سنډي ټایمز:"غزنی د طالبانو له خوا نیول شوی دی"

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22918

دخبریدو نیټه : 2009-01-08

سنډي ټایمز:"غزنی د طالبانو له خوا نیول شوی دی"

سرچينه: سنډې ټايمز- The Sunday Times
ليکوال:نير روسېن-  نیر روسین
ژباړه: صالح محمد صالح –

دوى په ٢٠٠١م کال کې له صحنې وايستل شول،خو  اوس د افغانستان په زياتو برخو کې طالبان په پرله پسې توګه پر سيمو کنټرول مومي. ليکوال نېر روسېن د دوى يوه مرکز ته ورغلى، هلته ورسره اوسېدلى چې موږ ته يې کيسه وکړي.
هغه سړک چې د کابل په جنوب کې غزېدلى کنډ و کپر او سپېره دى. شا و خوا يې دنګ غرونه له غرنيو څوکو سره ولاړ دي. څو کوچيو ښځو اوښان د وريو د يوې رمې په څېر خېمو ته دننه کول، دلته داسې څه نه شته چې موږ ورته ګوته ونيسو، دا خاوره يو مهال د نړۍ په کچه د خونړيو جګړو ډګر و.
د پلازمېنې په څنډه کې موږ د ملي اردو ديوې پوستې له خوا ودرول شوو، سرتېري زما بدلې لهجې ته په پام سره راباندې شکمن شول، زما افغان لېږدوونکو شفيق او ابراهيم دوى ته ډېر وويل چې زه يوازې يو خبريال يم. کله چې موږ له هغه ځايه لږ ليرې شولو، ابراهيم وخندل، عسکرو فکر کړى و چې زه يو ځانمرګى بريد کوونکى يم. شفيق او ابراهيم سرتېرو ته ونه ويل چې موږ د طالبانو د يوه نيمچه قوماندان په بلنه غزني ته وان يو او دوى دواړه زما څارنه کوي.
تر دې وروستيو پورې غزنى، د افغانستان د نورو مرکزي سيمو په څېر خوندي سيمه ګڼل کېدله، خو اوس دغه ښار چې د کابل په ١٠٠ مايلۍ کې پروت دى، د طالبانو له خوا نيول شوى دى. بهرنيان چې کله دلته د ورتګ زړه ښه کوي- يا تښتول کېږي يا وژل شوي دي. د مرکزي ادارې د بېغورۍ او مبارزې له کبله په دې سيمه کې د طالبانو له خوا ټاکل شوي والي طالبانو ته نوي پېژندکارډونه او پاسپورټونه جوړ کړي، چې د طالبانو د واکمنۍ په وخت کې کارول کېدل. د افغانستان اسلامي امارت پر مهال.
کروندګر په زياته پيمانه طالبانو ته وراوښتي، نه ام يکايي پلوو چارواکو ته، هغه هم د ځمکې پر سر د ولاړو شويو لانجو په برخه کې د عدالت ترلاسه کولو لپاره.
کله چې سالار ته چې له کابله ٥٠ مايله فاصله لري، ورسېدو، په لار کې پنځه ځايه له هغو ويجاړو شويو باروړونکو موټرانو س ه مخ شوو، چې پوځيانو ته يې اکمالات لېږدول، دا ويجاړي د طالبانو کار و. دغه لويه لار په دې وروستيو کې د امريکا د ٢٥٠ مليونه ډالرو په سخاوت ورغول شوه خو اوس يې زياتې برخې د طالبانو له خوا د سړک غاړې ماينونو د چاودنوله کبله زيانمنې شوې دي. عيناً کار په عراق کې هم کېږي،  دغه ماينونه او نور مهمات د پېښو يوه عمده برخه ده، چې دوى يې د ائتلافي ځواکونو په وړاندې کاروي، پر هغو لوژستيکي کاروانونو بريدونه کوي چې دغو بهرنيانو ته مواد ېږي.
