واشنګټن پوست: ناټو په کمزو ي افغان مشرتوب نیوکه وکړه
سرچینه : واشنګټن پوست ورځپاڼه
ژباړه او ترتیب: میرویس جلالزی
د ناټو عمومي منشي یاپ دیهوپ شیفر په یوه تازه مرکه کې چې د واشنګټن پوست ورځپاڼي څخه خپره شوي پر افغان دولت او د دې دولت په کمزوري مشرتابه نیوکه کړي.
شیفر ویلي چې په افغانستان کې زېاتي ستونزي طا
بانو نه بلکه افغان دولت رامنځ ته کړي دي او دا حکومت مرکزي کنترول نه لري.
ورځپاڼه له شیفر څخه
په نکل لیکي څومره چې په افغانستان کې زیاتو پرمختګونو ته په تمه یو، هغومره باید د روانو پوځي
عملیاتو پر مهال زیاتي قربانۍ ورکړو. شیفر ویلي چې په دې لار کې مونږ زیاتي او کافي قربانۍ ورکړي، ویني توی
وي او غمونه مو ګاللی خو هغه څه چې زیات خواشینونکي دي د تیرو اوو کلونو په تیریدو د افغان دولت
ضعیفه پاتي کیدل دي چې ادارې فساد ته یې زمینه برابره کړي او دغه ځپونکي پدیده ورځ تر بلي زیاتیږي
او د حکومت او نړیوالي ټولني لپاره ستونزي پیښوي.
شیفر وايي که دطالبانود رژیم له پرزېدو راو
وسته د تېرو اوو کلونوحالاتو ته وګورو نوافغانستان په داسي حالت کې نه دی چې افغانانواویا دهغو لوېدیځو متح
دانو تمه نه لرله .
شیفر زیاته کړې چې افغانان داسي حکومت ته اړتیا لري چې دوي وکړای شي ورباندې
اعتماد وکړي او ورته وفاداره پاتې شي .کله چې هغوی داسي حکومت پیدا کړ،بلواوو ته موقع په لاس نه شي ورتلای .
دناټوعمومي منشي همداراز ویلي چې نړیواله ټولنه باید دافغانستان دمنتخب حکومت اودافغانانودملاتړپه برخه
کې اقدام وکړي .
شیفز لیکلي : موږپه کافي اندازه له سروماله تېر شوي یو چې دافغانستان له حکومت څخه وغواړو چې
دفساد دمخنیوي اودخپلې کاري وړتیا ښه کولولپاره جدي اوکلک اقدامات وکړي که څه هم په ځینومواردو کې به له
سیاسي پلوه دا کار ستونزې هم ولري .
شیفروايي په افغانستان کې اساسي ستونره دطالبانونه ده بلکې دښه حکومت دن
توالي ده .
دهغه په وینا افغانان داسي حکومت ته اړتیا لري چې دوی پرې باور ولري .که داسي وشول دطا
بانودبلواوو سېک
شیفر واشنګټن پوست ورځپاڼي ته ویلي دافغانستان اساسي مشکل طالبان نه بلکې کمزورې واکمني
ده او ناټو مجبوره ده تر څو پوځي عملیات جاري وساتي او افغان ځواکونه په یوازي سر د پوځي
عملیاتو جوګه نه دي او ستونزي هم نه شي هوارولای.