سرچینه د ټلګراف ورځپآڼه
مح بت خان
د سعودی عربستان د استخباراتو ریس شهزاده مقرین بن عبدالعزیز وړمه ورځ کابل ته راغی او له
طالبانو سره یې د سولي د خبرو په باب له افغان چارواکو او جهادي مشرانو سره وکتل.
په دغو جهادي مشرانو کې ب
هان الدین رباني او استاد عبدالرب رسول سیاف هم شامل ول. که څه هم استاد سیاف له دمخه افغانستان ته د دغو
چارواکو له سفر څخه خبر نه وو خو کله چې د سعودي د چارواکو له دې سفر څخه خبر شو سمدستي یې ځان د ارګ ماڼۍ ته و
ساوه. دا ښيي چې سعودي عربستان اوس په استاد سیاف باندی هغسي حساب نه کوي لکه څرنګه چې یې د جهاد په دوران کې
ورباندي کول.
او همدا بي اعتمادي وه چې عربي چارواکو افغانستان ته د خپل سفر په اړه استاد سیاف یعني د هغوي
پخواني دوست ته څه نه وو ویلي.
د انګلستان تلګراف ورځپاڼي لیکلي چې شهزاده مقرین چې په سیمه کې د استخباراتي
کړیو تر منځ خاص محبوبیت لري او په سیمه کې د استخباراتو یو پیاوړي کس بلل کیږي.
ورځپاڼي ویلي چې نوموړي له
استاد سیاف، برهان الدین رباني او حامد کرزي سره د ناراضي طالبانو د سولي پر سر خبري کړي دي.
د رباني یوه
ویاند ورځپاڼي ته ویلي چې شهزاده مقرین له رباني سره د طالبانو سره د سولي په احتمالي خبرو بحثونه کړي دي.
تر
اوسه نه ده روښانه چې کابل ته شهزاده مقرین د خپل سفر پر مهال له کوم طالب چارواکي سره هم خبري کړي دي که څ
نګه خو داسي ویل کیږي چې ځیني طالب مقامات له سعودي عربستان څخه له شهزاده مقرین سره یو ځای کابل ته راغلي ول
او له افغان عالي رتبه مامورینو سره یې د شهزاده په حضور کې خپلي غوښتني مطرح کړي دي.
د رباني یوه ویاند دا هم
ویل چې برهان الدین رباني او شهزاده مقرین د افغانستان د هغو بنسټونو د جوړولو پر سر هم خبري کړي چې د جګړو پر
مهال ویجاړ شوي دي.
افغانستان ته د سعودي عربستان د استخباراتو د ریس سفر دا ښيي چې له طالبانو سره د افغان
دولت د سولي خبري د سعودي عربستان په نژدې همکارۍ د پردې شاته له عامه اظهانو لري ته سره کیږي او اوس اوس رواني
دي.
د دغو خبرو لومړی پړاو د تیرې روژې میاشتي په وروستیو کې په سعودي عربستان کې تر سره شوي او وروسته بیا و
سمشر کرزي په یوه خبري غونډه کې د طالبانو په مشر ملامحمد عمر غږ وکړ چې که ده ته راشي نو هرو مرو ظمانت به
یې وکړي.