موږ له همداسې يوه کاروان سره نژدې روان وو، يوه ورځ وړاندې هم پر دې کاروان بريد شوى و، چې يو سوى سکور م وټر هلته پروت و، چې يوه مياشت مخکې ورباندې بريد شوى و. خو اوس هم د تېلو له يوه ټانکر سره  د ګڼو خلکو ږغونه پورته شول، په لسګونو متره ليرې يې لوګى ښکارېده. ابراهيم نارې کړې ”جګړه، امريکايان د طالبانو په وړاندې جنګېږ ي“.
شفيق او ابراهيم خپل موبايلونه راوايستل چې خپلو طالب ملګرو ته زنګ ووهي او پوه شي چې دلته څه روان دي. ناڅاپه د ماشينګڼو درانه ږغونه پورته شول، ورپسې د هاوان پرله ضربې او څو نورو درنو چاودنو زموږ موټر هم و ړزاوه. ما ځان د شاه سيټ ته خطا کړ، په دې وخت کې شفيق او ابراهيم له قهر پرته راباندې وخندل، د دوى لپاره جګړه يو ورځنى عادت دى، دوى د (انرژۍ) په نامه د څښاک شيان رانيول، د ناټو ځواکونو دوه زرغروال ګاډي د کابل پر لوري په ځغاسته تېر شول، شفيق او ابراهيم بيا وخندل او ويې ويل:
دا وګوره لکه چې ائتلافي ځواکونه له جګړې تښتي!
يو ساعت وروسته جګړه پايته ورسېده، موږ بېرته ځاى پر ځاى شوو. يو څو دقيقې وروسته موږ د بريتانوي ځواکونو د کاروان له ورانو شويو موټرانو ورتېر شوو، په لسګونو لارۍ موټران هلته ښکارېدل چې له ځينو يې لوګي پورته کېدل او پر ځينو د سړک پر څنډه اور بل و. د سړک څنډه د چاودنو له کبله ويجاړه شوې وه. شپه رانژدې کېده موږ له بلې پوستې هم واوښتو، اخر غزني ته ورسېدو. په دې وخت کې ابراهيم وويل:
”له دې ځايه وروسته د طالبانو واکمني ده. دشپې دلته امريکايان او پوليس نه راځي“.
شفيق له خندا سره زياته کړه:
”روسان تر امريکايانو ډېر غښتلي وو، ډېر ځواکونه يې وو، موږ به امريکايان د دوى په قبرونو کې ښخ کړو!“
د دې لپاره چې د طالبانو د فعاليتونو په اړه معلومات ترلاسه کړم، په کابل کې مې له خپل يوه ارتباطي ملګري سره تماس ونيوه او غوښتنه مې ځنې وکړه چې ما طالبانو ته وروپېژني، هغه په افغانستان کې د جنګياليو څو ډلې پېژني، هغه وويل چې يوازې به زما امنيت تامينوي، که پر ما څه وشول، هغه کسان او د هغوى کورنۍ به ووژل شي، چې په دې سفر کې مې ملګري دي، ما د درناوي په خاطر له ملا ابراهيم سره تماس ونيوه، چې د غزني په ده يک ولسوالۍ کې د ٥٠٠ کسانو مشري کوي (ما د ابراهيم د امنيت په خاطر د هغه نوم دلته بدل کړى دى).
څ وېښت کلن ابراهيم له ١٩٩٠م کال راهيسې له نورو طالبانو سره يوځاى جنګېږي، هغه ګوډ- ګوډ ځي، په سړه جګړه کې يې تر زنګانه لاندې ښۍ (راسته) پښه له لاسه ورکړې، يوه اوونۍ مخکې يې هم جراحي عمليات وکړل، چې عصبي رشته يې جوړه شي، دا رشته په دې وروستيو جګړو کې زيانمنه شوې ده. ده په پيل کې راته وويل چې د امريکايانو په ګولۍ ټپي شوى، خو وروسته پوه شوم چې د يوه مخالف طالب قوماندان په جګړه کې ژوبل شوى دى.
