ډله ايزي وژني، قتل عامونه او عوا ب
په تېرو دېرشو کلونو کي د افغانستان په گوټ گوټ کي د مختلفو سياسي او نظامي شرايط لاندي بېشماره قتل عامونه او ډله ايزي وژني سوي دي. په لکهاوو زره افغانان تلف، خوږ، او کړېدلي دي. مگر د امريکا او ناټو د اوه کلن نظامي حاکميت او تسلط په دوران کي، د ملکي او بې دفاع خلکو وژل او د پرله پسې مرگانيو بمبا يو ډېرېدل يو کرغېړن انکشاف دى. ځکه امريکايان او اروپايان د ثبات، سولي، ازادۍ، ديموکراسۍ، اقتصادي پرم ختگ، او د د ولت او ملت د جوړولو تر شعار لاندي افغانستان ته ور داخل سول. د امريکا په قيادت غربي ايتلاف د امن او امنيت د تامين وعدې کولې. د طالبانو او القاعدې د ختمولو او دکورني جنگونو او قومي شخړو د راايسارولو ژمني يې کولې. د افغانستان د اشغال په سر کي ښاغلي بوش په هغه جنگ ځپلي هېواد کي د دولت او ملت د جوړولو او د مارشال پلان د عملي کولو لوړه کوله. د يوه امن، ودان، او زرغون افغانستان لاپي شاپي يې وهلې. اکثرو سوله پالو خلکو تمه درلوده چي په افغانستان کي به د بين المللي ټولني په مرسته يو مشروع منتخب حکومت، ازادي، او ديموکراسي ټينگه سي. مرکزي حکومت او دولتي موسسات به له سره جوړ سي. اقتصاد به غښتلى او پياوړى سي.
مگر له بده مرغه وروسته له اوو کالو څخه څه چي موږ په عمل کي گورو هغه دا چي که څه هم په ظاهره کي امريکا د ښه نيت، مرستي، او دوستۍ خبري کوي، خو په عمل او کردار کي په زياتېدونکې توگه د يوه مغرور، خوشک، او بې حوصلې استعماري افسر سلوک او چال چلند کوي. د بدنامو او ناروا خ کو سره مرسته او همکاري کوي. که څه هم بشري او اقتصادي مرستي کوي او ښاېسته زياتي پيسې هم لگوي، خو په بدل کي د محلي او بومي خلکو سره نژدې او دوستانه روابط نلري. بده لا دا چي عادي افغانان په زياتېدونکي توگه اوسني امريکايان او اروپايان د پخواني شوروي اشغالگرانو سره مقايسه کوي. په دواړو خواوو کي کرکه او قهر ورځ په ورځ زياتېږي. حملې ډېري، خطرناکي، او مرگانۍ کېږي. ړوند خښم، وچه بدي، او ژوره بدبيني ډېرېږ ي. د افغانانو او خارجيانو تر منيځ بې اعتمادي او فاصله ورو ورو زياتېږي. خارجيان په عمومي توگه د افغانستان په ټولو ښارونو کي پخپلو مستحکمو او جنگي کلاوو کي راايسار دي، او په دايمي ډار او نزوا کي ژوند کوي. بلخوا، افغانان د پخوا په شاني پخپلو خرابه او کنډواله ښارونو او کليو کي د ژمي سختي، اوږدې، او سړې و ځې او شپې تېروي. په تېرو څو کلونو کي په وارو وارو لېدل سوي دي چي يوې ټرافيکي حادثې او يا يوې بلي پېښي د افغانستان په ښارونو کي ښاري او خياباني جنگونه او بلواگاني راپارولي دي. په افغاني ټولنه کي د خا جيانو پر خلاف دا موجوده قهر او غضب ته بايد پوره توجه وسي، ځکه عموما د ښاري قيامونو او پاڅونونو اغاز د يوه ژور او خطرناکه سياسي اختلاف او دښمنۍ مخکښ وي. په افغانستان کي، په اصطلاح نور نو چاړه هډوکي ته رسېدلې ده. او بايد يوه چاره يې وسي.
د همدې خطرونو په پس منظر کي، د کابل د نومبر د مياشتي پېښه ډېره عبرتناکه او حيرانونکې وه. په کابل کي، د امريکا پوځي موټر د يوه بدبخت کابلي د موټر سره ټکر کوي، په نتيجه کي يو افغان مړ او څو نور ټپي کېږي. سمدستي، همدا ټرافيکي حادثه محلي ځوانان او خلک په قهروي، او په سيمه کي د پوليسو او عامه کابليانو تر مينځ اخ وډب رامينځته کېږي. کابلي ځوانانو پر پوليسو باندي د ډبرو او بوت ونو گوزارونه کوي، او په مقابل کي پوليس اعتراض کونکي د سوټو په زور تيت و پرک کوي. د کابل ښاريانو د "مړه دي وي امريکايان" او " مړه دي وي خارجيان" شعارونه ورکول. په کابل کي، دا لمړۍ ځل ندى چي د پو يسو او ښاري ځوانانو تر مينځ مرگانۍ نښتي کېږي، بلکي څو واره مخکي هم د کابل د ښار د لکهاوو بېکارو او وزگارو ځوانانو او پوليسو او خارجي عسکرو تر مينځ نښتي سوي دي. داسي برېښي چي د ددې ژمي په ترڅ کي به د افغانانو او خارجيانو تر منيځ تاوتريخوالي نور هم زيات سي. پراخه او محسوسه لوږه او د خلکو بېشماره ا تصادي مشکلات به د ښاري بلواگانو او اعتراضونو امکانات لا زيات کي. واقعا، د عامه افغانانو حوصله نو ه ختمه سوې ده. ناميدي له حده وتلې ده او عام مخالفت او ناراضايت پراخ سوى دى.
