المحيط :بوش چيغې وهي:((ما له طالبانو وژغورئ))!

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22655
ژباړن: نذي احمد سهار
دخبریدو نیټه : 2008-12-25

 

ليکوال: جهان مصطفى( المحيط عربي ژبې ورځپاڼه)


امريکا د ٢٠٠١ ز کال د سپټمبر د ١١مې نېټې پېښو په پلمه د ترهګرۍ ضد جګړې ترنامه لاندې پر افغانستان بريد وکړ او د طالبانو حکومت د له منځه وړو ترڅنګ يې د افغانستان خاوره تر خپلې ولکې لاندې راوسته. په پيل کې جورج بوش او د امريکا نورو چارواکو د طالبانو نظام د بشپړ له منځه تګ او رېښې اېستنې ادعاوې کولې او دا موضوع يې پر افغانستان د خپل يرغل لاسته راوړنه يادوله. سږ (٢٠٠٨ز) کال موږ په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ، پ اختيا او بېرته راتګ شاهدان يو او افغان حکومت يې دې ته اړ اېستى، چې له دې ډلې سره خبرو اترو ته چمتووالى وښيي.
 طالبان د اوو کلونو په تېرېدوسره نه يوازې دا، چې ورک نه شول، بلکې واک او ځواک يې تر پخوا لا ډېر شو او اوس ډېرى هېوادونه په دې باور دي، چې طالبان د افغانستان يوه نه بېلېدونکې برخه ده او دا ډله د کړکېچ کلي او حل لا ه ګڼي. د امريکا د سترو ملاتړو افغان ولسمشر حامد کرزي، د برېټانيا د پخواني دفاع وزير ډس براون او يو شمېر نو و چارواکو دا سپارښتنې ، چې له طالبانو سره بايد خبرې اترې وشي او د فرانسې وروستۍ غونډه او د عربستان د چارواکو دا اعترافونه، چې ولسمشر حامد کرزي له دوى نه د افغان دولت او طالبانو ترمنځ د منځګړتوب غوښتنې کړې، دا په ډاګه کوي، چې لويديز اوس پر طالبانو حساب کوي. دغه مسايل د طالبانو د ځواک زياتوالي او په افغانستان کې د بهرنيو ځواکونو د زيانونو ښکارندويي هم کوي.
د تېر اګسټ پر ١٨مه نېټه طالبانو د کابل په سروبي کې فرانسوي ځواکونو ته ډېره سخته ضربه ورکړه او ١٠ فرانسوي پوځيان يې مړه او ٢١ نور يې ټپيان کړل. همدغه مهال يوې فرانسوۍ ورځپاڼې د طا بانو او د هغوى د قوماندان ملافاروق داسې تصويرونه خپاره کړل، چې په هغو کې طالبانو د وژل شويو فرانسوي پوځيانو پوځي لباس پر تن و او ټوپکونه يې په لاسونو کې نيولي وو. دې موضوع په فرانسه کې د خلکوغوسه  وپاروله او د لا يونونو په ترڅ کې يې له افغانستان نه د خپلو پوځيانو د اېستنې غوښتنې وکړې. پر دې سربېره د ٢٠٠٨ ز کال له پيل څخه تر سپټمبر مياشتې پورې په افغانستان کې د امريکا تر مشرۍ لاندې ټلوالې د سر زيان ٢٢١ پوځيانو ته رسيږي او په همدغه امل ٢٠٠٨ ز کال په افغانستان کې د ايتلافي پوځيانو لپاره تر ټولو خونړى کال ګڼل کيږي.
د جولاى پر ٢٧مه نېټه د امريکا کانګرس ته د پنټاګون په وړاندې شوي رپوټ کې هم په روان زيږديز کال کې د طالبانو د بريدونو د ډېروالي خب دارى ورکړل شوى دى. دغه راز د برېټانيا ډيلي ټلګراف ورځپاڼې د اګسټ پر ٢١مه نېټه په افغانستان کې پر ايتلافي ځواکونو د طالبانو د بريدونو ډ ډېروالي رپوټ ورکړى و او د افغان سيمه ييزو چارواکو له خولې يې اعلان وکړ، چې د طالبانو د بريدونو په ډېروالي سره د ايتلافي ځواکونو د زيان کچه لوړه شوې ده. ډيلي ټلګراف د طالبانو اوسني تاکتيکونه د انګرېز او روسي ښکيلاک پر وړاندې د افغان ولس د جهاد او مقاومت له تاکتيکونو سره پرتله کړي وو او ټينګار يې کړى و، چې طالبان اوس د کابل سوېل لويديزو سيمو ته خپاره شوي دي. دې ورځپاڼې دغه راز په افغانستان او ا وپا کې ناټو او امريکايي ځواکونو ته د لا زياتو زيانونو د اوښتو خبردارى ورکړى و.
