې رنجو ته دا سې زور ورښكاره كړى
په اس سپرې  د پلو پيڅكه پر مخ راتېره كړه 
- د ښادۍ رانجه يې كړې  يوه سلايې مې وروړې وه
 څوكړ غلام جان  د باغ  په پاى كې  كره ( بيلچه )  په پوله جګه كړه  مخ ته يې دوه درى لپې  اوبه ور واچولې  د كلا خوا ته  را روان سو  له لرې يې پر ميلمه ږغ وكړ 
- سلام عليكم  ولي ولا ړ يې ، درځه كوټې ته
د نګ سړي  د يو ماشوم  غومبرى  په دوو ګوتو كې ټينګ نيولى وو
- زوى مو  لوى سه ، بدې خوې لګوئ ،  ټول له يو مخې په ډت ګرځئ
غلام جان  د اس قيضه ونيو له
- له مخې سه  زوى دې لوى سه د عقل له خوا خو  بيخي تورې خاورې يې ،  خداى خوار كړې كه  يو مياشت نورام  د مور په نس كې پاته سوى واى  اوس  به مو په بيلچه  ډوډۍ خولې ته در اچوله دا څه بلا اشا يې 
دنګ سړي وخندل
_ ځم  رشتياخو د مخ په زخه باندې دې  دوه  درى تاره  ويښته هم  راختلي  تيار لكه  ميږى چې په كوناټي روان وي
د غلام جان رنګ سور سو  بيا يې قيِضې ته لا س وراوږد كړ 
_ ته راځه  يو پياله چاى سور كه  بيا به ولاړ سې
_څ وكړه ! ځم بيګا ه مې اوبه په وار دي،  ګګي لا لا  ويل شاته بوزه، هغه مې راوسته ، بيګا ته خو به مو د نكريزو په وي 
_شاته ! دا بيا كومه يوه ده
_ دگگي لا لا دا دوهمه ده
غلام جان په زوټه وخندل
- وه زوى مو لوى سه  هندوګۍ موبيا داسې ژر  شاته كړه
_ دغسې مه وايه ګنهګاريږې هغه پنځه وخته د ملا په اذان لمونځ كوي .