بلخوا،ددې حادثې بيا پېښېدل د کابل د بېکاره حکومت او افغانانو تر مينځ فاصله نوره هم زياته کړه. عامه افغانانو ته د امريکا په م اتړ د کابل اوسنى حکومت گوډاگى او پردى ښکاري، او امريکايان او اروپايان ورته خارجي اشغالگران. د خلکو هر او ناراضايتي دې حده ته رسېدلې ده چي يوه ټرافيکي واقعه ښاري بلوا او اعتراض ايجاد وي. په ننگرهار کي هم و ته شان ښاري اعتراضونه او بلواگاني سوي دي. د جلال اباد په مرگانى اعتراض کي څو تنه مړه او څو نور ټپيان سوي وه. هلته هم د امريکا ځينو پاليسو او پوځي عملياتو عامه خلک او محصلين څوکو او بازارونو ته اايستلي دي.
بله پېښه په کابل کي د امريکا او ناټو د بمباريو او ژونو پر خلاف د افغانستان د م ي سراسري جرگې په همت يوه ستره سوله ايزه مظاهره وه. د افغانستان د ملي سراسري جرگې په اعلاميې کي په افغانستان کي د امريکا، ناټو او ايساف په بمباريو او عملياتو کي د عامه افغانانو د د قتل او وژلو د سمدستي ختمولو غوښته سوېده. مظاهره چيانو د جنگ او مرگ ژوبلي پر ضد شعارونه ورکول، او د سولي او ثبات غوښتنه يې کوله. په کابل کي، ددغه ډول سوله ايز او موثر اقدام بند و بست کول د قدر او تقدير وړ لاسته راوړنه ده. افغاني منورينو، مشرانو، ليکوالانو، او په دننه او بهر کي ټولو افغانانو ته پکار ده چي ددې ډول واقعاتو او پېښو په ارتباط دريځ غوره کړي او څه ووايي. همدا زموږ د عصر او زمان اساسي او حياتي مسايل دي. هم دا زموږ د وخت چلنچونه دي. د موجه او سوله ايزو ملي غوښتنو دفاع بايد وسي. موږ وظيفه لرو چي د خپلي ټولني په حياتي مسايلو کي فعاله ونده واخلو. افغاني مدني ټولني بايد پدې ډول حوادثو کي تبارز او راڅ رگندي سي، او خپل دريځ اعلان کي. آخبارونه او مطبوعات بايد د دغه راز پېښو په ارتباط پوره توجه او کمپېن وکي. په تېره بيا، داخلي ژورناليسټان او ليکوالان بايد ددغه راز حوادثو باب په تفصيل رپوټونه،م کې، او تحليلونه خپاره کړي. په بل عبارت، پراخ کورېچ ورکړي. سوله ايز او موجه عامه اعتراضونه نه يوازي په داخل کي ملاتړ لري بلکي په خارج کي هم ډېر زيات پلويان لري.
په همدې لړ کي، افغاني محصلينو ته پکار
ده چي د خپل ولس واقعي سياسي غوښتني منعکسي کړي، او د تحقق لپاره يې فعاله ونډه واخلي، نه د پوهنتون
او دانشگاه په عبثو او جنجالي بحثونو کي چي پرته له وخت ضايع کولو او قومي، سيمه ايز، او ژبني اخت
افاتو له ډېرولو څخه بله هيځ گټه نلري. په بل عبارت، محصلينو ته پکار ده چي ورځني او عيني ستونزو ته پام
وکي، نه تشو شعارونو ته. د خپل ولس په واقعي غوښتنو او براپلومونو باندي ځان پوه کي. د افغاني مدني
ټولنو،محصلينو، او نورو ملي او مترقي شخصيتونو لمړۍ دنده دا ده چي پدغه راز نا کرارو او بحراني ش
ايطو کي د خپل ولس لپاره د يوه نوي حل مخکښان سي. نن سبا، منظمه او منوره مدني ټولنه، ملي اشخاص، او ځوان،
پوه، او وېښ محصلين د وطن د سياسي جوړښت او قدرت په بدلون او اصلاح کي ډېر زيات اثر او نفوذ درلودلاى سي. لن
ه دا چي د محصلينو د شان او شوکت سره يو ملي ارمان او ملي غوښتني ښايي، نه د پوهنتون او زايشگاه ناندرې.
والسلام