د نړيوالو (ايساف) ځواکونو لوى درستيز او جرمني جنرال هانس لوتر هم منلې ده، چې طالبانو د ٢٠٠٨ ز کال په لومړيو اتو مياشتو کې د ګزمې موټرو ته د سړک پرغاړه نږدې ١٢٠٠ بمونه اېښي او ددې ډلې فني او تاکتيکي وړتياوې پاموړ ډېرې شوې دي. پر دې سربېره ګڼ نور کارپوهان او پوځي قوماندانان د افغانستان پر ډېرى سيمو د طالبانود نفوذ او واک څرګندونې کوي.
د واشنګټن د نړيوالو او ستراتيژيکو څيړنو مرکز د سپټمبر پر ٢٣مه نېټه په يوه رپوټ کې وويل، چې په افغانستان کې د امريکا او ناټو ماته دغلته کړکېچ زېږوي او د امريکا نوى ولسمشر (بارک اوباما) به ددې جګړې له امله، چې امريکا ته يې په سياسي او ستراتيژيک ډګر کې خورا ډېر زيانونه اړولي، له سخت ګواښ سره مخامخ وي. دغو اعترافونو او څرګندونو د افغانستان د بدلونونو په اړه د شته حقايقو پټول ناشوني وګرځول او د ناټو او امريکا چارواکي هم دې ته اړ وتي، چې د افغان کړکېچ پر ستونزمنتيا خولې پرانيزي.
په لومړي سر کې په افغانستان کې دبرېټانيايي ځواکونو قوماندان مارک کارلټون له طالبانو سره د خبرو اترو وړانديز وکړ. وروسته د اکتوبر پر اتمه د د ناټو وياند ريچارډ بلانچيت په ډاګه کړه، چې د افغانستان ستونزه په پوځي لار نه اواريږي او د افغان دولت او طالبانو ترمنځ يې د خبرو اترو هرکلى ووايه. پر دې سربېره په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي کاى ايډې هم ټينګار وکړ، چې افغان کړکېچ بايد له سياسي لارې اوار شي. د امريکا لوى درستيز مايک مولن او دفاع وزير رابرټ ګيټس هم په افغان جګړه کې د امريکا ماته ومنله او په افغانستان کې يې د امريکايي ستراتيژۍ د بياکتنې وړانديزونه وکړل. دغه راز بوش په افغانستان کې د خپلو پوځيانو د ډېروالي اعلان وکړ، چې شمېر به يې دوه برابره کيږي. اوس د ٣٣ زره امريکايي پوځيانو او ناټو په شته والي سره دا پوښتنه راولاړيږي، چې د طالبانو په ماتولو کې ددومره لوړ  شمېر پوځيانو ناکامي په څه کې ده؟ کارپوهان وايي، په افغانستان کې د طالبانو د نفوذ د ډېروالي اصلي لامل د امنيت او خدماتو په تامين کې د حامد کرزي حکومت پاتې راتلل او د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې ډېرېدل دي. پر ملکي وګړو د ناټو او امريکا بمباريو په ولس کې ددغو ځواکونو پر خلاف کرکه زېږولې او د طالبانو ملاتړ ته يې مخه کړې ده. په تېر اګسټ کې دهرات په شينډنډ ولسوالۍ کې د امريکايي چورلکو د بمبارۍ له امله ٩٠ ملکي وګړي ووژل شول او د ٢٠٠٨ ز کال له پيل څخه تر سپټمبر م ياشتې پورې تر ١٠٠٠ ډېرو ملکي وګړو د امريکا او ناټو په بمباريو کې خپل ژوند له لاسه ورکړى دى. د امريکايي څ يړونکو رپوټ هم له ٢٠٠٥ ز کال څخه تر دغه مهاله د شاوخوا ٣٢٠٠ ملکي وګړو د مړينې حکايت کوي. په افغانستان کې د ناټو او امريکا د ماتې بل لامل د طالبانو د جنګي تاکتيکونو پرمختګ او د نويو چينايي وسلو تر لاسه کول دي، چې دغه ډله يې د ناټو او امريکا پر وړاندې په خپل بري ډاډمنه کړې ده. همدا لامل دى، چې طالبانو له افغان دولت سره خبرې اترې د بهرنيو ځواکونو په وتلو پورې مشروطې وګڼلې. کارپوهانو د طالبانو دغه ګام يوه سياسي هوښياري ګڼلې، ځکه خبرې اترې په اوسنيو شرايطو کې له بوش او کرزي پرته له بل چا سره مرسته نه کوي.
لنډه دا، چې طالبان د خپلو استه راوړنو پر خونديتابه بوخت دي او هڅه کوي په کړکېچ کې د يوه مطرح اړخ په توګه له نړيوالو سياسي او رسمي اعترافونو ګټه پورته کړي. په همدغه دليل نه يوازې دا، چې خپلو دښمنانو ته وړيا خدمات نه وړاندې کوي، بلکې غواړي له سپينې ماڼۍ نه د بوش تر وتلو مخکې هغه ته يوه مهلکه ضربه ورکړي.