د اولنو خبر ( متلونه ) د چاپ په ګاڼه سنګار سول

په بېنوا کي دلیکني شمیره : 22985
انجنير محمد اسماعيل (سرواني )
دخبریدو نیټه : 2009-01-12

د پښتو د شفاهي ادبياتو په ګلبڼ  کي د يو بل  کتاب پاڼي د لوستونکو پر ګوتو کي و غوړيدې دا کتاب چي د اولنو خبري ( متلونه ) نومول سوى  د انجنير محمد اسماعيل (سرواني ) په زيار چمتو سوى دى . په دې کتابګوټي کي چي څه دپاسه ٩٠٠ متلونه  ځاى پر ځاى سوي دي ټول په کليوالو سيمو  او بانډو کي د کليوالو خلکو له شونډو څخه را غونډ سوي دي  د ټولونکي ( سرواني ) په وينا چي دا ٩٠٠ متلونه يې د نژدې ١٥ کلونو ميوه ده .
متلونه په کتاب کي د اليفبا په ډير ښه  ترتيب اوډل سوي  او تر ټولو خاص ټکى په دې کي دى چي ټول متلونه په خپل اصلي لهجه او اصلي بڼه کښل سوي دي چي يو شمير يکوالان يې د انجينر صاحب جرائت بولي .
دا کتاب  چي ٦١ مخه لري  دې ورستيو کي  په هلمند کي د بست ف هنګي ټولني لخوا خپور او د چاپ چاري يې د صحاف نشراتي موسسې په مټ تر سره سوې  .
د هيواد څخه د ليري پښتو و وڼو لپاره تر ټولو ښه خبره داده چي  ډير ژر به نوموړى کتاب د انټر نيټ په ستره نړۍ کي  خپور او پر ليکه سي