انترنیشنل هرا دتربیون: کابل دخاښۍ لرونکو بمونو بندیزلاسلیک کړ
سرچینه: International Herald Tribune
نیټه:2008، 06،
ډیسمبر، شنبه
ژباړه او ترتیب میرویس جلالزی
انترنیشنل هرالډ تربیون ورځپاڼي په خپله تازه ګڼه کې د ورځپاڼي ډیره برخه په نړیواله کچه د خاښي لرونکو بمونو پر تولید، صدور او کاروني باندي بندیز ته ځانګړي کړي ده. ورځپاڼي لیکلي چې د نړۍ نوي ملکونو دخاښي لرونکو یا خوشه یې بمونو په کارولو د چهارشنبې په ورځ بندیز ولګاوه. په دغه ډله کې د روسیې، امریکا او بریټانیا نومونه هم اخیستل کیږي چې دا هوکړه یې منلي ده . دغو ملکونو څو ځلي دخوشه یې بمونو پر تولید، کاروني او صدور نړیوالو فشارونو ته غاړه نه ایښوده. انتر نیشنل هرالد تربیون لیکي چې افغانستان چې د خاښۍ لرونکو بمونو یو قرباني هیواد شمیرل کيږي هم د چهارشنبې په ورځ د هغو هیوادونو سرره یو ځای شو چې د خاښۍ لرونکو بمونو پر صدور، استعمال او تولید یې بندیز لګولی دی. ورځپاڼه په ناروي هیواد کې له افغان سفیر جاوید لودین څخه په حواله لیکي چې د ډسامبرمیاشتې تر دوهمې نیټې یعني د چهارشنبې تر سهاره پورې افغانستان له دغو ۹۰ هیوادونو سره نه وو یو ځای شوی خو د دې ورځي په پای کې افغانستان هم د دې ملکونو د اتحاد غړی شوو.ورځپاڼه لیکي چې ولسمشر کرزي هغه وخت دا هوکړه لیک لاسلیک کړ چې د بشري حقونو د مدافع سازمانونو له خوا پرې فشاورنه واچول شول تر څو له دې ۹۰ ملکونو سره یو ځای شي. انترنی نل هرالدتریبیون د عبدالحبیب په نامه د هغه افغان نوم اخلی چې اوه کاله دمخه یې د هرات په ولایت کې یو خاښۍ لرونکي بم د چاودني له امله خپلي غبرګي پښي له لاسه ورکړي. ورځپاڼه لیکي چې لا هم د افغانستان په زیاتو برخو کې د خاښي لرونکو بمونو کوچني بمونه خپاره دي. امریکايي ځواکونوکله چې د طالبانو پر وړاندي په ۲۰۰۱ کا کې عملیات پیل کړل نو په پراخه کچه یې دغه بمونه وکارول. زیاتره دغه ډول بمونه په شمالي افغانستان کې د طالبانو دلیکو د ماتولو په موخه کارول شوي دي چې لا هم دغلته هره ورځ داسي د مرګ ژوبلي پیښې رامنځ ته کیږي چې لامل یې د خاښي لرونکو بمونو هغه واړه بمونه دي چې په سیمه کې خواره واره پراته دي. دبینوا ویب پاڼي درنو لوستونکو خاښي لرونکي بمونه اکثرآ د هوا له لاري د الوتکو په مټ ورول کیږي.