تر تګ مخکې ما څو جوړې کميس او پرتوګ رانيولي وو، ږيره مې هم پرېښې وه چې د نورو افغانانو په څېره ښکاره شم. عربي، فارسي مې هم تر يوه بريده زده کړې وه، يوه اوونۍ مې د برليتز (Berlitz)کتاب او ټولګيو په مرسته لږه پښتو هم زده کړه، دا هغه قوم دى چې طالبان ورباندې حاکمان دي. دغه کتاب (Berlitz) د پوځي هدافو لپاره ډيزاين شوى دى. په دې کې د ګڼو وسلو نومونه راغلي، ځينې مهمې جملې هم په کې په پښتو ژباړل شوې دي، مثلاً:
ما ته خپل پېژندکارټ راوښيه، موټر دې درروان کړه، ته يو بندي يې، لاسونه پورته کړه، درېږه.
خو په دې کتاب کې يو مهم عبارت چې زما ډېر په کار و، نه و موجود ”زه د طالبانو مېلمه يم“.
يکشنبه تر غرمې وروسته زماملګري ابراهيم يوې سپېنې کرولا ته وخېژولم، بانټ يې په ټوکرانو پوښل شوى و. زما بل ملګرى شفيق له شا په موټرسايکل راپسې و. ګلدوزي شوې خولۍ يې پر سر وه، افغاني کلتور مهرباني او ادب ته ځانګړى ارزښت ورکوي، فيق بېحده مودب سړى و. هغه يوځل په ټوکو کې راته وويل چې ٢٠٠ جاسوسان يې په دار ځړولي يا يې سرونه ځنې پرې کړي دي. هغه وويل:
”زه اول خلکو ته وايم بس دى مه کوئ، که ادامه ورکړي زه يې وژنم“.
شفيق چې د روسانو د يرغل په وخت کې يې له مجاهدينو سره يوځاى جګړه کوله، اوس په اندړو ولسوالۍ کې د طالب جنګياليو مشري کوي. په کابل کې د ملي امنيت يوه افيسر راته وويل:
”د اندړو ولسوالي ډېر بد ځاى دى، هلته طالبان په خلاصه پښه فعاليت لري“.  ائتلافي ځواکونو په پيل کې د افغانستان له جنوبي ولايتونو طالبان پسې واخيستل، خو دوى د غزني په څېر مرکزي ولايت کې پاتې نه شول، هلته چې اوس طالبانو پر خلکو فشار زيات کړى او په دار يې هم ځړوي.
په دې تياره کې موږ نوغي کلي ته ورغ و، دلته نو ټليفونونو کار نه کاوه. دلته طالبان تر مازيګر مخکې د موبايل ټليفون دستګاوې بندوي، دوى فکر کوي چې امريکايي استخبارات يې د استوګنې ځايونه پيدا کوي. شفيق موټر په يوه کنډو کپر او چټل سړک کې چلاوه چې کورونه هم ورنژدې وو. موږ يوه داسې کور ته ورغلو چې هلته يوه ډله ځوان طالبان ښکارېدل، له ګڼو هغو سره وسلې وې، موږ هم دوديزه لار خپله کړه، هر يوه خپل راسته لاس پر سينه ايښوده او روغبړ يې کاوه، د يو بل د صحت او حال پوښتنه به يې کوله. ابراهيم چې زما د ساتنې مسووليت يې منلى و، په دې وخت کې اجازه واخيستله او خپل کور ته لاړ.
سپوږمۍ زموږ ار روښانوله، زه او شفيق په طالبانو پسې وو، بل کور ته يې بوتلو، له يوې ټيټې دروازې يوه مېلمستون ته دننه شوو، چې سور فرش په کې اوار و، چت يې په لرګيو پوښل شوى و. د يوه کوچني څراغ تتې رڼا کوټه روښانوله. پر يوه دېوال د ګڼو توغنديو تر څنګ يو ميل ثقيل او يو ميل RPG تکيه شوي وو، موږ د ابراهيم له وراره ملا يوسف سره وکتل، دى په اندړو کې د يوه پياوړي قوماندان په توګه فعاليت لري.
يوسف سوربخونه پټوکى او راکښونکى مخ لري. توره لنګوټه پر سروي له طلايي رنګه کاليو سره چې يو ميل AK-47 هم له ځان سره لېږدوي، په دې وخت کې يوه ماشوم د لاس مينځلو لپاره ګډوه او ګن راوړ، موږ لاسونه پرېولل. وروسته مو شنې چاوې او خيشته کړې ډوډۍ (ښوروا) په لاسونو وخوړله، چې وروسته مو غوښه او انګور هم وخوړل.
