ساحل كندهار 15\7\83
ژوند ځپلې ارواح
و وايه ژونده! هغه به كومه ورځ وي چي نور مي نو دا بې رنګه او بې معنى څېره د دې بې درده او بې ارمانه انسانانو له منځه فناه شي؟
ژونده نور نو زما او ستا تر منځ د پيوستون كومي اړيكي نشته او نه هم د خپل خوار زړه هيلي په تا كي ټوكېدلي وينم.
بس ده نور نو لاس راڅه واخله او دخلاصون لار يعنى د مرګ آرامي غېږي ته مي وسپاره چي ستا دا احسانمن او درانه پېټى مي نور داوږو څه لېري شي.
پرېميږده چي نور و نه زورېږم.
پرېميږده چي نور د نامراده او زورېدلو لپاره ونه ژاړم.
پرېميږده چي نور د زمانې دخدايانو د ستم څخه خلاصون ومومم كومو چي مي د غرور سر د ځان په وړاندي ټيټ غوښتى .
پرېمېږده چي نوره مي درد و ستم ځپلې ارواح د نجس كالبوت له محبس څه ازاده شي
څومره سپېڅلې معنى ... ازادي ... د ارواح ازادي ...
هو! دهغي ارواح ازادي چي د نجس كالبد په محبس كي د رنځ، غم، كړاو او ستم شپې دهغه مهال په تمه سباكوي كوم چي يوه ورځ به وي د مرګ سپېڅلې پرښته به پخپل ټول عظمت سره راځي د هغي (اتكړۍ) و زولنې به خلاصوي او بيا به د محبس تور او كرغېړن ورونه دهغې پر مخ پرانسي او دابه په مننه كولو سره د هغې (ارواح) په لور چي مودې مودې يې د انتظار سترګي ورته سپينې وې پرواز كوي .
يوه ورځ به هغه ارواوي سره پيدا كړي ... نور به د حسرت، رنځ،غم،بيلتون،ستم، او بې دردۍ داستان د هغو ارواوو لپاره پاى ته ورسېږي او هغوۍ به د ميني په وركړل شوي مېني كي يوه ابدي مينه پيل كړي. مينه ... هو... ابدي مينه.