يوسف تېر کال قوماندان شو، کله چې امريکايانو يې يو مخکښ افسر ووژاوه، د دې لپاره چې څوک يې پيدا نه کړي، په بېلابېلو کورونو کې شپې سبا کوي. يونيم کال مخکې دى د امريکايي الوتکو په بمبارۍ کې سخت ټپي شو. په ٢٠٠٣م کال کې له طالبانو سره ملګرى شو، کله چې يې په شمالي وزيرستان کې په يوه مدرسه کې ديني زده کړې کولې، دا سيمه د افغانستان پولې ته څېرمه پرته ده. هغه جهاد پيل کړ، هغه راته وويل ، د افغانانو او خوار افغانستان لپا ه  ځکه جنګېږي چې بهرنيان افغانستان ته راغلي: ”امريکايان ښه نه دي. دوى په خپلسري ډول د خلکو کورونو ته ننوځي، خلک بنديانوي، پنځلس ورځې مخکې دلته امريکايانو بمباري وکړه، عام خلک يې ووژل“.
د ملګرو ملتونو په ح واله له اګست مياشتې راهيسې ٥٧٧تنه ملکي افغانان د ائتلافي ځواکونو له خوا وژل شوي، چې دوه پر درېيمه يې په هوايي بمباريو کې وژل شوي دي.
يوسف په ټينګار سره راته وويل، يوه ورځ به بهرنيان ووځي، وسلوال طالبان به له پوليسو او ملي اردو سره د سولې خبرې وکړي:”هغوى زموږ وروڼه دي، مسلمانان دي“. نور نو څه دي، نجونې به کولاى شي ښوونځيو ته لاړې شي، ښځو ته به اجازه ورکړل شي چې [په دفترونو کې] کارونه وکړي.دا هغه وضعيت دى چې زه به يې يوه ورځ ازانګه ه طالب مشرانو څخه واورم. په وروستيو کلونو کې د دوى دا توند دريځ خلکو ته هم انتقال شوى، طالبانو په خلکو کې زيات زغم رامنځته کړ. اوس مجبوره شوي هغه پرمختللې ټکنالوژي هم ومني، چې يو وخت يې بنديز پرې لګولى و: کمپيوټ ان، ټلويزيونونه، فملونه او انټرنټ.
تر ډوډۍ وروسته شفيق، د يوې سپينې کرولا دروازه خلاصه کړه. خلکو توغندي او نورې وسلې وروخېژولې، موږ له وسلو ډک موټر سره خرخشه کلي ته سفر پيل کړ، چې يوه چټله او کنډو کپر لار ورغزېدلې وه. اخر د شفيق کور ته ورسېدو. يوه تياره مېملستون ته دننه شوو، وروسته پر ډنګرو ناليو(توشکو) کښېناستو. دباندې د ګازو يوه کوچنۍ ډبه دغه راز شنه انګور او شنې چاى پرتې وې.
شفيق په ١٩٩٤م کال کې له طالبانو سره ملګرى شو، هغه اته وويل، ځکه  دوى سوله او اسلام غواړي، شفيق وويل دوه ځله يې له اسامه بن لادن سره کتلي هم دي، د بن لادن په پښتو پوهېدلو دى اغېزمن کړى و، له ملا محمد عمر سره يې هم کتلي وو (له امير المومنين سره) چې اوس د پاکستان پولې ته څېرمه په يوه پټ ځاى کې اوسېږي، چېرې چې ده د پاکستاني استخبارتو په مرسته طالبان بيا راژوندي کړل، شفيق په دې تمه و، چې ملا عمر به راستنېږي او بيا به د هېواد مشر شي، خو طالب مشران تر دې وروسته هغه ته د يوازېني اختيار په سترګه نه ګوري.
بل سهار، بيا کرولا ته وختو، هغه ټوپک او توغندي  په کې بار شوي وو، شفيق او يوه ماشينګڼه په مخېکني سيټ کې وو،يوسف موټر چلاوه چې توغندى يې تر شا تړلى و. يو بل طالب جنيګالى تر شا له هونډا موټرسايکل س ه راروان وو، له هغه سره هم ټوپک و چې پر اوږه يې راځړېده. دوى راسره ژمنه کړې وه چې طالبان به د جګړې په ډګر کې اښيي. يوسف د پوليسو پوستې ته اشاره وکړه، د هغه په وينا چې دغه پوليس يې پېژني، پوليسو دى ونه دراوه. هغه زياته کړه:”زه هره شپه په ګزمه وځم، خو پوليس جنګ نه راسره کوي، دوى وسلې نه لري او ډارن دي“. شفيق په دې وروستيو کې له پوليسو دوه جيپ موټران رانيولي وو، پوليسو د کورنيو چارو وزارت ته خبر ورکړى و، چې دغه دوه ګاډي په يوه بريد کې له منځه لاړل. په کابل کې د ملګرو ملتونو يوه جګپوړي مقام راته وويل چې پوليس ډېر په اداري فساد اخته کړي.
په خوزیې کلي کې موږ په يوه مسجد کې له يوه بل طالب قوماندان سره وکتل، چې په برنډه کې يې اته سړي او دوه هلکان ناست وو، دوى چاى څښلې. کله چې دوى پر پوستو بريدونه نه کوي او يا کمين نه نيسي خپل زيات وخت په عبادت (لمانځه) او د م هبي لکچرونو(وعظ او نصيحت) په اورېدو تېروي. دوې ورځې مخکې دغه کلي ته نژدې د طالبانو په يوه کمين کې ٢٠ تنه افغان سرتېري ووژل شول، د جنګياليو هغه قوماندان چې دغه بريد يې کړى و، په وياړ سره وويل: ”امريکايان دلته نه راځي، م وږ دا سيمه کنټرولوو، دلته د طالبانو حکومت دى“.
په دې وخت کې ناڅاپه د ائتلافي ځواکونو يوه پوځي الوتکه اټيټه شوه، په ټوله جګړه کې امريکا د خپلو سرتېرو کموالى په دې توګه جبيره کوي، پر هوايي عملياتو زياته تکيه کوي او په دې توګه خپل ځواک ښيي. امکان لري د څو ورځو لپاره غزني ته لاړ شو، خو د ائتلاف يو عسکر به هم ونه وينو. زه هم له ترور سره تړل شوى وم، په دې تمه وم چې هليکوپټر به ډزې راباندې کوي، خو دې خلکو راباندې وخندل، ښايي زما وېره به د خندا وړ وه، خو بېځايه نه وه:
زما تر تلو يوه مياشت وروسته په اندړو کې يوې هوايي بمبارۍ ٧تنه شکمن طالب جنګيالي ووژل. زما د مرستې په خاطر الوتکې الوتنه بنده کړه!.
دلته سړي پر موټرسايکلو پښه اړوي او ګزمه کوي، طالبانو دا تکتيک د عراق له سخت دريځو زده کړى، طالبان اوس ډېر بدل شوي هغه وخت چې واکمن وو داسې نه وو، اوس ډېر ظالمان شوي دي. د ناامنيو د ختمولو لپاره دوى کليو ته ننوتل او قبيلوي دوديز ميکانيزم يې خپل کړ، غواړي د ټولنيز ترور په مرسته دا جګړه وګټي. شفيق په لار کې راته وويل چې طالبان خپل مرستيالان د قانون په چوکاټ کې څاري، شکمنو هغو ته د قاضي يا عدلي کارکوونکي له خوا جزا ورکول کېږي، دوى له مجرمينو د جزا په توګه س ونه هم پرې کوي.
طالبانو اوس د ملکيانو په نښه کولو په اړه فرمان صادر کړى، مهمو قوماندانانو د انعام ګټلو پاره يوه بله مبارزه پيل کړې، په رڼا ورځ په زياته اندازه موټران دروي، د خلکو موبايل ټليفونونه ګوري، چې کوم ارزښتمن او مهم سړى په کې پيدا کړي.